نوماند شاعر او منلی ليکوال

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

د پښتو نوماند شاعر او منلی ليکوال ښاغلی ډاکټر مغموم

چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي د شمار دي

پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم هغه درنه علمی او ادبی سټه ده چی د پښتو ژبی او ادب لپاره ېې خدمتونه تلپاتې، بې ساري او د ډير ارزښت او قدر وړ دي۰ 
ښاغلی مغموم د درانه شخصيت او مهربانه زړه خاوند دی او په ټولنه کی ورته ټول د احترام او عزت په سترګو ګوری او د زړه له تله ېې احترام او  درناوی کوي۰
مغموم صيب  په خټه خټک افغان دی او  د ۱۹۵۳ کال د سپټمبر د مياشتې په څلرويشتمه د نوښار د ضلعې د چراټ روډ د ډاګ اسمعيل خېلو په کلي کې زېږېدلی او اوس د پېښور په حيات اباد کې ژوند کوي۰
نوموړی د شعر دنيا ته هغه وخت قدم کېښود چې په کالج  ېې زده کړه کوله او له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۳ کال پورې به دده او د مرحوم ډاکټر راج ولي شاه خټک  شعرونه د شهباز په اخبار کې چاپېدل او په دې ډول به دوی خپله ادبي سرګرمي جاري ساتله۰  وروسته بيا په ۱۹۷۵ کال مغموم صيب خپله مخه له شعر او شاعرۍ نه نثر ته واړوله او  زيات وخت ېې نثري ليکنو او څېړنيزو موضوعاتو ته ورکړ،  چې په دې ميدان کې ېې ډېر ګټور علمي او ادبي اثار وکښل او په خپل دې کار او زيار سره ېې د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت پور ادا کړ خو د نثر ترڅنګ به  کله کله هم د شعر په رنګينو ټالونو ځنګېده او دا لړۍ ېې له نثر ليکنې سره جوخته جاري او روانه وساتله۰
د ښاغلي مغموم شعر او نثر دواړه د پښتو ژبې او ادب لپاره ارزښتمنه او بې سارې شتمني ده چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ېې د کتابونو په بڼه د پښتو ځولۍ ته ډالۍ کړي دي۰
د ښاغلي مغموم لومړنۍ شعري ټولګه په دې نږدې ورځو کې  د ( بل اواز ) په نوم د منګل کتاب کور له خوا په ښکلي صحافت چاپ او د ادب د مينه والو د لوستلو لپاره بازار ته راووتله۰
د شعرونو دا ارزښتمن او ګټور کتاب په رښتيا هم چې د پښتو ادب د بډاينې او پرمختګ لپاره خورا قيمتي او مفيد اثر دی او ښاغلی مغموم پکې د خپل نيمه خوا او مړژواندي ولس او پښتنې خاوري دردونکي او بوګنونکي حالات په پوره مهارت او لوړ شاعرانه انداز انځور کړي او  د ژوند بېلابېلې پېښې او اړخونه ېې   د قلم ژبې ته سپارلي او د هنر په ګاڼه پسوللي  دي۰
د ښاغلي مغموم په رنګينه شاعرۍ کې د ولس د دردونو او د وطن د روانو ناخوالو او بدو ورځو د بيانولو تر څنګ د  عشق او مينې  تارونه هم چيړل شوي او د رومانيت زړه راښکونکې رنګونه پکې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰
د مغموم په شاعرۍ کې د ښه مضمون او ګټورو موضوعاتو له غوراوي سره جوخت د خوږ احساس، نازکو خيالونو او رنګينو فکرونو يو ښکلی او زړه راښکونکی تصوير هم تر سترګو کېږي چې د نوموړي شاعرۍ ته ېې ځانګړتيا او انفراديت وربښلی دی۰ 
مغموم صاحب د لوړاستعداد او ژور فکر خاوند  دی  ملي اند او نظر لري او دخپل هېواد او ژبې مېنه ېې په هره وينا او ليکنو کې له ورايه څرګندېږي او ځلا کوي۰
له خپلې پښتنې خاورې او پښتون ولس سره د سپېڅلې مينې او نه ماتېدونکي تړون تاندې جذبې ېې د وجود په رګونو کې په څپو او غورځنګونو دي او تل د خپلو خلکو په درد دردمن او غمجن ښکاري۰
نوموړي په پوره اخلاص د پښتو ادب د خدمت لپاره خپل قلم را اخيستی او شپه او ورځ زيار باسي  چې د پښتو ژپې په علمي کولو او بډاينه کې فعال رول ولوبوي او په دې لار کې بنسټيز او نه ستړي کېدونکې ګامونه واخلي   تر څو دا ژبه د نړۍ د نورو پرمختلليو ژبو سياله او له مړينې او لمنځه تللو وژغورل شي۰
د پښتو پرمختګ او پياوړتيا ددې ژبې د پوهانو او اديبانو له کار او زيار او پرله پسې هلو ځلو سره تړلې چې لکه د ډاکټر مغموم په څير ټول  د علم او قلم خاوندان يو بل ته سره لاسونه ورکړي او د خپلې ژبې د ملی کولو او علمي کولو لپاره خپل ټول مادي او معنوي امکانات په کار واچوي او د پرمختګ ، پراختيا او غښتلتيا ټولې ممکنې لارې ېې ولټوي۰
د همدغه سپېڅلې موخې لپاره د ښاغلي مغموم هاند او ستړياوې ، منډې او ترړې او کوښښونه او زحمتونه د ډېر ارزښت او قدر وړ دی او د څو لسيزو راهيسې  دغه ملتپال  او په خپله خاوره مين انسان لګيا دی خپلې مورنۍ ژبې ته د خپلو وينو سره ورکوي او د خدمتونو دا لړۍ ېې ادامه لري او پسې غزېږي۰
د ښاغلي مغموم صاحب شعري تخيل ډېر لوړ او شاعرانه احساس خورا ژور او پياوړی دی همدا لامل دی چې دده وينا ېې پخه او اغېزمنه کړې او دده شاعرۍ ته ېې يو ځانګړی ښايست او رنګينې وربښلې ده۰
لکه چې مخکې وويل شول تر اوسه د ښاغلي مغموم صيب د نثر ديارلس علمي، ادبي او تاريخي کتابونه چاپ شوي او لږه موده مخکې ېې د ( بل اواز ) په نوم شعري ټولګه هم د چاپ په ګاڼه ښکلې او د شعر او ادب د     مينه والو لاسونو ته ورسېدله۰
مغموم صيب د شاعرۍ په هر صنف کې خپله طبع ازمايلې او په پښتو نظم او نثر کې لوی لاس او لوړ ادبي ځای لري۰
د ډاکټر مغموم په شاعرۍ او ليکنو    د لېوني  او روماني شاعر غنی خان، د پښتون غزل د بابا حمزه شينواري او مرحوم قلندر مومند د فکر او فن  پلوشې غوړېدلې ښکاري او ډاکټر صيب د يادو مشرانو له شاعرانه او عالمانه جمال او کمال نه متاثر برېښي او په خپلو ليکنو کې ېې څو څو ځايه ددې خبرې اعتراف پخپله هم کړی دی۰
د ښاغلی مغموم شاعري خوږه، پخه او په فني تول پوره ده او څه ېې چې ليکلي د زړه له درده ېې ليکلي او د خپلو دردونو تر څنګ ېې د خپل قام او ولس دردونه او حالات هم پکې په پوره مهارت انځور کړي او د لوستونکو مخې ته ايښي دي۰
ښاغلی مغموم د خپلې خاورې او ولس د ژوند ناخوالې او مړژواندي حالات په خپل يو خوندور او ښکلي غزل کې ډېر ښکلي انځور کړي او وايي
رانه ستا زلفې رانه تاو دي د جهان غمونه
تاته مې نه پرېږدي جانانه د دوران غمونه
زه د مظلومو انسانانو په درد نه پوهېدم
ما وو په ژوند پورې تړلي د جانان غمونه
اوس هم هر ښکلي مخ ته ګورمه په وېره وېره
بيا مې له ځان سره وانخلي د رومان غمونه
د بلبل وير، د زاغ ستم او زړه چاودون د غوټۍ
ما په څو رنګه ژړوي د ګلستان غمونه
مونږ پښتانه يو په دردونو د يو بل دردېږو
مونږ ه مدام ګڼلي خپل دي د افغان غمونه
اوس رسېدلی يم د بل انسان د درد په معنی
ما اوس هير کړي دي مغمومه د خپل ځان غمونه

