ثمينه قادر د ښکلا او رنګونو شاعره

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

ثمينه قادر د ښکلا او رنګونو شاعره

زمونږ پښتنه خور ثمينه قادر د پښتونخوا د سوات د ښکلی او رنګينی سيمې اوسېدونکې ده چې له ډېره وخته د پښتو او اردو ژبي د شاعرۍ  ميدان ته راوتلی اوشعرونه ېې له خواږه احساس ، ژور فکر او د وطنپالنې له عالی جذبو نه ډک دی۰ اغلی ثمينه خوږه شاعری کوی او شعرونه ېې په تول پوره او په ادبی او هنري ښکلاوو او رنګونو ښکلي  دی۰
ثمينه قادر په خټه يوسفزۍ افغانه،  د شاه بخت لور او د شيرين باچل لمسۍ ده چې په ۱۹۶۴ کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د سوات په منګوره  کې زېږېدلې ده۰
زده کړه ېې په يونيورسټي ماډل سکول کې  تر څوارلسم ټولګي  بشپړه کړې او د پېښور په ريډيو کې ېې ۲۷ کاله دنده تر سره کړې ده او د خپل ولس او ژبې خدمت ېې کړی دی۰  د سپېڅلې جذبې په نوم ېې د شعرونو يوه ټولګه چاپ شوې او  په  بېلابېلو ادبي تنظيمونو کې ېې په مختلفو عهدو د ادب لپاره کار  کړی او اوسمهال د کاروان حوا د ادبې ټولنې اجرايوي غړې ده
ميرمن قادر په خپله شاعرۍ کې د خپل قام او ولس غمونه ژړېدلې او له خپلې پښتنې خاورې سره ېې د ژورې او تودې مينې اظهار په خوږ او رنګينو الفاظو کړی چې د نوموړې وينا ېې درنه او اغېزناکه کړې ده۰
ثمينه قادر د سوات د رنګينيو او ښايستونو د سيمي په غېږ کې پيدا او لويه شوې ده همدا لامل دی چې په شاعرۍ کې ېې د خپل چاپېريال د حسن او رنګونو ژوندي او ځلېدونکي رنګونه او څرکونه سترګو سترګو ته کېږي او د نوموړې شاعري ېې لاپسې ښکلې او زړه ناستې کړې ده۰
د اغلې ثمينې په شاعرۍ کې ملی احساس، د قام پالنې افکار، ديني او اخلاقي نظريات او د انسان دوستۍ ټولنيزې جذبې روښانه او جوتې ښکاري او دده قلم په همدغو موضوعاتو ډېر څرخېدلی دی۰
ثمينه قادر د پښتنو په بده ورځ او د ژوند په دردناکو او غمناکو حالاتو درديږي او دا ټولې بېښې او حالات خپل قلم ته سپا‎ري، انځوروي ېې ژبه ورکوي او زمونږ مخې ته ېې ږدي۰
ثمينه قادر مهربان او له انساني مينې ډک زړه لري همدا وجه ده چې تل ېې د حق او انصاف غږ اوچت کړی او د هر ډول ظلمونو، بې عدالتيو او ناروا چارو مخالفت ېې ښه ښکاره او په ډاګه کړی دی۰
اغلې ثمينه د پښتو ادب يوه ځلانده او روښانه ډېوه ده چې د پښتونخوا لارې او کوڅې ېې د شعر په زرينو وړانګو روښانه کړي او د فن رڼا ېې د لر اوبر کلو او سردرو ته غزونې کړي او د پښتنو جونګړو ته ورننوتې ده۰
ميرمن ثمينې هڅه کړې چې په خپله شاعرۍ کې د خپلې پښتنې ټولنې د حالاتو او پېښو رښتينې او حقيقي عکاسي او انځورګرې وکړې او هغه د لوستونکو او دنياوالو مخې ته کېږدي۰
د نوموړې په زړه کې د خپل قام او وطن سرشاره مينه په څپو او غورځنګونو ده همدا لامل دی چې په شاعرۍ ېې ولسي او ملي رنګونه غالب دی او په خپل هر دوهم يا دريم شعر کې ېې د خپل ولس او خاورې د واقعاتو او د ژوند د بېلابېلو اړخونو ذکر او يادونه ضرور کړې ده۰
ثمينې بي بي په خپله شاعرۍ کې د عشق او مينې خبرې هم کړي او د زړه دردونه ېې په ښکلي شاعرانه انداز انځور کړي او له مونږ سره شريک کړي دي نوموړې وايي
کلکه می پختو ځکه نيولې دہ
 مينه می مرام ته رسېدلې دہ
 يار خو د رقيب سرہ ملګری شو
 ملا چې ېې په يړ راته تړلې دہ
 مه کوہ منګولې به دې مروړې  بيا
 نن خو دے د کبر لار نيولې دہ
 ورشه ای ناصحه لګ ېې پوهه  کړہ
 خکاری د غماز ېې بيا منلې دہ
 را به شی اخير په دې لار را به شی
 ما د مينې لار ورته څارلې دہ

