مينه اخر مينه ده

By Amanullah Nasrat - May 30, 2020

مينه اخر مينه ده

څه موده مخکې پروفيسر اسير منګل صيب چې زما ډېر خوږ او زړه ته نږدې دوست دی د ګران الياس ټلوال صيب د شعرونو ټولګه راکړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د منګل کتاب کور کې د چاپ په ګاڼه ښکلي شوې ده۰ د کتاب نوم مينه اخر مينه ده او تړون ېې د پروفيسر اباسين يوسفزي په نوم شوی  او ملک مقبول او فضل رحيم رحيم ته چې د پښتو ادبي چمن ټل مشران دي ډالۍ شوی دی۰
د کټاب د پيل شعرونه الله هو او نعت شريف دی چې شاعر پکې په دوديزه توګه لومړی د خپل حقيقي خالق حمد او ثنا ويلې او بيا ېې  د سرور کائينات درنې اروا ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړي دي او دا پخوانی سنت او روايت ېې ژوندی او خوندی ساتلی دی۰
ښاغلي ټلوال په خپله شاعرۍ کې روانه، ساده او خوږه ژبه کارولې او څه ېې چې ليکلي هغه ېې د زړه نه راوتلې سندريزې نغمې دي چې ده ورته د هنر رنګونه ورکړي او تر مونږ ېې رارسولې دي۰
د  الياس ټلوال په شاعرۍ کې هغه اړين موضوعات موندلای او لوستلای شو چې د وخت ضرورت او د ولس د دردونو دوا کېدلای شي او نوموړي هڅه کړې چې د خپلې ټولني د حالاتو رښتينې عکاسي او انځورګري وکړي او خپل ولس ته ېې وړاندې کړي۰
الياس ټلوال لا ځوان دی او د پرمختګ او برتګ دروازې ېې پر مخ پرانستې دي نو که نوموړی همداسې خپلې ادبي هلې ځلې تندې او ګړندۍ وساتي زه باور لرم چې ډېر زر به ېې شاعري لاپسې پخه او کره شي او په دې لاره کې به ښې لاسته راوړنې ولري او پښتو ژبې ته به د تلپاتې خدمتونو مصدر شي۰
اوس به راشو د الياس ټلوال شاعرۍ ته چې نوموړي د فن او هنر په ميدان کې څومره مزل کړی، په خپل ادبي سفر کې تر کومه رسېدلی  او  د خيال شاهين تر کومې الوت کړی 
که د پښتنو ستر امپراتور احمدشاه ابدالي د ډيلي تخت  د پښتوخوا له غرونو قربان کړی وو او ويلي ېې وو چې
د ډيلي تخت هيرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
نو ښاغلي ټلوال ته خپل د ښايستونو او رنګونو کور پېښور له تولې دنيا ښکلی ښکاري او د خپلې مينې اظهار ورسره په لاندې بيتونو کې داسې کوي چې
ډېر راباندې ګران یی په ما ګرانه پېښوره
جانانه پېښوره او جانانه پېښوره
اوبه د ستا خوږې دي هم هوا دې عنبرينه
ېې ډک له رنګينو نه هره سيمه دي رنګينه
 د ټولې پښتونخوا خلک لري درسره مينه
ته ښار ېې د ګلونو ګلستانه پېښوره
جانانه پېښوره او جانانه پېښوره

د ښاغلي ټلوال په شاعرۍ کې د دينې او مذهبي رنګونو تر څنګ ملي او پښتانه رنګونه هم روښانه روښانه او جوت ښکاري او نوموړي ځای ځای د وطن د مينې، د پښتنو د ژوند او کلي او ولس د خير ښېګڼې او ښکلا او پرتمونو خبرې کړي او د خپلې پښتنې ټولنې خالات او پېښې ېې خپل قلم ته سپارلي دي:
د پښتنو د ننګ او قربانۍ او له خپل دين او وطن سره د بې کچې ميني په باره کې وايي
چې په غيرت هم نه مړ کېږي پښتون
بيا به پښتون څنګه يادېږي پښتون
جنګ په مذهب که په وطن باندې وي
لکه شاهين ورته رسېږي پښتون
ته به په څه لار د پښتون بندوې
په غرونو هم نه حصارېږي پښتون

