مېرمن سارا بياباني د خپل هنر په هنداره کې

By Amanullah Nasrat - May 25, 2020


مېرمن سارا بياباني د خپل هنر په هنداره کې

ليک.  امان الله نصرت

چې د يار د مينې خوب په خراب زړه وړم
بېهوده به د نور چا منت په څه وړم
ناز پرور له هسې نازه خبر نه دی
د هجران دغه درانه بارونه زه وړم
ميرزاخان انصاري

په تيرو وختونو کې د پښتو د لرغونې ادب  په ميدان کې د  ښځو ونډه خورا  تته، کم رنګه او پيکه وه او په پښتنې  دوديزه او سنتي ټولنه کې ېې  د ټوکيدنې او ځلېدنې لپاره شرايط لکه څنګه چې اړين وو  نه وو برابر او د پرمختګ او پياوړتيا لارې ېې بندې او تړلې وې۰
خو بيا هم له هغو ټولو  ټولنيزو بندېزونو او مذهبي  تنګو شرايطو باوجود يو شمير  افغان ميرمنو  د حالاتو  له جبر او د خپلې ټولني له دوديزو بندېزونو  نه بغاوت کړی  او د نظم او نثر په بڼه ېې د خپلو احساساتو څرګندونه کړې او د شعر او ادب  په ځلونه او پرمختګ کې ېې فعاله او د يادونې وړ  ونډه اخيستې چې په همدې لړ کې مونږ  نازو انا،  زرغونه کاکړه،  بي بي حليمه حافظه د عبدالقادر خټک سکه خور او  د خوشال خان خټک لور ،  دپښتو ژبې شاعره او د (ارشادالفقرا ء) دمنظوم کتاب ليکواله بي بي نېکبخته،  ميرمن سپېنه د نورمحمد خان الکوزي لور،  ميرمن زينب د ميرويس نيکه لور،  رابيا خروټې، ميرمن صاحبه ( عاجزه ) او  داسې نورې ميرمنې  يادولای او  نومونه ېې  اخيستلای شو چې  د تاريخ په بېلابېلو پيرونو او  پړاوونو کې ېې  د پښتو شعر او ادب د غوړونې او پياوړتيا لپاره خپل قلمونه چلولي او ادبي پنځونې ېې کړې دي۰
په ځانګړي ډول هغه مهال  د پښتوپه ولسي او فولکلوريک ادب کې عموما او په لنډيو کې خصوصا د ښځو برخه او ونډه  د پام وړ او ډيره زياته وه او د نارينه وو په پرتله پياوړې،  بډايه او غښتلې ښکاري چې دا لنډۍ د بېلابېلو اهدافو لپاره ويل شوي او په ليکلې او شفاهي ډول تر مونږه رارسېدلي دي۰
په معاصرو ادبياتو کې هم د ښځو ونډه لکه څنګه چې ښايي درنه، بډايه او غوښنه نه ده
 او  لکه څومره چې اړينه وه په هغه کچه په دې برخه کې کار نه دی شوی او لا زياتې پاملرنې او هڅونې ته اړتيا ده تر څو په پښتو ادب کې د ښځو رول او برخه پياوړې او غښتلې شي اوپه خپله  ټولنه کې  لکه د نرو په شان د شعر او ادب په ډګر کې  ښې پسې وځلېږي او استعدادونه، فکرونه او احساسات ېې ژوندي او خوندي پاتې شي۰
په اوسمهاله ( معاصرو ) اديبانو او شاعرانو کې يو روښانه او ځلانده نوم د اغلې سارا بياباني دی چې پښتو ژبې او ادب ته ېې د قدر وړ کارونه او خدمتونه کړي او د شعر او ادب ميدان ېې تود او ګرم ساتلی دی۰
نجيبه سارا بياياني  د کنډک مشر حضرت مير خان لور ، د عبدالکريم خان لمسۍ  او په خټه ابراهيم خيله پښتنه ده۰  نوموړې  د ۱۹۶۳ کال د اپريل په دوهمه د کندهار د  ښار په دوهمه ناحيه  کې زېږېدلې ده  خو پلرني ځای يي د سينو بابا کلی دی چې د کابل ولايت د  پغمان په ولسوالۍ کې  پروت دی ۰
ميرمن سارا بياباني لمړنۍ زده کړې په خپل کلي کې پيل کړې او بيا ېې  د جلال اباد په الايي لېسه او  د کابل د امنه فدوي په منځني ښوونځي کې خپلې زده کړو پرمخ يوړلې  او د کابل د  رابعه بلخي له لېسې څخه ېې د فراغت سند تر لاسه کړ  ۰
