لمبه لمبه يادونه

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

لمبه لمبه يادونه

له هر څه نه مخکې له ګران حسين علي حسين نه نړۍ مننه کوم چې خپل نوی چاپ شوی کتاب  (لمبه لمبه يادونه)  ېې راواستولو او زه ېې د خپلې مينې او مننې پوروړی کړم۰
ما د ښاغلي حسين (لمبه لمبه يادونه) ولوستل او د مننې په پار مې وغوښتل چې د ښاغلي حسين په کتاب او فن يو څو کرښې تورې کړم او د نوموړي د شاعرۍ لنډ جاج واخلم۰
د کتاب مخپانه ښکلي ډيزاين شوې او د سوځېدلو يادونو  خيالي انځور ېې ښکلا د پاملرنې وړ ګرځولې او په لېدو ېې د لوستونکي سترګو ته د حسين د لمبه لمبه  يادونو اوښکې اوښکې  تصوير سترګو سترګو ته کېږي۰
د مخپاڼې پر څټ قدرمن ليکوال ښاغلي ګران خپل لنډ نظر څرګند کړی او د ښاغلي حسين شاعري ېې ستايلې ده نوموړی ليکي:
(ښاغلی حسين علي حسين ډير خوږ، مينه ناک او مخلص انسان دی په خپله خاوره ورک مين لېونی دی ۰۰۰۰۰ او بيا ليکي:  ښاغلی يو حساس او په قام مين انسان دی هغه دغه وينې وينې څړيکې څړيکې حالات برداشت کوی هم نه شو او د حالاتو په وړاندې بې بسه هم وو ښاغلي دا کولی شو چې د خپل زړه (اه) دې د قلم په ژبه قام ته وړاندې کړي او همداسې ېې وکړل شاعري ېې شروع کړه او داسې شاعري ېې وکړه چې ددې وطن ساندې ساندې انځور ېې ترې جوړ کړ، د حسين علي شاعري د خپل قام سره د بې کچې مينې ثبوت دی ښاغلي د خپل قام په درد لړلې شاعري کړې ده او په ډېره کمه موده کې ېې دا دويم کتاب دی چې د پښتو ژبې لمن ته ېې ډالۍ کوي زه د حسين علي فن ته د قدر په نظر ګورم او د لا مخ په وړاندې تلو په هيله ېې يم)
د کتاب په شاپاڼه د ځوان شاعر انځور تر سترګو کېږي او بيا د پښتو د نوموتي شاعر او څېړونکي ډاکټر سيماب صيب لنډ ليک د ادب د مينه والو نظر ځان ته راکاږي نوموړي ليکي:
(ښاغلی حسين علي حسين يو کلک قام پرست او په پښتو مين زلمی سياستمدار دی۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ د سياسي او سماجې هلوځلو سره د خپلې ژبې پښتود ودې او پرمختګ د پاره هم زغل کوي، د ښاغلي شاعري هم د خپل قام او وطن سره د مينې ښکاره انځورونه دي زه دا ګڼم چې د حسين ‎ صيب غوندې سياسي او سماجي خلک د ادبي ملګرو په ملاتړ ولاړ وي نو د ادب وده به يقيني وي د حسين صيب د پښتون قلم د پاره لاس په دعا يم چې د خپل قام او پښتو ژبې د پرمختګ د پاره مخ په وړاندې روان وي)۰