او په يوه بل شعر کې د حالاتو د تراژېديو او د پښتنو د ځانځانۍ او بی اتفاقۍ انځور داسې زمونږ مخې ته ږدي چې وايي:
د پښتون د وينو رنګ پکې ځلېږي
د جديد تهذيب په نوو تقاضو کې
د خوشال ارمان تر ننه پوره نه شو
نن ېې هم نشته اتفاق په پښتنو کې

  يو بل ځای  د خپل چاپېريال د  پيکه پيکه ژوند تصوير په رنګينو الفاظو کې داسې کاږي
کلي کې چرته ګودر پاتې نه شه
خوند د زېړي مازيګر پاتې نه شه
لږه دمه کومه ستا زلفو کې
ستړی يم توان د سفر پاتې نه شه
نه قلندر او نه حمزه شته پکې
اوس هغه زوړ پېښور پاتې نه شه
د ورک کاروان پته له چانه واخلم
مغمومه چرته رهبر پاتې نه شه
د وطن او پښتنې خاورې سره د پاکې  مينې  او قلبي تړون اظهار په لاندې ټکو کې کوي
مونږ پښتانه يو خپلې خاورې سره مينه لرو
د ډهلي تخت قربانوو خو پېښور اخلو
چې زمونږ ورځو ته ړندېږي په مونږ شپې راولي
مونږ به له داسې حاسدانو نه سحر اخلو
په ژبه حال ويل د مينې ده ادنا درجه
مونږ په لېمو کې د يو بل د حال خبر اخلو