اغلې سارا بياباني په ۱۳۵۲ کال د کابل په راډيو کې خپله دنده پيل او تر ۱۳۷۰ کال پورې ېې د افغانستان په راډيو کې په بېلابېلو برخو کې کار وکړ او د کار تر څنګ ېې هڅه وکړه چه چې د ژورنالېزم په برخه کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي خو به ډېر افسوس سره بايد ووايو چې د نوموړې دا هيله نيمګړې او نيمه خوا پاتې شوه او د هېواد سياسي کشمکشونو او ورانوونکو او خونړيو جګړو له نوموړې څخه د ژوند ملګری د تل لپاره واخيست او دا د ژوند په ستړي سفر کې يواځې او بې کسه پاتې شوه او د خپلو اولادونو د روزني او پالنې دروند پيټی ېې پر اوږو بار شو۰
سارا بياباني د افغانستان  راډيو ته د ماشومانو د خپرونې  له لارې ورننوتې او بيا له ډرامو نه نيولې تر وياندۍ او پروډيوسرۍ ېې په هره برخه کې د پام وړ کارونه کړي او ښې لاسته راوړنې ېې درلودلي دي۰ نوموړې د ننګرهار په راديو تلويزيون کې هم د يوې خدمتي وياندې په توګه شپږ مياشتې دنده اجرا کړه او بيا کله چې پاکستان ته په هجرت کولو اړ شوه نو دلته ېې هم په فرهنګي برخه کې خپلې هلې ځلې او کارونه جاري وساتل او په وحدت، هيواد او پامير اخبارونو کې ېې لنډ مهاله دندې تر سره کړې  په دې سربيره هغه وخت چې په پېښور کې يي  د راډيو پاکستان لپاره د ساينسې پروګرامونو په جوړولو کې د څه وخت لپاره کار وکړ او کله چې د بي بي سي راډيو د نوي کور او نوي ژوند  ډرامه (سريال) جوړاوه نو اغلي سارا پکې پنځه کاله کار وکړ او د  پښتو او دري په برخو کې ېې د مور رول  پکې په ډېر برياليتوب ولوباوه۰
د يادونې وړ ده چې ميرمن سارا بياباني په ۱۳۶۸ کال کې د کونډې د ځوي په تاريخي فلم کې د شادګل د مور  مهم رول لوبولی او دا ېې د ژوند له تلپاتې کارونو او فغاليتونو څخه دي چې تل به د تاريخ په زړه کې ژوندي او خوندي پاتې وي او تاريخ به ېې راتلونکي نسل ته لېږدوي۰
هغه وخت چې په کابل  مرګوني مرمۍ ورېدلې او  د  خونړيو جنګونو  په غېږ کې د هيواد زړه او د ګلونو او رنګونو ښکلی  ناوې  د ځنکدن سلګۍ کولې او هغه وخت چې  د کابل ښکلی  ښار  د وحشت او بربريت سرو اورونو او  لمبو پر سر اخيستی وو ، د ګران وطن تاريخي پلازمينه په خونړيو راکيټونو سورۍ سورۍ کېدله او په وينو لمبېدله  ميرمن سارا بياباني په پوره شهامت او ميړانه د حالاتو مقابله کوله، خپلې د زړه ټوټې ېې پاللې د سوو ساندو او ويرونو په شور او زوږ کې ېې د ژوند سا اخيستله۰
او بالاخره دا بې وسه او بې کسه مور  چې د مايوسۍ ،  ويرې او غم  دردناکو سلګو نيولې وه  د کابل د خپلمځي جګړو او ويرجنو حالاتو او  ناخوالو له امله د خپلې خوږې خاورې پرېښودو ته اړه شوه او  په ۰۰۰۰۰۰۰ نيټه ېې  خپله پارنۍ خاوره په اوښکو اوښکو سترګو پرېښودله او ګاونډي هيواد ته و کوچېدله ۰نوموړې لکه د يوې بې کوره او بې ځالې مرغۍ  تقريبا لس کاله ېې  په پاکستان کې د مهاجرت ژوند وکړ او بيا په ۱۹۹۹ کال له خپلو څلورو ماشومانو ( دوه لوڼو او دوه ځامنو ) سره د ناروې هېواد ته وکوچېدله او تر اوسه په نوموړي اروپايي هېواد کې ژوند کوي او د کابل د وژونکو جګړو تور سيوری ېې او ذهن خپور او غوړېدلی دی۰
  ميرمن بيابانې که څه هم چې دم ګړۍ د ناروې په هېواد کې اوسيږي  او له خپل هېواد او ټاټوبي نه لرې د مهاجرت شپې ورځې سباکوي خو نوموړې روحا يوه شيبه هم  ځان له خپل وطن او اولس څخه لرې نه شي محسوسولای او فکرونه او انديښنې ېې له خپلو خلکو او خاورې سره تړلي دی او زړه ېې د د وطن له اولسونو سره يوځای درزېږي۰
غزل
دلتـــــــه سپـــــــو ږمـــــــۍ زمــــــا دوطــــــن نشتـــه
دلتـــــه ګـــــــــلان زمــــــــا دګلشـــــــــن نـــــــشتـــــــه