او په يوه بل غزل کې وايي

 د چاپهہ غم کې زړہ چې می د ھجر پر اور سوځي
 نن خدايګو که هغه  زما د زرہ پرسان کوی
 ګېله به د چا څه کړم دا قصور زما د زړہ دے
 ھر چا ته چې پخپله ستا د عشق بيان کوی

ثمينه قادر د نازو انا او ملالې په څير يوه درنه، وطنپاله او د ملي احساس خاونده ده او تل ېې  د خپل وطن او ولس درد خپل درد ګڼلی او پرې دردېدلي ده همدا وجه ده چې ځان  ېې د کور د څلورو دېوالونو په انحصار کې نه دی ساتلی بلکه د خپل پښتانه پت ، ننګ او عزت د ساتنې په دايره کې دننه ېې د خپل قام خدمت ته رادنګلي او د خپلې ژبې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره ېې خپل قلم ښه په ميړانه او همت چلولی او د خپل ولس او قام اغيزمنه او د پام وړ ترجماني ېې کړې ده۰
عشقه د سپرلو د کورہ داسې دې ويستلې يم
 زہ دې پاڼه پاڼه د خزان هسې نوستلې يم
خپو کے می بېړۍ د پښتو سر کے می نشه د عشق
 ما پختو پاللې ځکه عشق ته رسېدلې يم

د ثمينه قادر په ويناوو کې ديني، اخلاقي او عرفاني رنګونه هم جوت او د لوستوکو پام ځان ته را اړوي
او نوموړې په دې ميدان کې هم د خپل فن اس ځغلولی او د شاعرۍ دا برخه ېې  ګرمه او توده ساتلې ده اغلې قادر وايي:
هغه کيف هغه مستي راته عطا که
کومه مينه چې له ګل سره بورا که
تصور مې د جانان خمار خمار کړي
په وصال کې چې به څه کانې په ما که

