پير ګوهر ، شاعر امن

By Pukhto.Net - May 15, 2020

اسم بامسمیٰ 
ليک : ګل محمد بيتاب

هغه پۀ رښتیا معنو اسم بامسمّی ؤ چې څنګه ئې ظاهر ښکلے ؤ لکه ښکلے لوړ دنګ وجود، سورسپین رنګ، ګڼ وېښتۀ اوچته پوزه فراخه تندے هر وخت او هر چا ته مسکے مسکے، نو دغه شان ئې باطن هم ښکلے ؤ
هرڅنګه جامې به ئې پۀ وجود ښکلې ښکاره کېدلې. ورسره د هر قسمه تکبر، لویۍ، حسد او تربګنو دشمنو نه پاک ؤ د جنګ نه ئې نفرت ؤ او د امن پامته دار ؤ ځکه خو پۀ شاعر امن یاد شوے ؤ
د مردان د پیرانو کورنۍ سره د تعلق پۀ وجه پۀ پیرګوهر او پیر صاحب یادېدلوګني نو حقه دا ده چې ورته دې د پیرانو پیر ووئیلے شي چې د نورو پیرانو او د دۀ تر مینځه فرق وشي. هغه تش پۀ نامه ګوهر نه بلکې پۀ معنوي لحاظ هم ګوهر ؤ
کۀڅۀ هم لکه د روایتي پیرانو ئې نۀ خو اوږده ږیره وه او نۀ ورسره خلقو ته د ښودلو د پاره اوږدې تسبې وې خو بیا هم کرامتونه ئې ښۀ ډېر وو. د ټولو نه لوے کرامت ئې دا ؤ چې د هر چا ورسره مینه وه او وجه ئې دا وه چې دۀ د هر چا سره مینه کوله پۀ هر چا ئې ځان منلے ؤ کۀ چا به ئې د لوړې دنګې ونې صفتونه کول. نو چا به ئې د ښۀ سړیتوب.. چا به ئې د کلام چا به ئې د ترنم او چا به ئې د زنده دلۍ او ګپ شپ. خو لوے صفت ئې دا ؤ چې هر وخت به ئې خولۀ د خندا ډکه وه په خپله به ئې هم هر وخت خاندل او نور به ئې هم خندول. داسې ښکارېدل لکه چې هغه خپل ژوند د خلقو خوشحالو ته وقف کړے ؤ.. د هغۀ'پیرخانه ' د مردان او نورې پښتونخوا د لیکوالو د پاره خاص اهمیت لرلو. او چې څوک د ذوق خاوند یوځل پیرخانې ته ورغلے نو بیا به ئې هر وخت غوښتل چې د پیرخانې سلام ته حاضر شي وجه ئې د پیر صاحب برکتي شخصیت ؤ چې هر چا ته به پۀ روڼ تندي ورغاړه وتو. د بازار پۀ شور شغرب او د سود او زیان پۀ دې دنیا کښې پیرخانه یو داسې ځاے ؤ چې د دې هر څۀ نه بې غمه بې خبره یوه بله دنیا وه. هلته بس تشې خنداګانې وې. پیرخانه زما پۀ خیالی و داسې ځاے ؤ لکه د پخوانو بادشاهانو محلونه چرته چې دَ هیڅ قسمه غم خفګان هډو تصور قدرې نۀ شو کېدلے
ما چې کله پیرګوهر نۀ ؤ لیدلے نو د دۀځیني نظمونه او طنزیه مزاحیه نثرونه مې لوستي وو او د هغې پۀ بنیاد مې د دۀیو خیالي تصویر جوړ کړے ؤ خو چې کله مې پۀ کال 1984 د مردان کمېټۍ لۀ خوا د 14م اګست پۀ یوه مشاعره کښې اولېدۀ نو زما د تصور نه پیر صاحب بېخي برعکس ؤ ځکه ما وې دے به یو مستانه هلک وي ولې چې تر دغه وخته ئې ما کوم څۀ لوستي وو نو پۀ هغې کښې ډېره شوخي او مستي وه خو پیر صاحب چې کله خپل کلام اورولو له راپاڅېدو نو د پوخ عمر یو سنجیده سړے ؤ چې د وطن سره د مینې اظهار ئې کولو او یوډېرښکلے سنجیده نظم ئې پۀ ښکلي ترنم کښې اورولو.ماڅوڅوځله پۀ زړۀ کښې ووې دا هغه پیرګوهر نۀ شي کېدےځکه چې دا خو ډېر سنجیده سړے دے او ما چې څۀ لوستي هغه خو قطعاً داسې نۀ ؤ. کله چې مشاعره ختمه شوه نو بیا پیر صاحب د لطیفو د بابا فرېحان شېدا سره پۀګپ شو او هغه څۀ دواړو ووې چې د لیکلونۀ دي خو پۀ اورېدلو کښې ئې ډېر خوند ؤ دغه وخت ما ته د پیر صاحب پۀ سنجیده شکل کښې یو داسې ورانکارے ماشوم ښکاره شو چې پۀ خپلو شرارتونو خلق خندوي.. پېښور ته د واپسۍ پۀ دوران کښې راته فرېحان شېدا صاحب ووې پیرګوهر ژوندے سړے دے او ډېرې لطیفې او واقعات ورته یاد دي.دا زما د پیر صاحب سره وړومبے ملاقات ؤ
