د ښاغلي عبدالرحيم روغاني فن

By Amanullah Nasrat - May 28, 2020

د ښاغلي عبدالرحيم روغاني د فن او ادبي شخصيت يو لنډ جاج

زہ عاشق يم سرو کار مې دی  له عشقه
نه خليل نه داودزی يم نه مومند يم
عبدالرحمن مومند

ويښ او ژوندي قامونه تل هڅه کوي او زيار باسي چې خپله ژبه او ادب ژوندی او ځلاند وساتي تر څو له نورو پرمختللو ژبو سره سيالي وکړي او د پرمختګ لوړو مدارونو ته ورسيږي۰
که حالات هرڅومره ترينګلې او پېچلي هم وي او د منزل لاره له بېلابېلو کږلېچونو، ګواښونو او خطرونو ډکه وي انسان ته ښاېې خپله وسله پر ځمکه کېنږدي او خپل همت ونه بايلي بلکه خپل هدف او منزل ته د رسېدو لپاره خپل يون او حرکت جاري وساتي او خپلې هڅې او هلې ځلې ټکنۍ کېدوته پرېنږدي۰
خوشال خان خټک څه ښه ويلي
مردان هغه دي چې همتناک وي
د ننګ په کار کې چست او چالاک وي 

کار چې اغاز کا انجام ېې هم کا
په خوله هم پاک وي په زړه هم پاک وي

او په بل ځای کې  ېې ويلي

کۀ اسمان دې د زمري په خوله کښې ورکا
د زمري پــه خولـه کښې مـۀ پرېږده همت

که د يوه ملت ژبه او ثقافت د لمنځه ولاړ شی نو د نوموړي ولس تاريخ او هويت له لمنځه ځي او نوم ېې د تاريخ له پاڼو د تل  لپاره ورک او ختمېږي۰
شاعران او ليکوالان هغه روښانه ستوري دي چې د خپلې ژبې او فرهنګ د ژوندي او خوندي ساتلو په لار کې د روښانه ستورو او ځلانده مشالونو حيثيت لري او د خپل قلم په برکت د خپلې ژبې د بقا، ارتقا او پياوړتيا لپاره بنسټيز او کاري رول لوبوي۰
که په يوه سيمه کې يو شاعر او فنکار پيدا شي نو رڼا او ښکلا ېې د ټولنې ټولو وګړو ته رسېږي او د خپل چاپېريال اوسېدونکي ويښ، بيدار او ژوندي ساتي او له درانه خوبه ېې راپاڅوي
خوشال بابا څه ښه ويلي 
که خوشاله سره کښېني يو څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شی

او استاد ناګار بيا وايي
دنړۍ په بام شپيلۍ پوکه ناګاره! 
له بابا پس خيبرونه غزلبول دي
او خاطر داسې ويلي چې
د خاطر رنګين غزل ته حيرانېږم
په دې خړ خيبر کی څه دي بې له خاورو

شاعران او قلموال هغه څوک دي چې خپلو خلکو او ولس ته شعور ورکوي، د وخت او حالاتو له نزاکتونو ېې خبروي او د ژوند د رنګونو او رڼاګانو لارې ورته ښايي۰
شاعر په ټولنه کې د احساس او تخيل رنګونه خوروي،  خلکو ته پوهه او د منزل د رسېدو لاره ورښايي او په خپل چاپېريال کې د مثبت فکر او انساني عواطفو پلوشې ويشي تر څو ېې ولس د نړۍ د پرمختګ او ترقۍ له کاروان سره ملګری شي اوټولنه ېې  د يوه هوسا، ډاډمن، سوکاله او نيکمرغه ژوند خاونده شي۰

د پښو ژبې په ښو او پخو شاعرانو کې يو هم ښاغلی عبدالرحيم روغانی دي چې د ادب په اسمان کې لکه د ستوري ځلېږي او خپلې ټولنې نه رنګونه او رڼا ورکوي۰
عبدالرحيم روغاني د عبيدالله ځوی او په قوم روغاني محمود خيل دي چې  په ۱۹۵۰ کال د جنورۍ د مياشتې په پنځلسمه د سوات د مټې په کلي کې زېږېدلی دی۰
روغاني صيب تر شپاړسم ټولګي پښتو ،،، سي ټي(تدريس څانګه) کې زده کړې کړي او د خپلې خاورې د ګلاليو ماشومانو په روزنه او پالنه کې ېې د پام وړ کارونه او خدمتونه کړي دي۰
په پاکستان کی لومړنی ملاله فاونډېشن ايوارډ روغاني صيب ته ورکړل شوی او نوموړی په  داسې نورو  لسګونو  ايوارډونو او اعزازاتو نازول شوی دی او يو شمير ليکنې ېې د امريکي او انګلستان په مشهورو اخبارونو کې هم خپرې شوي دي ۰  د نوی نغمه شعري ټولګې د قطعاتو برخه ېې په  روسيه کې په روسی ژبه هم ژباړل شوی او روسېې ته د تګ بلنه هم ورکړل شوې وه چې بيا ښاغلي روغاني د ځينو ستونزو له امله دا سفر ونه  کړای شو۰