دلته په جګو غرو کې ګــرځـــــــي هو ســـــــــۍ
پکې خو شبـــوی د هــــــــــا خـــــــتـــــــن نـــــــشتـــــــه

دلته طبعـــــي ښـــــــکلــــــــــې دنيـــــــــا ده مـــــــــګر
زمـــــا دطبـــــــعـــــــــي دنيـــــــــا چمــــــــن نشتــــــــه

دلتـــــــــه ســــــــره سپيـيــــن پـه انګريزي تهذيب کې
زمــــــــــا دســــــــــاده مينـــــــې يــــو تــــــــن نشتـــه

زه به مې مينه تــــــــر قيـــــــامتـــــــــه ســــــــاتـــــــم
سارا دا ستـــــــــا دعشـــــــــق مسکن نــــــشتـــــــه

نوموړې د اروپا د رنګينو رڼاګانو او ښکلاګانو په غېږ کې هم پرېشانه او سا نيولې ښکاري او  د خپل وينې وينې خاورې او زخمي زخمي ګلونو مړژواندی ژوند هيڅکله هم نه شي هېرولای ځکه خو په اوښکو اوښکو سترګو د خپلو دغو عمجنو احساساتو اظهار په لاندې ډول کوي او وايي
په پردېسۍ کې خپل اختيار غواړم
زه خپل وطن غواړم خپل ښار غواړم

دلته ګلونه تل بهار وينمه
زه د نارنج ګل ننګرهار غواړم

دلته بې بويه د نرګس ګلونه
زه د رامبېلو ښکلی هار غواړم

دلته رنګونه شته خوندونه نشته
زه د وطن خوند د بهار غواړم

دلته د يو ګړۍ په مينه ډوب دي
زه ستا په عشق کې تل قرار غواړم

دلته د ميو په مستۍ لوبېږي
زه د ځوانۍ د نشې باغ غواړم

دلته خو مينه ضرورت جوړوي
زه د طبعيي مينې خپل يار غواړم

دا دسارا د فيصلې ځای ندی
دلته يوروپ دی زه خپل ښار غواړم

 اغلې سارا په يوه بل شعر کې د خپل جنګ ځپلې او په وينو لمبېدلي  هيواد د ويرجنو او غملړلو حالاتو او د بدو ورځو عکاسي په ډير مهارت او امانت سره کوي او تصوير ېې زمونږ مخې ته ږدي هغه وايي
ستا د يادونو سره اوښکې په ګرېوان راځي
ډيوه د صبر مې مړه ښکاري چې هجران راځي