کله مې چې د کتاب پاڼې راواړولې نو لومړی ليک مې د ښاغلي ظاهر شاه ظاهر تر سترګو شو چې عنوان ېې وو  ( د حسين علي حسين صيب ذات او د هغه شاعري ) په دغه ليکنه کې ښاغلی ظاهر صيب د حسين علی حسين د شاعرۍ او فن په ځای د نوموړي په سياسي او ټولنيز شخصيت غږېدلی او د شاعر په سياسي سرګرميو او اجتماعي خدمتونو او هلوځلو ېې رڼا اچولې ده او د هغه د دوستۍ حق ېې ادا کړی دی ۰ 
همدغه راز په کتاب لعل بادشاه خيالي صيب هم ليکنه کړې  او د شاعر په فکر او فن ېې رڼا اچولې ده
ښاغلی خيالي ليکي
 د ښاغلي حسين شاعري لمبه لمبه يادونه په دې وجه د ساينې جوګه ده چې ښاغلي شاعر په خپله شاعرۍ کې هغه ټول موضوعات راوړي دي چې زمونږ په وړاندې دي، کوم چې مونږ په خپل ورځيني ژوند کې محسوسوو۰ ښاغلي شاعر دغم هر څه محسوس کړي دي بيا ېې قلم ته سپارلي دي او د خپلو لمبه لمبه يادونو په شکل کې ېې لوستونکيو ته وړاندې کړي دی۰
د ښاغلي حسين لمبه لمبه يادونه په حمد او دعا شروع شوې او نوموړي دا لرغونی دود ژوندی ساتلی خو له حمد نه وروسته د نعت رسول کمی پکې لوستونکو ته محسوسېږي۰
د حسين علی حسين په شاعرۍ کې د  هغو دردونو او ناخوالو انځورګري او عکاسي شوې چې په ولس تير شوي او لا روان دي او د پښتنې خاورې اوسېدونکي ېې په يرغمل نيولي دي۰
ښاغلی حسين د خپل بې وسه او کسه قام په بدو ورځو ښه په زوره زوره ژړېدلی او له سترګو ېې بې واره اوښکې څڅېدلې دي۰
 د حسين په شاعرۍ کې ملي فکر او نظر ښه روښانه تر سترګو کېږي او د هغې تر څنک سياسي رنګ او اثر پرې هم غوړېدلی ښکاري۰
ښاغلي حسين ځای ځای د خپلې ټولنې روانې پېښې او حالات د خپل فن په لمن کې رانغښتي او هغې ته ېې د شعر ژبه ورکړې او د خپل ولس په مخ کې ېې اېښې ده۰
په ( لمبه لمبه يادونه ) کې شاعر په خپله خاوره د خپل اختيار خبره کړې او د خپل قام د بيدارۍ او سياسي شعور د پياوړتيا نغمې ېې غږولې دي، نوموړی د پښتنو په يووالي او ملې وحدت هم زور راوړی او خپل ولس ېې هڅولی چې له بې ځايه تربګنيو او دښمنيو دې ځانونه وساتي او د يووالي او ورورولۍ رنګينه لار دې خپله کړې۰
په ټوليز ډول د ښاغلي حسين شاعري روانه، ساده او عام فهمه ده چې د پښتنې ټولنې د رواياتو او کلتوري ارزښتونو ستاينه او ځلونه پکې شوې او د پښتنو توره، مېړانه، اتلولي او هېوادپالنه پکې ياده شوې ده۰
د ښاغلي حسين په شاعرۍ کې ملي او حماسي شاعرۍ له رومان سره جوخته غاړه ورکړې او تر څنګ ېې ټولنيز او اخلاقي نظر هم پکې  جوت او روښانه ښکاري۰
د ښاغلي حسين د شعرونو څو بيلګې ستاسو مخې ته ږدم هيله ده چې خوښې مو شي
چې په زړه کې د ايمان شمع رڼا شي
د دنيا غمونه ټول ترينه په شا شي
ستا له حکمه چې باغي وي لويه خدايه
که بادشاه د زمانې وي خو رسوا شي

بل ځای کې پښتنو او پښتونخوا ته  وايي
پښتونه هر وخت خطا کېږي ولې
په خپل وطن کې داسې در په در شوې
پښتونخوا چا درته ازار کړی دی
چې د جنګونو او جګړو سنګر شوې
د خپل پښتون قام په بې اتفاقۍ او ځانځانې خوابدی ښکاري او د خپل ژور خفګان او مايوسۍ اظهار په لاندې بيتونو کې کوي په نيمه خوا انداز کې څه داسې کوي
کله په نار کله په دار ولاړ يو
تر څو به داسې خواروزار ولاړ يو
ځکه نصيب مو بدې ستونزې شولې
د بل په څنګ کې وار په وار ولاړ يو
او بيا وايي
ستاسو په ګلبڼ د ګلو کر کېږي
دلته کې د وينو اوبه خور کېږي
ستاسو ژوند په امن دی مزې مو دي
لوبه د پښتون عاجز په سر کېږي
په يو بل شعر کې پښتنو ته د بيدارۍ غږونه کوي او د غليمانو په بدو ارادو ېې پوهوي او وايي
د پښتنو په وينو څښلو نه مړېږي خلک
څنګ به له دغو شرمښانو نه خلاصېږي خلک
پښتونه پاڅېږه تپوس دې خپل پخبله وکړه
ستا په دردونو باندې خدايړو که دردېږي خلک
ښاغلي حسين په خپله شاعرۍ کې د عشق او مينې د رباب رنګين تارونه هم ترنګولي او د خپلو ځوانو جذبو او روماني خيالونو څرګندونه ېې په ډېر زړه تخنونکي انداز داسې کړي ده
ته چې په نرو شونډو موسکا وکړې
دا لکه چې ګل نه هسې غلا وکړې
دا انداز دې هم زړګي ته لار کوي
مخ چې رانه واړوې خندا وکړې