ښاغلي ټلوال د سپرلي د ښکلاګانو او د طبيعت د کرشمو او رنګينيو يادونه هم کړي او کله ېې چې د خيل کلي او خاورې اسمانڅکي غرونه او بې مهاره مست سيندونه ليدلي نو موټی موټی غوښې ېې اخيستي او زړه ېې له ډېرې خوښۍ نه په ټوپونو شوی او ويلي ېې دي

ناصحه اوس رانه کرار شه د سپرلي موسم دی
راځه ته هم زمونږه يار شه د سپرلي موسم دی

په سمه و غرونو راخوره ده رنګيني د ګلو
کاڼو او بوټو نه هم خېژي خوشبويي د ګلو
نن دي مصروف په نندارو ټول لېوني د ګلو

راشه نشه وکړه خمار شه د سپرلي موسم دی
راځه ته هم زمونږه يار شه د سپرلي موسم دی

ټلوال صيب په دې باور دی چې علم او پوهه د قومونو او ولسونو د ترقۍ او پرمختګ لپاره خورا اړينه او ضروري ده او پرته له تعليم او کمال نه انساني ټولنې هيڅکله د ترًقۍ او پرمختګ لوړو پوړيو ته نه شي رسېدلی همدا لامل چې نوموړی د علم په اهميت او ارزښتونو غږېدلی او په خپل ولس ېې غږ کړی چې د علم رڼاګانې خپلې کړي او د مکتب او کتاب لاره پرېنږدي هغه وايي
علم يو مشال دی چې شي بل نو بيا مړکېږي نه
هغه خزانه ده چې لګېږي او کمېږي نه
دا هغه چينه ده چې جاري شي بيا وجېږي نه
هغه پيمانه ده چې ټول عمر کې تشېږي نه
علم دی انسان ېې چې خلا ته رسولی دی
تل د سمندر ېې بنيادم ته هم ښوولی دی

ښاغلي ټلوال د عشق او ميني د رباب تارونه هم ترنګولي او د حقيقي او مجازي دواړو مينو سيوري يي په شاعرۍ خپور دی هغه وايي:
ته چې انسان ېې له انسان سره به مينه کوي
جهان کې اوسې له جهان سره به مينه کوي
دعوې د مينې چې کوې نو بيا مې واوره ګله
په هر حالت کې له جانان سره به مينه کوې

او يا دا چې:
دا خپل ايمان که په رښتيا ته سلامت غواړې
خدای او رسول او له قذان سره به مينه کوې

د مينې په اړه وايي:
لکه د غر مې استقلال وموندو
ايرې ايرې چې شوم په اور د مينې
څومره ښايسته او څومره سپين شو ګوره
الياس چې تور شولو په تور د مينې

او په يو بل غزل کې وايي:
مينه چې نه لري جانان به څه وي
جانان چې نه وي نو جهان به څه وي
پکې خوږلن د محبت چې نه وي
وايم هغه انسان انسان به څه وي

ټلوال صيب د خپل ولس د يوالي او يو موټي کېدو ارمانجن ښکاري او په خپل قام غږ کوي چې د ځانځانيو او نفاق لارې پرېږدي ځکه چې دا د تباهۍ او بدبخټۍ لاره ده او خير او برکت په وحدت او ورورولۍ کې تر لاسه کېدای شي خوشال بابا څه ښه ويلي

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

او ښاغلی ټلوال وايي

که هر يو لکه د ګل شو ګلستان به رانه جوړ شي
که يو بل باندې مين شو مينان به رانه جوړ شي
که دا بېلې لارې پرېږدو په يوه لاره روان شو
يو لښکر به رانه جوړ شي يو کاروان به رانه جوړ شي

د ښاغلي ټلوال ادبي هلې ځلې  د قدر وړ دی او په ستايلو او ځلولو ارزي ، پښتو زبې او ادب ته د نوموړي خدمتونه بايد وستايو او نوموړی وهڅوو چې د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت لړۍ همداسې جاري او ساري وساتي او په دې برخه کې تلپاتې برياوې تر لاسه کړي او لا زيات پرمختګ وکړي۰
د ټلوال صيب د نيکمرغه، هوسا او سوکاله ژوند په هيله۰

په ډېره مينه او درناوي
امان الله نصرت
۲/۶/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 899