روغاني بابا د معاصرو شاعرانو په کتار کې د لومړي صف شاعر دی او پښتانه ورته د يوه ادبي لارښود، دروند مشر او حق پرست او وطنپال شاعر او ليکوال په توګه د عزت، احترام او قدر په سترګو ګوري او درناوی ېې کوي۰
د روغاني بابا په شاعرۍ کې مونږ ښکلي تشبيهات، رنګين خيالي او موشګافي موندلای شو او 
شعرونه ېې په عمومي ډول ډېر مشکل او پېچلي نه دي بلکه ساده، سليس، روان او عام فهمه دی او همدا د يوه ښه شعر ځانګړتيا او ښکلا ده چې د شاعر په شعر د ولس عام وګړي پوه او مقصد ترې واخيستلای شی۰
ښاغلي روغاني په خپله وينا کې له رموزو، کنايو، استعاراتو او نوو تشبيهاتو هم ځای ځای کار اخيستی خو د شعر رواني، ساده ګي او سلاست ترې نه دی مجروح شوی ۰
ښاغلی روغاني په پوره جرئت او ښه ښکاره تور ته تور او سپين ته سپين ويلي او د حق او انصاف غږ ېې په هر ميدان کې په پوره ميړانه او پرته له هيڅ ډول وېرې او زړه نازړه توبه پورته کړی او د ظالمانو او مستکبرينو ظلم او غرور ېې ښه په نره او زغرده غندلی دی۰
نوموړی له خيال او مضمون دواړو سره له انصاف نه کار اخيستی او هر وخت ېې د نوښت، ابتکار او د يوه نوی خيال او نوي مضمون د راوړلو شعوري هڅه کړې ده۰
ښاغلي روغاني صيب د شعر له کميت نه کيفيت ته ډېره پاملرنه کړې ده او د خپلې ژورې مشاهدې او لوړ هنري استعداد په زور  ېې نوي نوی تشبيهات کارولی له زړو خيالونو او تکراري موضوعاتو ېې تر  ډېره حده  ډډه کړې او له يوې  نوې او تازه موضوع او مضمون سره ېې خپل پيغام لوستونکو ته وړاندې کړی دی۰
روغاني بابا خوږه او زړه ناستې شاعري کړې،  خپلو اسمانڅکو خيالونو ته يي  سندريز اهنګ، هنري ښايست  او زړه راښکونکی رنګ ورکړی دی ، چې همدغو نادرو ځانګړنو د نوموړي د شعر لفظي او معنوي ښکلا  زياته کړې ده او انفراديت ېې وربښلی دی۰
روغاني صيب کره، معياري او په فني تول پوره شاعري کړي او په ويناوو کې ېې تل د خپل ولس او ټولنې د ژوند بېلابېلو اړخونو رښتينې او  حقيقي عکاسي تر سترګو کېږي  او د هغو تصوير او انځور ېې خپلو خلکو ته په پوره مهارت او ځيرکتيا کښلی او وړاندې کړی دی۰
ښاغلی روغاني د غزليزې شاعرۍ تر څنګ نظمونه هم ليکي خو د قطعاتو، څلوريزو او رباعياتو په ليکلو کې ډېر شهرت او لوی نوم لري او پښتانه ېې د بابای قطعه په نوم پېژني۰
د ادبپوهانو په اند پښتو ادب په دوه برخو ويشل شوی چې يو ېې شفاهي يا ګړنې ادب دی چې په شفاهي ډول ويل کېږي او تر مونږ رارسيږي لکه لنډۍ، متلونه، نکلونه، سروکي، کاکړۍ غاړې، نارې، د ماشومانو ادبيات  او داسې نور چې دا ټول په شفاهي ادبياتو کې راځي  او بل ېې ليکلی ادب دي چې په تحريري ډول چې شاعر ېې هم معلوم وي لکه قصيده، غزل، رباعي، مثنوي، مناجات، هايکو او نور چې د ليکلي ادب برخې دي ، دا هر يو صنف پر خپل ځای د پښتو ژبې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره خورا مهمه پانګه او ارزښتمنه شتمني ګڼل کېږي او زمونږ مورنۍ ژبه ېې خوندي او ژوندۍ ساتلې ده او بايد په اهميت او اړتيا ېې سترګې پټې نه شي۰
ادب مونږ ته د ټولنې نبض راښايي، د وګړو دردونه او ناخوالې او همدغه راز غوښتنې او اړتياوې راپه ګوته کوي او د ولسونو له تيرو پيښو او تاريخي کړو وړو څخه مو خبروي، نو  په همدې بنسټ ويلای شو چې  انسان په هر حال او مهال ادب ته اړتيا او ضرورت محسوسوي او د ژوند ډېر رازونه او رنګونه له ادبي پرمختګونو  او ارزښتونو پرته نه شو بشپړولای۰
ښاغلي روغاني د پښتو د ليکلي يا تحريري ادب په برخه کې د قدر وړ کارونه او هڅې کړي چې سترګې ترې نه شي پټېدای او پښتانه به ېې تل د احسان پوروړي وي،  د عزت او احترام په سترګو به ورته کوري او درناوی ، يادونه او نمانځنه به ېې کوي۰
اوس به راشو د ښاغلي روغاني صيب د شعرونو يو څو نمونو ته چې په لنډ ډول ورته ستاسو پام را اړوم:
روغاني صيب چې کله  له حالاتو تنګ شوی ، د انسانانو په جامه کې ېې د انسانانو وحشت، بې رحمي او ليونتوب ليدلي او د بې ګناه مظلومانو وينو تويولو  ېې زړه بوګنولی  نو بې اختياره ېې فرياد کړی او له خولې ېې دا غږ وتلي  چې