ښاغلی مغموم د ملی او ټولنيزو موضوعاتو تر څنګ د عشق او مينې په درياب کې هم غوټې خوړلي او لکه دده د نورې شاعرۍ روماني او عشقي شاعري ېې هم خورا خوندوره او زړه ناستې ده :
د ستا نخرې ناز او ادا ېې حوصلې ماتوي
دا مينان چې په قدم قدم توبې ماتوي
د مين زړه کې بې د ښکلي له تصويره څه دي
ښکلي ناپوهه دي چې داسې ائينې ماتوي

او بيا مخکې وايي
ښکلي د وخت د تقاضو هډو پروا نه کوي
په نه خبره د عمرونو يارانې ماتوي
ما وی له ستړي ژونده ستا زلفو کې ځان پټوم
خو غشي غشي برنډ باڼه دې ارادې ماتوي
څوک له رڼا نه اخلي خوند څوک له تيارو مغمومه
ځکه توبې څوک په سحر څوک ېې په شپې ماتوي

د ښاغلي مغموم شاعري د شعر د فني ښايستونو او هنري ښکلا تر څنګ د مضمون او معنا په لحاظ هم په تول پوره او کره ده او نوموړی پکې ښه په برياليتوب خپلې موخي ته رسېدلی او د خپلو خيالاتو او نظرياتو څرګندونه ېې کړې ده۰
مغموم صيب پرغزليزې شاعرۍ سربېره د نظم او ازاد شعر په برخه کې هم زيات شمير شعرونه ليکلي چې ډېر ښکلي سندريز تخيل او خوږ او رنګين احساس  ېې پکې قلم ته سپارلی او د لوستونکو د خوښې او پاملرنې وړ ګرځېدلی دی۰
پښتو ژبې او ادب ته د قدرمن مغموم صيب خدمتونه تلپاتې، خورا ګټور او ارزښتناک دي او د ادب د ودې لپاره ېې د شاعرۍ ترڅنګ د تحقيق او تنقيد ميدانونه هم تاوده او ګرم ساتلي دي او په دې لار کې ېې خورا ګټور او 
علمي او عملي ګامونه اخيستي دي ، که د ښاغلي مغموم ستړياوي ، هلې ځلې او لاسته راوړنې هر څومره وستايل شي او وځلول شي بيا به هم کمه وي او د نوموړي د کار او زيار حق پرې نه شو ادا کولای۰
له ستر رب څخه د پښتو ژبې ددغه  ستر خدمتګار او ځلاند ستوري د لا ځلېدو په هيله خپلې خبرې بشپړوم او تاسو ټولو درنو او قدرمنو  لوستونکو او د شعر او ادب مينه والو ته له خوښيو، بريو او سرلوړيو ډک ژوند غواړم۰
الله مو مل او ساتونکی شه
په مينه او درنښت
امان الله نصرت
۲۴/۵/۲۰۱۹
پېښور 
د پروفيسر ډاکټر مغموم علمي او ادبي اثار
۱ - د يورپ ساينس دانان،  پښتو اکاډمي پېښور کال ۱۹۸۲
۲ – د خوشال فرهنګ لومړی ټوک ( کليات خوشال )  ۱۹۸۵،    انعام يافته اباسين ارټس کونسل پېښور
۳ - د ښايست د لار مسافر له انګرېزۍ نه ژباړه ، ۲۰۰۴ پېښور
۴-  دستار نامه ( د خوشال بابا) مقدمه، حاشيي او سمونه، ۲۰۰۵ پېښور
۵ – د خوشال فرهنګ دوهم جلد  ( دستار نامه) ۲۰۰۵،  انعام يافته اباسين ارټس کونسل پېښور
۶ – روښانيان او پښتو ادب ، پښتو اکاډمي پېښور ۲۰۰۵
۷ - د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري ۲۰۰۷ پېښور، انعام يافته پاکستان رايټر ګلډ پېښور او  اباسين ارټس کونسل پېښور
۸ – بچون کی لوک کهانيان پښتو اکاډمي پېښور  ۲۰۰۸
۹ – صوفيانه شاعري او د معاشرې اصلاح ۲۰۰۹ پېښور
۱۰ – روښانيان او پښتو ادب پښتو اکاډمي پېښور ۲۰۰۹
۱۱ – د ايس ايس تهار برن د کتاب
( Bannu or our Afghani Frontier)
د پښتو د متلونو او انګرېزۍ ترجمی برخه، تدوين، ترتيب، او سمونه،      ۲۰۱۴
۱۲ – د خوشال بابا کليات مقدمه، حاشېې، سمونه او فرهنګ يونيورسټي بک ايجنسي پېښور، ۲۰۱۶
۱۳ – باچا خان او د معاشرې اصلاح پېښور ۲۰۱۸
۱۴ – بل اواز (شعري ټولګه)  پېښور ۲۰۱۹
۱۵ - چاربيته- فن او تاريخ د چاپ په مرحله کې
۱۶ – غني خان يو روماني شاعر چاپ ته تيار

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5448