ستا د در ملنګ يم

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

ستا د در ملنګ يم

زه رحمان يم سر او کار مې دی له عشقه

عشق او مينه د شاعر په خټه کې اخښکل شوې او د هر شاعر د زړه په وينو کې د مينې او محبت سره ورګډ وي چې همدا ېې د شعر د جوړښت  تومنه او د شاعرۍ بنسټيز او اړين توکي وي۰
خو دا مينه يواځي د ښکلو او خوبانو سره د زړه تړون او احساس لرلو پورې نه ده محدوده بلکه بېلابېل اړخونه او ډولونه لري چې له هغې څخه  د انسان سره مينه، د انساسنانو له خالق سرم مينه، د طبيعت له ښکلا ګانو او رنګونو سره مينه، له خپلې ژبې ولس او خاورې سره مينه او داسې نور يادولای شو چې د شاعر په زړه کې غزونې کوي او شعر ترې زېږېږي۰

په جلال د بندګۍ يمه پوه شوی
چې ختلی زه په دار د عاشقۍ يم
لايق زاده لايق
طيب الله خان زمونږ د ځوان کول هغه خوږ ژبی او حساس شاعر دي چې په ويناوو کې ېې د رومان رنګونه او تصويرونه له ورايه ځلېږي او د نورو برخو ترڅنګ ېې په خپله شاعرۍ کې دا برخه درنه او ګرمه ساتلې ده خو له دې سره جوخت ېې د خپل وطن او اولس مينه هم په زړه کې موجونه وهي او په څپو  او غورځنګونو ښکاري چې دده وينا ېې خوږه او اغيزمنه کړې ده۰
د نوموړي په شاعرۍ کې ژور تخيل او هنري ښکلا له ورايه څرکونه وهي او د شعر او ادب د مينه والو پام ځان ته را اړوي، همدا وجه ده چې په لوستلو او اورېدلو ېې لوستونکي د ستړيا احساس او اظهار نه کوي او په ډېره مينه ترې کيف وړي او خوند ترې اخلي۰
خوبولي خوبولي د چا سترګو
شوګيرې پرې لګولي د چا سترګو

دا چې تاته بې نيازه غوندې ښکاري
دا به هم وي نازولي د چا سترګو

تهمتونه پر لمن لري بې شميره
په زړګي چې وي داغلي د چا سترګو

چې يو يار له بله ياره جداکېږي
داسې چارې دي ليدلي د چا سترګو

نن خو بيا طيبه ټول خمار خمار ېې
بيا په ناز دي درکتلي د چا سترګو

او په يو بل شعر کې وايي

په وعدو کې دې نشه وه که خمار دې جوټې راکړې
خوب راغلی اوده کېږم انتظار دې جوټې راکړې

د غرمو مزل مې واړه د يخ سيوري خيال کې سر کړو
سور په ټال د اميدونو اعتبار دې جوټې راکړې

ښاغلۍ طيب الله هڅه کړې چې خپله وينا له سختې او پېچلتيا نه وژغوري او  په ساده، اسانه او روانه ژبه لوستونکو ته خپل پيغام ورسوي۰
نوموړي د شعري قواعدو او اساساتو د په پام کې نيولو شعوري هڅه کړې او د موضوع او فن دواړو خيال ېې ساتلی دی تر څو د شعر هنري ښکلا او فني جوړښت او رنګونه ېې ژوندي او خوندي پاتې شي۰
طيب الله خان وايي
خواهشونه تږو سترګو ته سراب شي
د بې وسه زړګي شوق هم لوی عذاب شي
چې ياد کړی دې کتاب د مينې نه وي
د مکتب به دې بې کاره ټوا نصاب شي
پوخ باور په ډېرو تندو چپو تېر شي
زړه چې ګير په تلوسو کې شي غرقاب شي
سوز او ساز شي د دردمن زړه پرهرونه
هره څړيکه ېې تارونه د رباب شي
د جانان سترګو ته ګوري چې مين شي
څه غرض ېې د عذاب او د ثواب شي
بيا مې ځای په ځمکه چرته دی طيبه
که دا ستا ګمان زما په څير خراب شي 
د ښاغلي طيب الله خان په  کتاب (ستا د در ملنګ يم )  کې د عشق او مينې د نغمو غږولو ترڅنګ دينې او اخلاقي برخه هم له پامه نه ده غورځول شوې  بلکه خورا خورا پياوړې او غښتلې ښکاري او د نوموړي کتاب پيل په دعا او مناجاتو شوی او شاعر پکي د خپلو دينې او مذهبي جذباتو او احساساتو څرګندونه کړې۰ 
زمونږ ژبه کړې روانه الله هو
په ثنا ېې کړې ګويانه الله هو
په لمسون زمونږ غوږونه کړې کاڼه
پناه راکړې له شيطانه الله هو
رحمتونه دې په شمير کې دي سېوا
زيات له څاڅکو د بارانه الله هو
په نامه ستا د رحيم کريم رحمان
مونږه خلاص کړې له نيرانه الله هو
 او ورپسې  ېې په پرله پسې ډول د اسلام د ستر پېشوا او د بشري نړۍ د لوی سالار حضرت رسول اکرم ( ص )  درنې او سپېڅلې ارواته د عقيدت او خلوص پېرزوينې وړاندې کړي او د کتاب په پيل کې د حمد او نعت  د راوړلو  دا لرغونی دود ېې ژوندی او روښانه ساتلی دی۰

