د ډاکټر شير زمان سيماب رنګونه

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

د ښاغلي ډاکټر شير زمان سيماب د شاعرۍ هنري ښکلا او ادبي  رنګونه 

ښاغلی ډاکټر شير زمان سيماب  د پښتو ژبې يو منلی او پېژندل شوی شاعر او ليکوال دی چې د شعر او ادب مينه وال ېې له نوم او فن سره له اوږدې مودې راهيسې اشنا دي او د يو ښه او خوږ ژبي شاعر په توګه د ډېرو پښتنو په زړونو کې ځای لري۰
ښاغلی سيماب چې کله قلم ته لاس کړی نو د خپلې خاوري او پښتون ولس د ژوند ويرجن او تاوجن حالات او تراژېدۍ ېې سترګو سترګو ته شوي او هغه ېې دې ته اړ کړی چې له هرڅه نه زيات په خپله وينا کې د ولس او وطن روانو غميزو او بدو ورځو ته ځای ورکړي او هغه له پامه ونه باسي۰
د ښاغلي سيماب شاعري د  وطن او ولس له مينې او له ملي او ټولنيزو دردونو راټوکېدلې او د خپلې پښتنې خاورې له غېږې ېې سرچينه نيولې، همدا لامل دی چې د ولس له غوښتنو او ارزوګانو سره برابره او د وخت او حالاتو موثره او رښتينې انځورګري پکې تر سترګو کېږي۰
نوموړی د خپل ولس او  د يوه رښتيني او ريالست ترجمان او انځورګر  په توګه هغه څه د خپلې شاعرۍ په لمن کې رانغښتي او ژبه او رنګونه ېې ورکړي چې د خپلو خلکو او قام د ژوند  له بېلابېلو برخو سره اړخ لګوي او د شعريت او موسقيت ترڅنګ يو بهترين او روښانه پيغام او هدف پکې ځای شوی او له ولس سره پکې د ولس په ژبه د ولس خبرې شوې دي۰
د ډاکټر سيماب په اکثره غزلونو کې چې نوموړي پکې د خپلو پښتنو او پښتون ټاټوبي  د ژوند ناخوالې او غملړلي ويرجن حالات په ګوته کړي او يا ېې د عشق او مينې، ښکلا او رنګونو، پرتم او اتلوليو، رزم او بزم  او له ژوند سره په تړلو نورو برخو   کې خپل قلم چلولی د تغزل او تخيل پوره خيال ساتلی او هڅه ېې کړې چې خپلې خبرې او پيغام په ډېر ماهرانه او هنري انداز د خپل فن په ځولۍ کې راونغاړي تر څو شعري ښکلا ېې زيانمنه نه شي او کلام ېې د شعر په ځای د شعار ځای خپل نه کړي۰
د سيماب صاحب په شاعرۍ  د خوشال خان خټک، عبدالرحمن مومند، حميد ماشوخيل، کاظم خان شيدا او امير حمزه شينواري د ادبی مکتبونو د فکر او سبک سيوری تر يو څه حده غوړېدلی ښکاري او دې ښاغلي لکه د سيمې د نورو شاعرانو د خپلو پخوانيو پښتنو مشرانو او اسلافو  پر کلاسيکو لارو د تګ، خوځښت  او مزل هڅه کړې خو ددې تر څنګ ېې د نوښت او ابتکار لارې هم نه دي پرېښي او د نوو تجربو او لاسته راوړنو لپاره ېې هلې ځلې جاری ساتلي دي۰
ښاغلي سيماب په خپله شاعرۍ کې له فن او مقصد دواړو سره له پوره انصاف نه کار اخيستی او کوښښ ېې کړی چې هره وينا ېې پخه، معياري او له فني  غوښتنو او اصولو سره برابره وي او د مقصد او مضمون برخه ېې هم درنه او کوټلې وي۰ همدا لامل دی چې نوموړی تل په دې بريالی او برلاسی شوی چې د فن په تول پوره شاعري وکړي او په وينا کې ېې د شعريت او مقصد دواړه برخې غښتلې او  پياوړې اوسي۰
ډاکټر سيماب د خپل پاخه استعداد پر بنسټ په خپل شاعرانه سفر کې د تحقيقاتو او تخليقاتو (څېړنو او نوښتونو) لمن ټينګه کړې او د معاصرو ادبياتو له مطالعې څخه په ګټه اخيستلو ېې د ښه، کره او معياري شعر ګلاليو اهدافو او منزلونو ته د رسېدو خپل ادبي مزل ېې ګړندی او جاري ساتلی دی او د پرمختګ پړاوونه وهي۰
له سيماب سره تل د شعر ښاپېرۍ ملګرې او د سيوری په شان مل وي او کله چې پرې امد راځي نو هماغه شېبه قلم را اخلي او خپلو خيالونو او عواطفو ته ژبه او سندريز رنګونه ورکوي او د ادب رنګينو پاڼو ته ېې سپاري۰
مونږ ځای ځای د سيماب صاحب په بېلابېلو ويناوو او نظمونو کې ادبي شوخي، رنګين احساسات، نازکخيالي او خواره واره کنايات، انتقادات او استعارات  ليدلای او لوستلای شوچې د نوموړي شاعري ېې لاپسې خوږه، پخه او زړه ميشتې کړې او د لوستونکو د خوښې وړ ېې ګرځولې ده۰