خدايه ستا په دې خوني مهمانخانه کې
ميلمنو د يو بل غوښې وخوړې

له بې عمله عالمانو او بد عمله پوهانو چې د خپل علم او قلم تقدس ېې نه دی ساتلی او سره د پوهې په شيطاني چارو او انسان دښمنيو بوخت دی سر ټکولی او د هغوی ظلمونه او بدۍ ېې داسې په خپل شعر کې انځور کړي او وايي
څه به پورته د تعليم کړمه علم
چې حالات اپوټه شوي د عالم

نقدس د قلم خاورې دی ايرې دی
ډير سرونه کړل قلم اهل قلم

د ښاغلي روغاني بابا د شعر ژبه خوږه، سوچه او معياري ده او په خپل هر کلام کې ېې د فني ښکلا او هنري ښايست خيال ساتلی دی وګورئ دا لاندې ښکلی غزل  ېې څومره خوندور، معياري او په تول پوره دی:
زړه مي مستي غواړي مستي نشته 
مستي هستي غواړي هستي نشته

يمه د ژوند په هلو ځلو کښي ډوب 
هميش نا وخته دي وختي نشته

زمونږ دا سيمه که جنت دي مګر 
په دي جنت کښي جنتي نشته

قافلي روسته روسته چاته ګوري 
زمونږ نه نور خلک روستي نشته

څنګ روغانے تري مسلمان پاتي دے
جوړ په دي کلي کښي مفتي نشته

د ژوند د بنسټيزو غوښتنو او مقاصدو په اړه ېې شاعرانه تجزيه کړې او په رنګينو الفاظو کې ېې خپل پيغام مونږ ته په لاندې بيتونو کې مخې ته ايښی او ويلي ېې دي چې:
. اول ژوند. د حق حُصول وروستودي
دغه کارونه د معمُول وروستو دي
اول بنياد دی د ژوند وروستو مقصد
ډوډۍ اول دۀ خدای ج  رسُولؐ وروستو دي
روغاني بابا په دې باور دی چې کامل مسلمان هغه څوک دی چې بل مسلمان ېې د لاس او ژبې له ضرر او تاوان څخه په امن وي او په هيچا ېې ظلم، تيری او نقصان رسول نه وي پېرزو همدا وجه ده چې وايي

زه مسلمان يمه دنيا ته کوهی نه کنمه
هر يو اشنا او نا اشنا ته کوهی نه کنمه

چې پرې محفوظه مدينه کړمه له غيرو خلقو
زه خندق کنمه خو چاته کوهی نه کنمه

د خپلې ټولنې ناخوالو او بدو ورځو ته ېې د شعر ژبه ورکړې او د وخت د حالاتو عکاسي ېې په لاندې ډول کړې چې وايي

که خپل سر بچ کول غواړې سرمايه به ورکوې
که د بل په سيوري ژوند کړې سرسايه به ورکوي

دا د مينې دور نه دی، زمانه د کاروبار ده
چې د چا په زړه کې اوسې، کرايه به ورکوې

ښاغلي روغاني له روانو ټولو بدبختيو او ويرجنو حالاتو سره بيا هم مايوس نه ښکاري او د يوې روښانه او ډاډمنې راتلونکي په تمه ېې د زړه هيلې او ارمانونه سا اخلي او وايي