د ښاغلي حسين په يو نيم شعر کې يو لړ خامۍ او کمزورۍ هم تر سترګو کېږي چې د وخټ په تېرېدو به دا هرڅه ورو ورو اصلاح او د لمنځه ولاړ شي، ځکه نوموړی لا ځوان دی او د شاعرۍ په ميدان کې ېې تازه ګامونه ايښي دي،  زه باور لرم چې که ګران حسين خپلي ادبي هڅې او کوښښونه همداسې جاري وساتي ډېر زر به ېې شاعري پخه او په فني تول پوره شي او د پرمختک رنګينو او ګلاليو پړاوونو ته به ځان ورسوي۰
لاندې يو څو بيتونه د بيلګې په توګه تاسو سره شريکوم او هيله لرم  چې په پوره غور ېې ولولئ
په سترګو سترګو کې ېې پوهه کړمه
دا مې ګڼل ټوله زما شوه هغه
لوظ ېې هر يو وو د کاڼي کرښه
دا په وجه نارضا شوه هغه  ( دا په څه وجه نارضا شوه هغه)
يا داچې:
په خله کې چې يوه په زړه ېې بله وي
د داسې سړي لوظ لوظ کله وي
څه طمع سړی له هغه وساتي
داسې بې اعتباره چې پخپله وي

******
په يو نيم بيت کې ېې معنوي اړخ لږ کمزوری غوندې مخې ته راځي چې لوستونکی ټکنی کوي

ناترسه خلکو تاسو څومره دلته حد وکړلو
چې خپل اخر به درته هم چرته يادېږي که نه
دا مسلمان چې په خپل کور کې راحصار کړو تاسو
هيڅ يو په دغه خوار غريب دا زړه خوږېږي که نه
او يا دا چې
په سر د دار چې دا رسېږمه زه
په ډېرو خلکو نه پوهېږمه زه
يو بل ځای وايي:
ډېرو د يو بل بې عزتي کوله
خپلو کې هر چا بدنيتي کوله
کله کله ترې قافيوي تيروتنې هم شوي  چې پاملرنه ېې ورته را اړوم:
لکه ژرنده کې د پل د لاندې دل شوم
په لمبه لمبه يادونو ستي تل شوم
سادګي مخلصي خپل مې دښمنان دي
دا زړونو نه د خلکو په وتل شوم
                                                                                                   ***
څومره دي بې ايمانه ايمانداره خلک ورک شولو
ډېرو ګناهونو کې دا بعض خلک کلک شولو
او په يوه بل کلام کې ېې داسې ويلي چې:
دغه تس نس چې يو پخپلو کې مونږ
کله مونږ منو مشران د وطن
که دا وروستی نيم بيت داسې ليکل شوی وای چې کله منو مونږه مشران د وطن  نو بحرونه به ېې پوره شوي وای او  وزن کې به ېې سمون راغلی وای۰
 نور نو د خپلو خبرو لمن راټولوم او تاسو د ښاغلي حسين د شاعرۍ لمبه لمبه يادونو لوستلو ته رابولم
هيله ده چې د نوموړي سلګۍ سلګۍ اهونه د زړه په غوږو واورۍ او له زخمي او دردېدلي نيمه خوا زړه څخه د راوتلو ساندو او سندرو قدر ېې وکړۍ۰
په ډېره مينه
امان الله نصرت
۲۲/۱۰/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5496