که ميرمن قادر د شعر او ادب په ميدان کې خپلې هلې ځلې او هڅې همداسې جاري وساتي زه یاور لرم او په يقين سره ويلای شم چې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې به ولري او شاعري به ېې  پخه، کره او معياري شي او د خلکو زړونو ته به لارې ومومي۰
هسې خو په عام ډول د پښتنو په سنتي ټولنه کې د ښځو د پرمختګ او نوښتونو په لار کې ډېرې ننګونې، دېوالونه او خنډونه موجود دي خو ثمينې بي بي خپل همت او شهامت له لاسه نه دی ورکړی، د حالاتو او ناخوالو سره ېې ښه په نره مقابله کړې او د دودونو او بندېزونو له حصاره راوتې او د علم او ادب له نوراني کاروان سره ملګرې شوې ده۰
ثمينه قادر په رښتيا هم د قدر او درناوۍ وړ ده ځکه هغې له خپلو پښتنو ورونو سره خوا په خوا د خپلې مورنۍ ژبې او ادب خدمت ته ملا تړلې او په دې لاره کې ېې خورا ارزښتمن کارونه او خدمتونه کړي دي چې ددې اغلې نوم به تل ژوندی او د تاريخ په پاڼو کې خوندي ساتي او راتلونکی نسل به پرې وياړي۰
د ميرمن قادر شاعري له يوې نه بلې ورځې ته ښه کېږي او د پوخوالي په درشل کې قدمونه ږدي، که مونږ د نوموړې د فن په وړو وړو کمزوريو او خاميو سترګې پټې کړو او د نقد په تله ېې ونه تلو نو د نوموړې کار او زياراو ادبي هلې ځلې او فعاليتونه په رښتيا هم د ستايلو وړ دی او سترګې ترې نه شي پټېدای۰
که د اغلی ثمينې بی بی شعر و شاعری هر څومره وٌځلول شي بيا هم کمه ده او مونږ ېې د ستاينې او مننې حق نه شو ادا کولی ښه به دا وي چې پرېکړه او قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدو چې د نوموړې شعرونه څومره خواږه ، کره او له رنګونو او خوندونو ډک دی او تاسو پرې څه ډول قضاوت کوۍ۰ نو راځۍ چې په شريکه ېې يو ښکلی غزل ولولو او خپله ادبي تنده پرې ماته کړو 

د محترمې ثمينه قادر د اشعارو ځو بيلګې

غزل
زہ د يار سترګو تالاب کے يم غرقاب خوښ
لکه څرنګه ماهی چې  وی په آب خوښ
ستا د مخ جلوه می خوب کې و ليدلے
ځکه اوس د بيدارۍ نه يم په خواب خوښ
که د ګل نه ګير چاپېر د غنو شپول وی
د بلبل غوندے زخمی زه په ګلاب خوښ
محبت کې که ھر څو په غم اخته يم
ستا په عشق کے دردېدلی په عذاب خوښ
ای ساقی که ستا د جام نه بېنوا شم
بيا د ميني ميکدہ کې بې شراب خوښ
خطيبان او زہ د يو بل متضاد يو
دوی خلوت او زہ جلوت کې په رباب خوښ
زہ په طمع د وفا د خپل جانان يم 
دوی په طمع دی د حورو د شباب خوښ
څوک د عشق د اباسين په لارہ نه ځی
يم خوشاله د د ې عشق په غرق درياب خوښ
چې تر اوسه لا د مينې په لټون يم 
تورہ شپه په نندارہ يم د مهتاب خوښ

ھر څو که زړۂ ترې ژغوروومه خو لمبہ کې اوسی
چا چې بربادہ کړم هم ھاغه مې پہ زړۂ کې اوسی
دې رابښلی پرھرونو له خوله سنګ اوګنډم
بې رحمه یار خپلہ مانڼۍ کې په مزہ کې ووسی
نور مې د صبر امتحان مه اخله بیرته راشه
ستا انتظار کې به دې مور تر کومې ورۂ کې اوسی
ما خو تر دې دمه منګول دہ ستا په سر نیولی
خیر که می ژوبل ژوبل ژوند په تنارۂ کې اوسی
د وجود خار کښې مې زړګی داسې په ګټ کې پټ دی
لکه غریب بچے راټون‌‌‌‌‌‌ډ چی په ساړۂ کے اوسی
داسې یو بل ته مخا مخ دواړه خاموشه ناست یو
چُپه چُپیا لکه چی مړی ھدیرہ کې اوسی

غزل
کلکه می پختو ځکه نيولې دہ
 مينه می مرام ته رسېدلې دہ
 يار خو د رقيب سرہ ملګری شو
 ملا چې ېې په يړ راته تړلې دہ
 مه کوہ منګولې به دې مروړې  بيا
 نن خو دے د کبر لار نيولې دہ
 ورشه ای ناصحه لګ ېې پوهه  کړہ
 خکاری د غماز ېې بيا منلې دہ
 را به شی اخير په دې لار را به شی
 ما د مينې لار ورته څارلې دہ

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5118