د زرداد اپريدي سريشته

By Pukhto.Net - May 15, 2020

د زرداد اپريدي سريشته
ليک: امان الله نصرت

شعر د شاعر د زړه له تل نه راوتی هغه سندريز غږ دی چې له عشق او مينې څخه راټوکېږي ، په دردونو کې سا اخلي او د ژوند په سړو تودو او لوړو ژورو کي قدمونه وهي،  پر مخ ځي او د وطن په کلو او ښارونو او غرونو او سردرو کې خپرېږي۰
شاعر د خپلې وطن او خلکو د يوه عکاس او ترجمان په توګه هڅه کوي چې د خپل قام او اولس د ژوند بېلابېل اړخونه او د ټولنې ښې او بدې او غمونه او خوښۍ د خپل شعر په لمن کې راونغاړي او هغه په منظومو جملو او رنګينو لفظونو د تاريخ پاڼو ته و سپاري او د خلکو غوږونو ته ېې و رسوي۰
شاعر او ليکوال  ته چې د خپل ولس او قام سترګې ويل کېږي په رښتيا هم د خپلو خلکو د ويښولو، پوهاوي او بېدارۍ دروند بار او مسوليت پر غاړه  دی  چې هغوی د وخت له نزاکتونو څخه خبر وساتي او د حالاتو، پېښو او واقعاتو رښتينی او حقيقي انځور ېې مخې ته کېږدي۰
دا نو اوس په هر شاعر پورې اړه لري چې تر کومه حده خپل فکر د ولس د ښېګڼو او غوښتنو لپاره کاروي او له خپل فن څخه د خپلې ټولنې او خلکو په ګټه څومره کار اخلي او خپله دنده او  مسوليتونه  پوره کوي۰
دا وخت د پښتو د خوږ ژبي او ژمن شاعر ښاغلي زرداد اپريدي د شعرونو ټولګه سريشته زما په لاسونو کې ده او زه ېې پاڼه لولم او د هر شعر له لوستلو ېې خوند او پند اخلم او خپله ادبي تنده پرې ماتوم۰
سريشته  د خيبر د رنګينو سردرو  د خوږ ژبي او د خپل قام او ولس په درد د درديدلي  او ملتپال  شاعر ښاغلي زرداد اپريدي صيب شعري ټولګه ده چې د دوه زره شلم مېلادي کال د فبرورۍ په مياشت کې د پنځه سوه ټوکو په شمير په منګل کتاب کور، محله جنګي، پېښور کی په مناسب کاغذ کې  چاپ او د لوستونکو لاسونو ته رارسېدلې ده۰
زرداد اپريدی  د حاجي اشرف خان زوی دی او  په ۲۱/۳/۱۹۷۸  نېټه ېې په قبيله کلاخيل کې چې په قمر ميله يادېږي سترګې دې دنياته غړولي او د ژوند ستړی سفر ېې پيل کړی دی۰
زرداد اپريدي تر لسم ټولګي د جعفر خان د کلي په دولتي ښوونځي کې زده کړې وکړې  او بيا ېې د ادېزو له دولتي عالي لېسې څخه د دولسم ټولکي د فراغت سند تر لاسه کړ او د خپل تعليم او زده کړو دا سفر ېې په همدې پړاو کې نيمګړی پرېښود او خپل ځان او کورنۍ ته د حلالې روزۍ د پيداکولو په لټه کې شو۰
د زرداد په شاعرۍ د پښتو ادب د بابا امير حمزه خان شينواري، ناظر شينواري، خيبر اپريدي،
خاطر اپريدي، ساحر اپريدي او د سيمي د نورو نومياليو شاعرانو د فکر او فن سيوري غوړېدلی ښکاري او د همدغو ښاغليو د هنر له ښکلاګانو ېې رنګونه اخيستي او دده وينا  ېې خوږه او رنګينه کړې ده۰
سريشته د زرداد اپريدي لومړنۍ شعري ټولګه ده چې په  څو نظمونو سربېره ېې نورې ټولې خپلې غزلې پکې ځاي په ځای کړي او د خپلې خاورې د حالاتو، او د پښتني رواياتو، تاريخ، فرهنګ او کلتور د انځورولو او ځلولو شعوري هڅه او کوښښ ېې پکې کړی دی۰
د ښاغلي زرداد اپريدي شاعري له رنګينو خيالونو، ژورو فکرونو او ملي او انساني جذبو نه ډکه ده چې په لوستلو ېې د مينه والو زړونه د خوښۍ احساس کوي او ادبي تنده ېې پرې ماتېږي۰
زرداد اپريدي د خپل کتاب د شعرونو لړۍ په يوه دعائيه غزل او مناجاتو  پيل کړې، چې په هغه کې ېې  په مسلمانانو  د دښمنانو د ظلم او تيري يادونه کړي، خپل ټينګ ايمان او لوړه حوصله ېې څرګنده کړې او له خپل رب څخه ېې د ګناهونو د بښلو غوښتنه او سوال کړی دی۰
هغه وايي
وژني مې په دې چې مسلمان يمه
ځکه چې منونکی د قران يمه
زه دې امتي د خوږ نبي کړمه
ښکليه دې پېرزو ته دې حيران يمه
ستا د وحدانيت څخه منکرو ته
غر يمه ډغره يم سندان يمه
هلته ميلمستيا درځنې غواړمه
دلته د يو څو ورځو مهمان يمه
معاف کړه ما زرداد په خپل کرم باندې
تل په خپلو بدو پښېمان يمه

