کله نا کله د خوبـونـو

By Pukhto.Net - May 15, 2020

غزل ، اقبال شاکر

کله نا کله د خـــــوبـــونـو سلســـله مـــــاتـــه شــــي
لکــه د ځـــانه چې ټق اوکړي او شــــیشه ماته شـــي

حسن خپل زور دخپل مئین په زړۀ کښې هسې ساتي؟
دا کېـــدے نۀ شي چـــې د میـــــنې حوصله ماته شي

داسې بې زړۀ بې زړۀ په خـــوب کښې راتر غاړې وته
لکه د چا نه چــــې پـــه نۀ څۀ کښــــې توبه ماته شي

ددۀ د نســــل او د اصــــــل پتــــــــه هـــــــله لــــــږي
شـــل کـــاله پـس چـــې د یــو قبر نه کتـــبه ماته شي

داســې ســپرلے دې خداے زمـــونږ په مـــحبت راولي
چې د مستۍ نــه د هـــر ګـل د خلـې جرنده ماته شي

پکـــار خــو دا ده چې اوس بل ښـــکلي ته ؤ نۀ ګوري
پکـــار خــو دا ده چې اوس ســـتا دا آئینه ماته شـــي

ډېرو تــرخو تـــرخو خبــرو ورلــه مـــاتـــه نـــۀ کــــړه
خو په یوه خــــوږه خبــــره به یې خـــله مـــاته شــي

اب ِ حـــیات به ورتـــه هـــم شـــاکره وپســـخـــــېږي
پــه کومو او ښـکو چې د کونډې مــور روژه ماته شي

یویشته روژه ۱۵/۵/۲۰۲۰

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 3040