په سل ژبو خاموشه

By Amanullah Nasrat - May 21, 2020

په سل ژبو خاموشه

د غونچې په څير په سل ژبو خاموشه
لکه بوی هسې په پټه خوله ګويا يم
عبدالرحمن مومند
په سل ژبو خاموشه د وتلي شاعر او ليکوال ښاغلي فيض الوهاب فيض د شعرونو ټولګه ده چې تازه د چاپ په ګاڼه سينګار شوې او بازار ته راوتلې ده ۰ دا کتاب ۱۹۲ مخونه لري چې د مخونو شمېر ې  ‎ېې د انګريزۍ په اعدادو ليکل شوي او د  مخپاڼې او شاپاڼې ښکلې انځورونه او ډيزاين  ېې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي ۰
ددې شعري ټولګې تړون  د ستر صوفي شاعر عبدالرحمن مومند بابا په نوم شوی او ستر پښتون او د رزم او بزم د ميدان سالار خوشال خان خټک ته ډالۍ شوی دی۰
په سل ژبو خاموشه کتاب مې د ويناوال خپلې خبرې ترسترګو نه شوې خو سريزه پرې روښان يوسفزي ليکلې او د ښاغلي فيض په شاعرۍ او فني شخصيت ېې ښه او له انصاف نه ډکه تجزيه او شننه کړې ده او د شاعر کار او زيار او ادبي شخصيت ېې ستايلی دی۰
ما د ښاغلي فيض الوهاب فيض شاعري په پوره پام  ولوستله او تاسو به ېې هم ولولۍ نوموړي په خپله هره وينا کې د نوي فکر او نوي خيال د راوړلو او بيانولو شعوری هڅه کړې او له تکراري او سولېدلو الفاظو او موضواتو له بيا تکرار نه ېې په شعوري ډول ډډه کړې ده همدا لامل دی چې د هر شعر په لوستو ېې لوستونکي د بل شعر اورېدلو ته هوسېږي او تنده ېې لا پسې زياتېږي۰
ښاغلی فيض په خپله وينا کې د وخت له جابرانو ښه ښکاره بغاوت او سرغړونه کړې،  د خپل چاپېريال ويروونکې خاموشي ماته کړې او خپل اولس ته يي د مينې، ژوند او يون نغمې غږولي او د خپل ويده او خوبولي قام د ويښتيا او بيدارۍ  سندرې ېې ويلي دي۰
زما د مينې دا خبره به ېې خولې ته راشي
ډېر چې په بله بله ځي اخر به دې ته راشي

د خير او شر جنګ ېې په زړه کې هميشه وي روان 
وعده کړي ماته خو بيا هم هغې وعدې ته راشي

څوره ساده وي چې ميشته وي د جمال کلي کې
څومره هوښيار شي چې د مينې ښارېې ته راشي

ښاغلی فيض د خپل يار د ښايست او ښکلا ځلونه په ډېرو خوږو او زړه راښکونکو الفاظو کوي او رنګين انځور ېې زمونږ مخې ته ږدي:
د خپلې مينې پيمانه خو ستا ښايست ګڼمه
خو ستا ښايست نه به له کومې پيمانې راوړمه

د يو تصوير نه دې پوره نګارخانه جوړوم
ځمه د فيض نه د شعرونو ائينې راوړمه 

نوموړي په خپله شاعرۍ کې د انسان دوستۍ، وطنپالنې او  ټولنيزو ښېګڼوخبرې کړي او خپل ولس او ټول بشريت ېې د انساني حقوقو د احترام او درناوي او د اخلاقي معياراتو ساتلو او خپلولو ته رابللی دی ۰
ښاغلی فيض وايي
په ځنګل کې پيدا شوی يو انسان وو
د انسان څه د حيوان هم قدردان وو
انسانان څه حيوانات ورپسې ژاړي
د هر چا په درد دردمن د درد درمان وو
فيض الوهاب فيض ته الله ج د شاعرۍ لوړ رسالت او استازولي ورپه برخه کړې او د خپل اولس او وطن د ترجمانۍ او لارښوونو دروند بار ېې ورسپارلی دی ۰
د فيض صيب په شاعرۍ کې انساني، اخلاقي او فلسفي فکرونه ځای ځای ليدلای او لوستلای شو او له خولې راوتلی هر لفظ ېې د مينې په رنګ رنګين او د ښکلا په ګاڼه پسوللی ښکاري
په لاس کې غواړې رانه ستوري د اسمان جانانه
زړه مې سره د عقله ځان کړلړ نادان جانانه

زه مامور شوی د ګلونو په ساتنه يمه
ته همېشه په سيل راځه د ګلستان جانانه

يوه ادا نه ده چې زه ېې تصور کړمه جوړ
ته خو ېې سم د ادا ګانو کهکشان جانانه

۰ستا په يوه يوه وعده ځان ته فريب ورکوم
په فريبونو مې راوړی دی ايمان جانانه

يو فيض خو نه دی عالمونه دې له خدايه غواړي
يو فيض خو نه دی چې پرې ته شې مهربان جانانه

زه د ښاغلي فيض په لاندې بيتونو کې د ( کا ) د راوړلو په معنا پوه نه شوم چې دا ېې د کړه په ځای کارولې که څنګه ځکه زما په اند کا د کوي معنا ورکوي او دلته راوړل ېې ماته سم نه برېښي کيدای شي ګران فيض مو پرې وپوهوي

جانانه د وختونو د چکر نه مې بهر کا
جانانه په ما هر وختې د مينې ډک نظر کا

دا فيض خو ددې خلقو سره تلو ته تيار نه دی
دا فيض خو لږ د ځان سره ملګری د سفر کا

ښاغلي فيض د وخت او حالاتو سره سمه شاعري کړې او په هغې کې ېې د خپل چاپېريال او ولس د رښتينو حالاتو او واقعاتو رښتينې او کما حقه انځورګري کړې او په خپلو فکري او علمي پيغامونو ېې هغوی ته شعور ورکړی، د خپل قام د بيدارۍ او ويښوولو هڅې ېې کړي او منزل او هدف ته د رسېدو لار ېې ورپه ګوته کړې ده۰
د فيض په شاعرۍ کې د نوښت او تخليق ښکلي رنګونه او روښانه رڼاګانې له ورايه ترسترګو کېږي چې د نوموړې وينا ېې ښکلي او رنګينه کړې او د لوستونکو د خوښۍ وړ ېې ګرځولې ده۰
زه په تلو تلو کې ښاغلي فيض ته د (په سل ژبو خاموشه) شعري ټولګې د چاپ مبارکي وايم او نوموړي ته په ادبي سفر کې د لا زياتو برياوو او لاسته راوړنو دعا کوم۰
زه د خپلې ليکنې لمن د فيض په لاندې بيتونو راټولوم او له تاسو قدرمنو او خوږو لوستونکو سره خدای پاماني کوم۰
د محبت د قاتلانو لاس ته ناست خلق يو
مونږه د ژوند د ارتقا په لار کې ملاست خلک يو

چا چې مو ټول عمر جذباتو سره لوبې کړي
هم د هغو د عقيدت په لړ کې راست خلک يو
په ډېره مينه او درنښت
امان الله نصرت
۱۰/۱۰/۲۰۱۹
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5118