څرنګه چې د څولسيزو راهيسې په پښتنه خاوره د تپل شوو جګړو او ناورينونو له امله د سيمي حالات خورا ترينګلي او تاوجن دي او د مرګ ژوبلې تورې بلا د پښتونخوا په لر او بر خپل خونړي وزرونه غوړولي دی نو همدا دردونکي حالات، ترخې پېښې  او د ژوند ناخوالي ښاغلي زرداد په يوه ښکلي غزل کې په ډېرو مناسبو الفاظو کې رانغښتي ، د هغې عکاسي ېې کړې او رښتينی او حقيقي  تصوير ېې ورته کښلی او زمونږ مخې ته ايښی دی:
د مرګونو فسادونو کمی نه وو
په دې خاوره د جنګونو کمی نه وو
دا سبب د غريبۍ وو چې ان پړ يم
داسې نه چې د سکولونو کمی نه وو
څوک زلمی و چا وژلی لويه خدايه
په وجود ېې د زخمونو کمی نه وو
په محشر به ګواهي د پښتونخوا کړم
چې د ړنګو جوماتونو کمی نه وو
داسې وتی وم بازار ته نن زرداده
د تابوت د دکانونو کمی نه وو

زرداد اپريدي چې کله د خپل وطن وينې وينې خاورې، شاړ ګودرونه او وران کلي او کورونه ګوري نو زړه ېې د ژور درد او غم احساس کوي ، له سترګو ېې بې اختياره د حسرتونو او مايوسۍ اوښکې رابهېږي او د خپل تالاترغۍ هېواد په زخمي زخمي بدن په زوره زوره ژاړي۰ ښاغلي زرداد د همدې غملړلو حالاتو او بدو ورځو يادونه او ويرنه په لاندې ټکو کې کړې او ويلي ېې دي چې

خپلو ارمانونو ه مې وژړل
ستا د پښو پلونو ته مې وژړل
چرته چې زما او تا ديدن کېدو
ورانو کنډرونو ته مې وژړل
ټوله ټوله شپه مې په زړه ايښيذ وو
هغو تصويرونو ته مې وژړل
تا به ويل راځه تورې ګورګورې دي
تورو تورو غرونو ته مې وژړل
بده مزدوري دا د پردي وطن
تړو اندامونو ته مې وژړل
اې زرداده تير عمر راياد شولو
خپلو غزلونو ته مې وژل

د ښاغلي زرداد اپريدي په زړه کې د مينې او انسان پالنې تاندي او تودې جذبې په غزونو دی همدا لامل دی چې په هره وينا کې ېې  د الفت او انساني عواطفو له رنګونو ډک احساس د لوستونکو پام ځان ته را اړوي او پر زړونو ېې ژور تاثير او اغيزه کوي۰
زه په دې خوارانو خفه کېږمه
ډېر په يتيمانو خفه کېږمه
ډېر ښه ېې پوهېږم په نيتونو زه
بيا هم په يارانو خفه کېږمه
څه رنګه مسلم په لاسو ووژنم
زه چې په هندوانو خفه کېږمه
نه ځمه زرداده زه په ښکار پسې
پرېږده په مارغانو خفم کېږمه

زرداد اپريدي نه يوازې په خپله شاعرۍ کې د خپل وطن او قام دردونه ژړېدلی او د خپلې پښتنې خاورې په ويرجنو او دردمنو حالاتو ېې له سترګو سره زړه هم ښه بې واره او په سلګو سلګو وينې وينې اوښکې توېې کړي
د عشق او مينې او حسن او ښکلا په رنګينو او وريښمينو ټالونو هم ځنګېدلی او په خپلو اشعارو کې ېې د ببرو زلفو، جادوګرو سترګو، سرو شونډو او د پېغلو د نازونو او مستيو خبرې کړي  او ځای ځای ېې په شاعرۍ کې رومانې رنګونه هم جوت او ښکاره دي۰
هغه په يو ښکلي روماني غزل کې د خپلو تودو جذبو او تږو تلوسو يادونه په ډېرو خوږو لفظونو کې داسې کوي او وايي چې