هلته چې ناست وه مېلمانه ستا د وصال په جرګه
نن هغه کور ته بېلتانه څومره خندان راځي

ګوره ناصحه ډاډګيرنه راته مه راکوه
نن زما زړه ته بيا يادونه د جانان راځي

دا ماڼېژن د ژوندون ګل په اوربل چېرته يوسم
د کمڅو ګل مې د اشنا نشته آرمان راځي

ډېر مسوليت شو راپغاړه نيمه خوا عمر کې
سپرلی مې نده لا تېر شوی چې خزان راځي

زه به خبره د بېلتون وړم که رقيب به څارم
ته راته وايه چې په ما به څه دوران راځي

کاڼي هم ژاړي چې په کلي کې مې کور ورک شوی
نن د سارا په حال ژړا هم د آسمان راځي

د اغلې بياباني  د شعرله خوږو او رنګونو سترګې پټول به نا انصافی وي ځکه دا هر څه د نوموړي په هر شعر  او وينا کې له ورايه ځلېږي او محسوسيږي او پکار ده چې په حقيقت سترګې پټې نه شي او ومنل شي۰
د محترمې بياباني شاعري د ښکلا او رنګونو په رنګينو خمونو کې غوټې خوړلي او د وختونو په زړه کې ېې د فکر او فن ګلاليو وړانګو او جلوو هره خوا پروازونه کړي او په پښتنې ټولنه ېې د  خپل خيال او احساس وريښمين  وزرونه غوړولي دي۰
نوموړې وايي
زه چې ماشومه ومه
مابه په خاورو کې
پخپلو لاسؤ کرښې ايستې
خو پدې نه پوهيدم
چې په وړو چاچيو
د خپل تقدير کرښې
پخپله باسم او
هغه وخت لا پوهيدم
چې زه به
دخپل وطن له کرښې وځم
او سفر به کوم ځکه چې
ما به دهمزولو سره
په دغې کرښې خپل کورګې بيلاوه
دوې به له کرښې ها خوا
زه به له کرښې ديخوا
يو دايره د کور په نوم ايستله
هر يو به خپل د کور
ساتنه کړله
اوس چې پوهيږم
دا هغه کرښه وه؟
چې د تقدير
په نامه
ما پرې خپل نوم
ښک لې ؤ چې
زه يي
وويستم
د خپل کلې نه ؟
هو دا هغه کرښه
وه
د محترمې سارا بياباني په  شعرونو کې  د رښتيني عشق او حقيقي مينې جلوې ځای ځای تر سترګو کېږي  چې په ډېر خواږه انداز ويل شوي، د هنر رنګونه او ښايستونه ورکړ شوي او د لوستونکو په زړونو ژور او ځانګړی  روحاني اغېز او اثر کوي۰
وګورئ  د نوموړې دا ښکلی او زړه راښکونکی غزل چې په لوستلو ېې ادبي تنده خړوبېږي او زړونو ته د سکون او ارامۍ خوږ احساس وربښي

لکه پتنګ د عشق ګداز راکړه
له خپلې مينې سوز او ساز راکړه
ماته ددي لارې سلوک و ښايه.
پدغه لاره سرافراز ر ا کړ ه
چې انتها ته د مزل و ر سم
پوهه و ما ته د د ي راز را کړه
چې ستا د راز او د رضا جوګه شم
پدغه لار هغه انداز ر ا کړ ه
پخپلې مينې مي مشغوله ساته
سر په سجده زړه د همراز راکړه
ته شه ښونکې د سارا روزونکې
د سوال ځواب راته په ناز راکړه
سارا بياباني د يوې ماهرې او ځيرکې انځورګرې په توګه  د خپل ولس او خلکو د دردونو، کړاوونو او د ژوند د اورورينو شېبو عکاسي او انځورګري کوي او هغه د خپل قلم په کرښو کې ځايوي، رښتينی تصوير ېې کاږي او د تاريخ پاڼو ته ېې د يوه امانت په ډول ورسپاري۰
سارا بيابانې د خپل وطن  په بدو ورځو ژاړي او د خپل هردم شّهيد اولس د ژوند نيم بسمل حالت ېې سخته زوروي او دا دردونکې او ژړونکې غميزې،  پېښې او ناورينونه  په خپل يوه ښکلي غزل کې په لاندې ډول تمثيلوي  او له مونږ سره ېې شريکوي:
سر نشته
کاروان لوټېږي ځکه سر نشته
وطن مې وران شو چې رهبر نشته