ډاکټر سيماب تل د خپل شعر لپاره ښه  او غوښنه موضوع غوره کړې او د چا خبره بې ګودره پر درياب نه دی ورګډ شوی ځکه نوموړی په دې پوهېږي چې که د شعر چوکاټ او الفاظ هر څومره ښکلي، رنګين او زړه راښکونکي وي او موضوع پکې تته، کم رنګه او کمزورې وي نو ورته ښه او معياري شعر نه ويل کېږياو نه پرې د لوستونکو ادبي تنده ماتېدای شي۰ ښه او کره شعر بايد د نورو فني او هنري ښکلاوو سره سره  د مضمون او موضوع له پلوه هم قوي وي او تر څنګ ېې د ښه  مقصد او هدف د ټاکلو خيال هم ساتل شوی وي۰
سيماب صاحب په خپله شاعرۍ کې د حالاتو او روانو پېښو عکاسي او انځورګري په ډېره استادۍ، ځيرکتيا او ماهرانه انداز  کړې او د خپلې ټولنې تجزيه او تفسير  ېې په ډېر لوړ ملي فکر او او ژور او ښکلي روماني ډول د خپل قلم په ژبه بيان کړي دی۰
د ښاغلي سيماب په شاعرۍ کې د مينې او الفت پاکې او سپېڅلې جذبې او همدغه راز  د سياسی او اجتماعي چارو او کړو وړو رښتينې او عيني تصويرونه او انځورونه لکه د رڼو ستورو جلوې کوي او په ځليدو او خوريدو ښکاري۰
سيماب د خپل چاپېريال ناخوالو او بې انصافيو  ته ښه په نره او زغرده ګوته نيولې او د وخت زمامدارانو ته ېې پرته له کوم ډار او وېرې د حق خبره ښه ښکاره او په سپين ميدان کړې ده او او د ولس پام ېې ورته وراړولی دی۰
ډاکټر صاحب  په لسګونو علمي، تاريخي او ادبي کتابونه ليکلي چې تر دې دمه ېې  له څوارلسو زيات اثار چاپ او  د پښتو غېږې ته سپارلي دي  چې په رښتيا هم دا يو ستر او نه هيرېدونکی خدمت دي چې نوموړي خپلې 
ژبي او ادب ته کړی دی۰ 
ښاغلی سيماب د پېښور پوهنتون له پښتو څانګې ايم ای ګولډ ميډل هم تر لاسه کړی چې د پوره وياړ او اعزاز خبره ده او دده د لوړ علمي شخصيت ښکارندوي ده۰
ډاکتر صاحب يو خوږ، خواخوږی او مينه ناک انسان دی چې د ژوند ډېره برخه ېې د نورو مرستې او ملاتړ ته ځانګړې کړي او له کلي کور او يارانو او دوستانو سره ېې راشه درشه او ميلمه پالنه په پښتنی خټه کې اښکل شوي ده۰
ډاکتر صاحب او د هغه علمي او ادبي شخصيت په ډېرو ستايلو او ځلولو ارزي او پکار ده چې په ژوند د خپلو وياړلو پوهانو او نومياليو فرهنګي شخصيتونو قدر او درناوی وکړو ځکه چې پس له مرګه به بيا بز به پای خود ګوسفند به پای خود وی او د قبرونو پر تورو خاورو به ېې اوښکې تويول بې ګټې او بې وخته وي۰
ملګرو زړه به د هغه انسان له کاڼي جوړ وي
چې کوم انسان د بل انسان په قدر نه پوهېږي
او بيا به له قبر نه داسې غږ راځي چې
چې په ژوند دې هيڅ زما قدر ونه کړ
تورو خاورو ته مې مه تويوه اوښکې
نور نو تاسو درانه لوستونکي به د قدرمن سيماب صاحب شعرونه او نظمونه پخپله ولولئ او زه باور لرم چې ضرور به ېې خوښ کړئ ځکه نوموړي دا هرڅه د زړه له درده ليکلي او د خپلې خاورې او ولس غمونو او د ژوند سړو تودو او لوړو ژورته ېې په خپله شاعرۍ کې ځای ورکړی دی۰
راځئ چې په ګډه د دغه نوښتګر او انځورګر شاعر له پښتون زړه څخه راوتلې خواږه غږونه او پيغامونه  او  سندريزی نغمي په مينه مينه واورو او خوند ترې واخلو.۰
زه د ښاغلي سيماب د لا برياوو او خوښيو په هيله خپل ليک نه د پای تکی ږدم او لاس په دعا يم چې ګران ډاکتر صاحب پښتو ژپې او ادب ته خپل خدمتونه او هڅې د تل په څېر تندې او ګړندۍ وساتي تر څو زمونږ خوږه مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو پرمختلليو ژبو سياله شي  او لکه د نورو ژبو د ولسونو د   ژبو او ادبياتو په اسمان کې لا پسې وځلېږي۰
په ستر او مهربان رب مو سپارم
امان الله نصرت
۱۷/۵/۲۰۱۹
پېښور

