فضل نعيم نعيم د رنګينو خيالونو

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020

فضل نعيم نعيم د رنګينو خيالونو او سندريزو نغمو شاعر

له ښه بخته چې د پښتو ادب په کرونده کې وخت په وخت داسې ښکلي او ارزښتمن ګلونه  غوړېدلي چې رنګونه او وږمې ېې تر لرې لرې رسېدلي  او د پښتونخوا کليو او بانډو، غرونو او تپو او ښارونو او سردرو ته ېې غزونې کړي او د پښتو ادب ګلبڼ ېې لا پسې ښکلی او رنګين  کړی دی۰
پښتنې خاورې نه يواځې دا چې په خپله غېږ کې  داسې زمري او اتلان زېږولي چې د تاريخ په پاڼو کې ېې د تورې او مېړانې ساری نه ليدل کېږي  او د جنګ او ننګ د ډګر اتلان او باتوران وو  بلکه د تورې او ټوپک تر څنګ ېې د علم، پوهې او قلم خاوندان هم په خپل لمن کې روزلي او پاللې دي چې په نړيواله کچه لوړ مقام او ځانګړی ځای لري او ټول ېې د کارونو او نوښتونو درناوی او قدر کوي او د احترام په سترګو ورته ګوري۰
سيد جمال الدين افغان، امير کروړ، پير روښان،  ميرزا خان انصاري، د نړۍ لوی امپراتور احمد شاه بابا، خوشال خان خټک، عبدالرحمن مومند، عبدالقادر خټک، کاظم خان شيدا، حميد بابا، اشرف هجري، علي خان خټک، نازو انا، رحمت الله داوی، ارزاني،  بابوجان، ميا نعيم، محمد هوتک، حليمه بي بي،  علامه عبدالحی حبيبي، پوهاند رشتين، ګل پاچا الفت، عبدالروف بينوا، مولانا قيام الدين خادم، پوهاند علامه عبدالشکور  رشاد، وزير محمد ګل خان مومند، تقويم الحق کاکا خيل، نصرالله خان نصر، بهادرشاه ظفر کاکاخيل،  دوست محمد خان کامل، غني خان، حمزه شينواری،  اجمل خټک، او په سلګونو نور علمي او ادبي شخصيتونه هغه ادبي او علمي څېرې وې چې د نړۍ پر اسمان کې راوځلېدل او په ادب کې ېې نوې نوې تجربې وکړې او د خپلې پښتنې خاورې او پښتون ولس پرتمونه او ادبي تاريخ ېې په خپلو قلمونو لاپسې وځلاوه او نوي رنګونه او ښکلا ېې وروبښله۰
د سوات حاصلخيزه، زرخېزه او شاعر خيزه سيمه چې قدرت ورته بې سارې او بې جوړې ښکلا او ښايستونه وربښلي يوه له هغو سيمو څخه ده چې په خپله پراخه غېږه او شنه لمن کې ېې په لسګونو او سلګونو قلموال زېږولي، پاللي او روزلې دي چې په سيمه اېزه او نړيواله کچه په علمي او فرهنګي ميدانونو کې ځلانده نومونه لري او ادبي پنځونې او لاسته راوړنې ېې د هيچا له سترګو پټې نه دي۰
مونږ د سوات د شاعرانه چاپېريال په هنر پروره غېږ کې د راټوکېدلو ادبي ګلونو په لړ کې د لايق زاده لايق، روغاني بابا، عبدالغفور غفور بابا، حنيف قيص، پرويز شاهين،  محمد ابراهيم شبنم، ظفر علي ناز، د سوات د باچا دوه مشيران هر يو (سيفالملوک صديقي او  فضل الرحمن فيضان) ، ابراهيم ديولي،  دلسوز، فضل عظيم عظيم  او په لسګونو نورو داسې شاعرانو او ليکوالانو نومونه اخيستلای شو چې پښتو ژبې او ادب ته ېې د پام وړ خدمتونه او کارونه کړي او پښتانه به ېې تل د مينې او احسان پوروړي وي ۰
د پښتو ادب د همدغو مخکښو شاعرانو او اديبانو په لړ کې مو يو ښه او تکړه شاعر ښاغلی فضل نعيم نعيم دی چې د کائناتو ستر خالق د شعر او شعور په رنګينو رڼاګانو نازولی او د فکر او فن پلوشو ېې د سوات له زړه راښکونکو غرونو د لرې او برې پښتونخوا کلو او ښارونو ته غزونې کړي او هرې تپې او حجرې ته رسېدلي دي۰
همدا اوس زما په مخ کې د ښاغلي نعيم د شعرونو ( خوب د رڼاګانو)  ناچاپه پاڼې پرتې دي چې زما ګران او منلي  دوست سيد صابرشاه صابر صيب راته رالېږلي او د څه ليکلو غوښتنه ېې پرې  رانه  کړې ده۰
ما د ښاغلي نعيم  د (خوب د رڼاګانو) شعرونه په پوره غور ولوستل او د دغه خوږژبې شاعر په شعرونو او ويناوو کې مې هِغه څه وليدل او ولوستل چې له يوه ښه او ژمن شاعر څخه ېې د پنځونو تمه کېدای شي۰ د نعيم صيب د شعر ژبه خوږه، روانه، ساده او عام فهمه ده او د ډېرو پيچلو الفاظو او ګونګو او سختو اصطلاحاتو او جملو له راوړلو ېې په شعوري ډول ډډه کړې ده۰
نعيم صيب په يوه دينداره او علمي کورنۍ کې زېږېدلی ، په ټول سوات کې د يوي لوېې ديني مدرسې د مهتمم په توګه د وطن د اولادونو په روزلو او تدريس بوخت دی او په خپله خاوره کې د علم او پوهې زرينې وړانګې خپروي او د معرفت پلوشې ويشي۰
د شعر او فن تومنه د فضل نعيم نعيم په خټه کې له پيدايښت څخه ورګډه او اښکل شوې  ده همدا لامل دی چې طبع ېې شاعرانه او احساس ېې د هنر او ادب په خومونو کې غوټې خوړلي او د نوموړي خيالونه او فکرونه ېې سندريز کړي او د ښايست او ښکلا رنګونه ېې پرې غوړولي دي۰
د ښاغلي نعيم په شاعرۍ کې دينې او دنيوي دواړه اړخونه ځلېدلي او دده فن ېې په خپلو غېږو کې جوخت رانغښتی دی نو ځکه هر څوک او د هر فکر خاوند پکې د خپلې خوښې او‌ ذوق برابر شعرونه موندلای او لوستلای شي او خپله ادبي تنده پرې ماتولای شي۰
ښاغلي نعيم هڅه کړې د خپلې ټولنې رښتينې او کما حق هو انځورګري او ترجمانې وکړي او هغه څه د لوستونکو مخې ته کېږدي چې په ټولنه کې پېښېږي اود اولس د دردونو دوا کېدای شي۰
نعيم صيب د يوه شاعر او استاد په توګه کوشش کړې چې خپل ولس ته د مينې او انسان دوستۍ پيغامونه ورسوي او هغه څه په خپله وينا کې راونغاړي چې د وخت ضرورت او د ټولنې وګړی ورته اړتيا ولري۰