ستا د مخ زلفو ببرو کې مستي ده
ستا په سترګو جادوګرو کې مستي ده
تا چې سرې شونډې ديدن ته تږې راوړې
ددې پورې غره ګورګورو کې مستي ده
لکه زده کړه يې چې خاص له تانه کړې
ستا د کلي په کوترو کې مستي ده
دا زلمي ېې په خبرو کې تيره دي
خو د پېغلو په خبرو کې مستي ده
د سپرلي په علامه باندې پوهېږم
د درې د غرو کمرو مې مستي ده
چې غړانګه کړې د تيږې په سر پورته
زرکې نن دې په سندرو کې مستي ده
زه زرداده ستا د دم سره رغېږه
پيره جار شم ستا منترو کې مستي ده

حسن او ښکلا او  رنګونه او رڼاګانې هغه سمبولونه دي چې هر شاعر ېې د خپل شعر د رنګينۍ لپاره کاروي او د خپل پټ احساس څرګندونه پرې کوي زرداد اپرېدي هم چې کله د ګل مخو پېغلو ښايستونه  او  دښکلو غنمرنګو  زړه راښکونکې اثرات محسوس کړي نو لطيف احساسات او د حسن پرستۍ چذبات ېې په مستۍ او غورځنګو نو راغلي او  د خپل زړه د داخلي کيفياتو او  تاثراتو اظهار ېې داسې کړی دي

ګل ته د سپرلي د ټينګې نه يمه
حسن ته بېخي د ټينګې نه يمه
زه به څه غرور او تکبر کوم
زه د يو مېږي د ټينګې نه يمه
لا به مې تېره د س ستا باڼه زغما
لا د يو اغزي د ټينګې نه يمه
سترګې به زرداده درنه صبر کړم
ښکليه د زړګي د ټينګې نه يمه

زرداد اپريدي د خپل وطن له يو شمير  ناروا عنعناتو، دردونکو رواجونو،  او تورو رسمونو او دودونو هم پرده پورته کړې  او په خپل يو غزل کې يي په پوره مېړانه او ښکاره ډول د بغاوت ژبه خپله کړې او هغه ېې په کلکه غندلي دي وګورۍ په لاندې غزل کې نوموړي د پښتني ټولنې د ناوړه کارونو او چلندونو انځورګري څومره ښکلی او په مهارت کړي او زمونږ مخې ته ايښې ده

حال د پښتونخوا که درته ووايم
ستړې هره پېغله په ويرونو شوه
ګوره چې سوره کې ېې خور ورکړله
لاړله پناه له تورو غرونو شوه
جګه ېې شمله چې له وقاره وه
ټېټه ېې شمله په تهمتونو شوه
دا خو ستا پېزوان له مزدوري کوم
دا چې پرديسي مې په کالونو شوه

ښاغلی زرداد د پښتنو په خآنځانۍ او اختلافونو سخت زورېږي او  د خپل قام په خپلمنځي جګړو او يو د بل په وينو تويولو او ورور وژنو ېې له زړه نه لپې لپې وينې څاڅي۰
وګورۍ په لاندې بيتونو کې نوموړي د خپل ولس د ويرلړلي  ژوند ترجماني  په څومره درد درد لفظونو کړې او د هغې رښتينی انځور ېې د کاغ‌ پر مخ کښلی دی

د خپل ژوندون قيصه به څنګه کوم
د زړه چاودون قيصه به څنګه کوم
چا ودې غره کې بې ګناه وژلی
د هغې شپون قيصه به څنګه کوم
پښتون راپاڅي بل پښتون ووژني
ددې پښتون قيصه به څنګه کوم
زرداده مانه يو او دوه خطا شو
چې د مجنون قيصه به څنګه کوم

د زرداد اپريدي په شاعرۍ کۍ مونږ د معياري او کره شعر ډېرې ښې بېلګي او څرکونه ليدلای شو او د ښې شاعرۍ تنده مو پرې خړوبېدلای شي۰
هغه خپل شعرونه له مشاهدي وروسته ليکلي او د خپلې وينا لپاره ېې ښکلي موضوع، رنګين الفاظ، منفرد اسلوب او ځانګړې  قافېې کارولي  چې دده د شاعرۍ ښايست او رنګونه ېې يو په دوه کړي او هنري وزن او فني خواږه ېې وربښلي دي۰
زرداد اپريدي  په يو نيم شعر کې محلي او علاقايي  لهجه هم کارولې چې لوستونکې په لوستلو کې يو څه ټکني کوي نور نو د فکر او فن له پلوه د نوموړي شاعري په تول پوره او د ښه پيغام او موضوع درلودونکې ده او په ستايلو او ځلولو  ارزي۰
زه ګران اپريدي ته د کتاب د چاپ مبارکي وایم او له ستر رب څخه ورته  پښتو ژبې او ادب ته  د لا زياتو خدمتونو او کارونو و توفيق دعا کوم او د شاعرۍ دا يون او سفر ېې همداسې جاري او ګړندی غواړم۰
په ډېره مينه او درنښت

۱۰/۵/۲۰۲۰
پېښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 83