د ښاغلي ډاکټر سيماب  يو څو خواږه او په  زړه پورې  شعرونه

غزل
زما د مينې د ارمان په قدر نه پوهېږي
 ظالم سماج مې د جانان په قدر نه پوهېږي
 د ژوندانه د حادثو په غېږ کې تراړې شونډې
 د وخت شمکور ستانه قربان په قدر نه پوهېږي
 د اېشيا د مرۍ غرے دے خو څه اوکړمه
 ټوله نړۍ مې د افغان په قدر نه پوهېږي
 سنګارېده چې پکې ناوي د تهذيب ثقافت
 اوس پښتانه د روهستان په قدر نه پوهېږي
 په دې تارونو کې پرته ده فلسفه د ژوندون
 د ژوند قاتل مې د ګرېوان په قدر نه پوهېږي


غزل
چې دې نه منل زړګيــــــه تـــا وفـــا غوښته د چـــانه
 ســـر ببره لېونيـــــه تـــا وفـــــا غوښتـــــه د چــــانه
 داحساس په سره مېره کښې دخلوص رمې ته کښېنه
 د ارمان ستــړي شپونکيـــــه تــــا وفا غوښتـه د چانه
 تا ئې لاس په لاس غوښتلو په لستوڼي دې پام نه وو
 خپل ئې نه شولې پرديــــه تا وفـا غوښتـــــــه د چانه
 هغه نــاوې د ارمان دې د غـــــرض ډولۍ کښې ناسته
 د اخلاص غريب زلميـــــه تا وفـــــا غوښته د چـــا نه
 د ژوندون په تود مجـمر کښې ورته ته لوګی کېــــــــدلې
 يه احساسه سپېلنيـــــــه تــــا وفــــــا غوښته د چانه
 په سجدو شوې ورته ستـــړے عــبادت دې اوبو يوړو
 ماتوومـــه دې تنديه تــــــا وفــــــا غوښته د چــــا نه
 په دې چم کښې چې سيمابه د جفا د سيلـــو زور دی
 يه ســاده ســاده ســـړيه تـــا وفـــا غوښته د چــــا نه

غزل
هغه تصوير مې دی د پت او د پښتو د تړون
څوک وايي دا چې د وفا په ژبه نه پوهېږي
د غلامۍ تورو تيارو کې شول وراسته ذهنونه
ځکه تر اوسه د رڼا په ژبه نه پوهېږي
د خپلو زړونو د زخمونو علاج څه پېژني
څوک چې د ژوند د مسيحا په ژبه نه پوهېږي
چې ارمانونه ورته لوی شي د ژوندون په درشل
څنګ به د زړونو د درزا په ژبه نه پوهېږي
د بغاوت د دروند ګوزاره بله لاره نشته
د وخت بادار نور د حيا په ژبه نه پوهېږي
ته د لفظونو د معنو په سمندر کې ډوب ېې
هغه ساده سيمابه ستا په ژبه نه پوهېږي

د داکټرشېرزمان سيماب صاحب چاپ اثار
۱ - د دار په سر  ،شاعري 
۲ - سهرې. تاليف
۳ – زما د شوق لیونتوب   (ازاد نظمونه )
۴ – له پېښوره تر سپين غره ( راپورتاژ )
۵ - د باچاخان نثرنګاری د پوهانو په نظرکښې.( تحقيق )
 ( د پی ايچ ډي مقاله ) ۶ - د باچاخان د نثرليکونو تحقيقي او تنقیدي مطالعه 
۷ – د پروفېسر محمدنوازطائريوه مطالعه . تحقيق او تنقيد
۸ - د مهورې په لمن کښې. ( رپورتاژ )
۹ - محمدرسول الله. ( نعتونه )
۱۰ - غزل غزل ماښام.تالیف
۱۱ – اميل ( افسانې )
۱۲ – بريد د کربلا  ( نظمونه)
۱۳ - په ملاکنډ کښې د پښتو غزل ارتقاء ( د ایم فل مقاله )
۱۴ - د سوات تاريخی جغرافيائي او ثقافتی اهمیت.تحقيق

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5429