د ښاغلي نعيم په شاعرۍ کې ځای ځای د عشق او مينې خبرې تر سترګو کيږي او د يار د حسن جلوي، د رقيبانو ناخوالې او نور بېلابېل روماني خيالونه او عاشقانه احساسات پکې څرکونه وهي او د لوستونکو پام ځان ته را اړوي
لاليه ستا د حسن د جلوې په دايره کې
هر څو که تلوسې مې وې د شپې په دايره کې

لوظونه دي ماتېږې بې له داره په دار کېږم
ډېر شکر دی چې يم د حوصلې په دايره کې

زړګی به د رقيب خپله پرهر پرهر پرهر شي
رابند مې کړه د وريځو د ليندې په دايره کې

او په يو بل ځای کې د خپل يار  شينکي خالونه،  د وربل ګلونه او د کمڅو په ولونو کې د ګلونو سلسلې يادوي،  د خپل محبوب د سپين مخ د رڼا او رنګونو خبرې کوي او د خپل مين زړه پټ  احساس او د عشق او مينې رازونه  له مونږ سر په شاعرانه ژبه شريکوي او وايي
زړه چې جوړ وي که خزان خزان موسم وي
ته چې ېې د بهارونو سلسلې دي

نقش په زړه مې هغه ستا شينکي خالونه
اوس خو ډېرې د خالونو سلسلې دي

چې لمن مې ټوله ډکه له اغزو شوه
په کمڅو دې د ګلونو سلسلې دي

زلفې پورته کړه له مخ نه چې رڼا شي
مړې څه د ماښامونو سلسلې دي

يو ګلزار دی بل ګلرنګه مخ ښکاره کړه
د رڼا او د رنګونو سلسلې دي

د نعيم چينې چينې اوښکې رادرومي
او که نه د بارانونو سلسلې دي
ښاغلي نعيم د خپلې پښتنې خاوري ويرجن او تاوجن حالات او لمبه لمبه وختونه زوروي او د پښتنو د بدو ورځو او د ژوند د ناخوالو او غميزو انځور ګري او عکاسې په ډېر مهارت سره په لاندې ډول کوي او وايي
ځمه غرمې نه به غرمې ته رسم
د چا د سپين جبين لمبې ته رسم

د پښتنو کلي ښارونه دي نو
له اديرې نه اديرې ته رسم

او بيا وايي

اوس مې صحرا پرېښوده ښار ته راغلم
اوس به د مينې مرتبې ته رسم

پکې خمار د معرفت ګورمه
لاس مې دې شل شي چې کاسې ته رسم

د ښاغلي استاد فضل نعيم نعيم  په شعرونو کې به يو څه احساس کمزوری او يوه نيمه فني او هنري کمزوري به هم لري خو په ټوليز ډول د نوموړي شاعري  په تول پوره او د فکر او فن دواړو خيال پکې ساتل شوی دی۰
زه په پوره باور سره وايم که ښاغلی نعيم خپلې ادبې هلې ځلې او تمرينونه همداسې ګړندي او جاري وساتي نو شاعري به ېې لا پسې پخه، کره او لوړو پوړيو ته ورسېږي او د پښتو ژبې په پرمختګ او پراختيا کې به بنسټيز او کاري رول ولوبوي۰
زه د سوات د رنګينو او ګلاليو سردرو د دغه نوماند او هڅاند  شاعر د فکر او فن لاري  له تاندو ګلونو او هنري رنګونو ډکې غواړم چې دې پکې همداسې د عشق او مينې د رباب تارونه  ترنګوي ، درڼاګانو خوبونه ويني،  د خپل وطن او ولس د ژوند بېلابېل اړخونه د شعر په ژبه زمونږ مخې ته ږدي او د پښتو ادب دتاريخ پاڼو ته ېې د يوه امانت په توګه ورسپاري۰
نور نو د پښو ادب ددغه ځلانده ستوري د شعرونو او ادبې تخليقاتو په اړه پريکړه او قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم او د يوه سوکاله، نېکمرغه او هوسا ژوند په هيله مو په ستر رب سپارم۰

په شاعرانه مينه 

امان الله نصرت
۲۷/۸/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5448