ستوری د سبا په راختو ښکاري
دور د تيارو په تېرېدو ښکاري

فتح به رڼا په تيارو ومومي
تندر په تورتم د پرېوتو ښکاري

غوښه چې خوراک ېې د کمزورو وه
هغه د تخت خلک په تختو ښکاري

ښه ته ښه او بد ته ساتي بد انجام
دې قدرت کې هم کلکه پښتو ښکاري

کډې روغانيه شيطانان تړي
اوس راتلونکی وخت د پرښتو ښکاري

روغانی صيب غواړي چې د ټولنې ټول غړي بايد خپلو ځانګړو ګټو پر ځای ټولنيزو ګټو ته د لومړيتوب حق ورکړي او هغه څه چې د خپل ځان لپاره خوښوي نورو ته ېې هم خوښ کړي او خپله ګټه او خير د انفرادي ښېګڼو په ځای د ټولنې په خير او ګټو کې ولټوي او په هر څه ملي او عامو ګټو ته ترجيح ورکړي  نو ځکه خو وايي

چې خپل قام دې اباد غوښتی وو اباد وې
چې تش ځان دې اباد وغوښتو برباد شوې

ددې خپل ځان غلامۍ د بل غلام کړې
شې ازاد به خو، له  ځانه که ازاد شوې

انسان بايد د انسان او وړو وړو خدايانو له بندګۍ نه ازاد او باغي اوسې او د مفاداتو او مادياتو پر ځای د حق او ايمان لمنه ټينګه ونيسي ځکه چې همدا د بري او د يوه رب د بندګۍ رښتينې لاره ده چې انسان خپل رب ته رسوي او له ګمراهيو او بې لارېتوب څخه ېې ژغوري لکه چې وايي

چا کليمه ووی د حق او ايمان
چا کليمه د مفاداتو ووی

څوک مومنان کړل د حضرت کليمې
چا کليمه د حضراتو ووی

روغاني بابا په دې عقيده دی چې  چې ژوند د هلو ځلو او سختيو او ستونزو سره د مبارزې او مقابلې نوم دي او بې زحمته هيڅکله انسان د راحت او خوښۍ خاوند کېدلای نه شي
او د هغه يو شاعر په وينا

بې زحمته راحت نشته په دنيا کې
که عزت غواړې زحمت درلره بويه

 نو ځکه روحاني بابا هم په دې اړه خپل نظر  له مونږ سره دا سې شريکوي

بې شعور نه هوښيارېږي په ټکرو
با شعور ته خو يوه اشاره بس وي

د همت سخته برداشت کړه راحت خپل کړه
تلل جنت ته همېشه له مرګ نه پس وي

زه د خپلو خبرو لمن د پښتو د خوږژبې او حساس شاعر  قدرمن روغانی صيب چې د وخت او حالاتو په نبض پوه او د خپلې ټولني او ولس رښتينی ترجمان او انځورګر شاعر دی په لاندې غزل راټولوم او نوموړي ته د پښتو ژبې او ادب د خدمت په ميدان کې د لا زياتو لاسته راوړنو او ځلېدو دعا کوم 

غزل
مونږ جنت پېژنو خو مونږ جنت ليدلی نه دی
د وخت خدايانو لا په مونږ کې څوک بښلی نه دی

په نوې سخته کې زړې سختې ته وايو راحت
نوم د راحت اورو چې شته دی خو راغلی نه دی

مونږ خپل بې ننګه عبادت کړو په دوزخ کې ميشته
د ننګ غيرت عبادت مونږه پېژندلی نه دی

هوښيار قامونه په دنيا کې ځان پخپله بښي
د مغفرت کچکول ېې بل چا ته نيولی نه دی

د روغاني بابا د ژوند ډيوه دې تل روښانه وي چې د  فکر او فن رنګينه رڼا او ځلانده رنګونه ېې د تل په شان د لر او بر پښتونخوا غرونو، درو، تپو، حجرو او دېرو ته  همداسې غزونې کوي او په خوږه او رنګينه شاعرۍ ېې د شعر او ادب د مينه والو تنده ماته او خړوبېږي۰
په ډېره مينه او درناوۍ
امان الله نصرت
۶/۶/۲۰۱۹
پېښور

د ښاغلي روغاني بابا ادبي اثار
نوې نغمه
ځورېدلي احساسات
سندريز احساس
خودغرض ، نثر
کوربانۀ خيالونه ، نثر
  د رڼاڅاڅکي
سندرې او خبرې 
 (نثر) Selfish

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 622