ځکه راورېږي تل انوار په مدينه کې
اوسې چې د دوه کونو سردار په مدينه کې
رب د موسمونو له تغير نه په امان کړه
نه لري خزان تل وي بهار په مدينه کې
ځه چې ځو طيبه د جانان کلي ته لاړ شو
وايو به د شوق نه اشعار په مدينه کې

او په يوه بل نعت کې بيا داسې وايي چې
سردار د مرسلانو دی سرور د مدېنې
زيبا نبي سلطان خيرالبشر د مدينې
همه واړه خوبان ېې د قدم له خاورو ځار شه
ثاني د حسن نشته د دلبر د مدينې
فدا مې زړه او تن شه له امام الانيا
قربان مې څو څو واره مال او سر د مدينې
طيبه هغه ټول به تر منزله پورې ځي
نيولې چې چا لاره د رهبر د مدينې

تخليق او نوښت اسانه او ساده خبره نه ده او نه د هر چا کار  دی بلکه دا پوره پوهه او مهارت غواړي، تجربې ته اړتيا لري او له ژورې مطالعې او څېړنې راټوکېږي، د ښاغلي طيب په شاعرۍ کې مونږ نوی والی او د تخليق نښې موندلای او لوستلای شو چې دده وينا ېې رنګينه او ښکلې کړې او پوره وزن او خوږوالی ېې وربښلی دی۰
ښاغلي طيب الله د خپلې ټولنې او اولس د ژوند رښتينې او حقيقي عکاسي او انځورګري کړې او هغه ېې د دادب د تاريخ پاڼو ته سپارلې ده ، نوموړې هره خبره سپينه روښانه او ډاګيزه کړې او پرته له مبالغې او تصنع،  څه ېې چې ليدلي او محسوس کړي په پوره امانت  ېې د شعر ژبه ورکړې او په اصلي بڼه ېې له خپل اولس او قام سره  شريک کړي دي۰ 
ښاغلي خان په خپله شاعرۍ کې د ژوند ناوې ته ښايست او رنګونه ورکړي او د هغې تصوير ېې پېکه کېدو او کم رنګه کېدو ته نه دی پرېښی بلکه ښه ېې ځلولی او رنګين کړی دی۰
په ټوليز ډول د طيب الله خان شعرونه په هنري جمال او فنې کمال ښکلي دي او نوموړي خپل سندريز فکرونه او خيالونه د ښايست په سمندر کې لمبولي او د رنګينو او ګلاليو لفظونو خورې ورې ملغلرې ېې د ادب په وريښمينو تارونو کې پېيلي او اميل کړي دي۰

زه يقين لرم چې د شعر او ادب درانه او قدرمن مينه وال به د ښاغلي طيب الله خان شعرونه په ډېره مينه او پاملرنه ولولي او تود هرکلی به ېې وکړې۰
زه درانه طيب الله خان ته اوږود عمر او خوشاله ژوند غواړم او الله ج دې نوموړی د پښتو ژبې او ادب لپاره تر ډېره ژوندی او تل همداسې ګړندی لري قلم ېې تاند او د فکر او فن ډېوې ېې تل روښانه او ځلاندې اوسه۰

په پښتنې مينه
امان الله نصرت
۲۶/۹/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5116