د ويښ بابا ټبر ويده پراته دي
د ملالۍ غږ لر او بر نشته

دا د کفترو د طوطيانو باغ کې
مردارخور ګرځي سپين وزر نشته

لوړو ژورږ کې به باز ګرځېده
نن هغو تړو کې شاهپر نشته

په ښکلي کور کلي بانډه کې زما
د مشرغږ نشته حذر نشته

د مشورو او د جرګو وطن کې
د دود دستور هغه افسر نشته

دا د شاهين په کور کې څوک ګډ شوي
چې بچي ژاړي د کور ور نشته

دا د ميرويس او احمد شاه وطن کې
د خوشال توره لکه لمر نشته

سارا وطن خو لوټمارانو لوټ کړ
ځکه چې ستا کلي کې سر نشته

بياباني د خپل شعر لپاره د نوې او ښې موضوع په ټاکلو سربيره د شعر فني غوښتنې او هنري ښکلا هم په پام کې نيولې او هڅه ېې کړې چې څه ليکي ښه ېې وليکي، کره ېې وليکي او په تول او معيار  ېې پوره وليکي۰
د بياباني په شاعرۍ کې د روماني او ‌ذوقي رنګونو ترڅنګ ټولنيز، انساني، مذهبي او سياسي چاري او کېفيتونه ځای ځای ترسترګو کېږي او د نوموړې د وينا او ادبي پنځونو درنه او غوښنه برخه جوړوي۰
د سارا بياباني په شاعرۍ کې د روحانيت او تصوف د رڼاګانو جلوي هم د لوستونکو پام ځان ته رااړوي او د نوموړې په نظر  هر مسلمان ته پکار ده چې د اسلام په حقيقي روح او پيغامونو ځان وپوهوي حقايق راوسپړی او د اسلام ټولې انساني لوړې غوښتنې او اخلاقي دستورونه په خپل ورځيني ژوند کې پلي او عملي کړي۰
د پښتو ادب د غوړونې او پرمختګ لپاره د اغلې سارا بياباني هڅې او هلې ځلې په پوره چټکتيا روانې دي او نوموړې هڅه کوي چې په دې لار کې چې هر څومره ممکن وي او ددې په وس کې وي د خپلې ژبې د پياوړتيا او غښتلتيا لپاره شپه او ورځ  کار او زيار وکړي او  د شعر او  ادب په اسمان کې لاپسې وځلېږي۰
نور نو په همدې لنډو کرښو د خپلو خبرو لمن راټولوم او هيله لرم چې د شعر او ادب د اسمان  د دغې ځلانده او روښانه سپوږمۍ د فکر او فن پلوشې او جلوې دې لکه د تير په څير  همداسې په موجونو او غورځنګونو  وي او په لر او بر پښتونخوا دې د نوموړې د هنر رڼاګانې او ښکلاوي تل خورې او غوړېدلې  اوسي۰
په شاعرانه مينه او ولولو۰
امان الله نصرت
۱۵/۹/۲۰۱۹
پېښور

د ميرمن سارا بياباني چاپ شوي ادبي اثار
 ۱ - د ماښامونو ډېوه  (شعرونه) ۱۹۹۴ کال
۲ - د پنجرې مرغۍ ( شعرونه)  ۲۰۰۳ کال
۳ - تاته ميسه په  نثر که نوم د نظم درکړم ( د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ )  ۲۰۰۳ کال
۴ - زما د عشق جونګړه ورانه شوله  ( شعرونه ) ۲۰۰۳ کال

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 591