دې نه پس چې زۀ کله هم مردان ته تلے یم نو لږیاډېر وخت له د پیر صاحب کور ته ورغلے یم.. د هغۀ مینه مې لیدلې او د هغۀ خوند رنګ او علم نه ډکې خبرې مې اورېدلې دي.. هیڅ یوه د نفرت، بغض اوحسدخبره مې ترې نۀ ده اورېدلې.. البته کله کله به ئې د یو نیم لیکوال ذکر پۀ داسې ښکلي انداز کښې کولو چې دۀ به هم ترې خوند اخستو او اورېدونکو هم.. دا خبرې به اکثر دۀ د نزدې ملګرو لکه قمر راهي صاحب، حسن خان سوز، شېر علي باچا، غلام سرورلالا، عبدالواحدټېکدار، او داسې نورو پۀ حقله کولې خو ورسره به ئې دا هم وئیل چې د دې بل ځاے نقل کول منع دي ځکه نو اوس ئې هم زۀ د پیر صاحب د احترام پۀ وجه نۀ نقل کوم
د پیر صاحب د مجلس یوه خاص طریقه وه.. کله به چې ورسره زۀ پۀ خبرو شوم نو وړومبے به ما ته مشر ښکارېدلو خو داسې ورو ورو به چې خبرې اوږدې شوې نو بیا به راته داسې محسوسېدله لکه چې زۀ او دے همزولي یو او دا زما نه د پیر صاحب کمال ؤ.. ما یوځل بل چا ته هم دا خبره کړې وه نو هغۀ راته وئیلي وو چې بالکل زما هم دغه حال وي بلکې هر چا به داسې ګڼل،
پیر صاحب به ځان له اوسېدو او تر اخره یواځې ؤ خو دا کار ښۀ ؤ چې کور ئې بازار کښې ؤ او پیر خانه کښې به هر وخت څوک نه څوک موجود وو.. کور ئې ښۀ مناسب بلکې لوے ؤ او د پیر صاحب پکښې یوه کمره وه چې پۀ هغې کښې به پۀ داسې حال کښې پروت ؤ چې اکثر به ئې بغېر د ژمي د یخنۍ نه قمیص وېستلے ؤ د کټ سر ته به ئې پۀیو مېز کتابونه، سپین کاغذونه او قلم پراتۀ وو.. نوره پیر خانه کښې به کونترې، پیشوګان او پۀ اخره کښې به پکښې یو سپے هم پروت ؤ.. د دې سپي قیصه به وروستو پۀ تفصیل سره بیان کړم خو اوس د پیر خانې خبره کوم چې دا سرته ورسي نو دې کښې به یواځې شاعران او لیکوالان نۀ وو بلکې د خوا وشا ستړي زلمي او نور خلق به هم راتلل تر دې چې دغلته مې څوڅوځله نشیان هم لیدلي وو چې د خپلې نشې، چرسو او جنډووغېره سره سره به ئې چاے هم څښکلې.
پیر صاحب له به وخت پۀ وخت پیر خانې ته د هر عمر او طبقې خلق راتلل او دا د هغۀ کمال ؤ چې هر یو تن سره به ئې نۀ صرف د هغۀ د خوښې پۀ موضوع خبرې کولې بلکې د هغۀ د عمر او طبیعت به ئې هم خیال ساتلو.. لکه یوه ورځ زۀ موجود وم چې یو مولانا صاحب راغلو.. پیر صاحب زر پاڅېدو قمیص ئې واغوستو ګنی نو عموماً به هغه پۀ سپین نري بنیان کښې دغه شان پروت ؤ.. مولانا صاحب ته ئې د دیوبند د عالمانو خبرې شروع کړې چې هغوي به خپلوشاګردانو ته څنګه سبق ښودلو. د هغوي تربیت به ئې څنګه کولو. د هغوي د علمي کمالاتو، ازادخیالۍ او مینې محبت واقعات ئې بیانول.. مولانا صاحب چې رخصت واخستو نو د یوې سیاسېډلې مقامي مشر راغلو خو دې سره پیر صاحب بیا خپل قمیص وویستو او هغۀ سره ئې د سیاست پۀ موضوع او خصوصاً د قیوم خان، باچاخان، ولي خان او ذوالفقار علي بهټو پحقله خبرې کولې.. دې نه پس دوه څلور شاعران راغلل او د شعر وادب پۀ موضوع ئې بحث شروع کړو دغه وخت د هغۀ پیرخانه ما ته سمه شهبازګړه ښکاره شوه چې هر ستړے راځي دمه پکښې کوي او بیا پۀ خپله مخه ځي.. دغلته راته دا انکشاف هم اوشو چې مردان کښې کوم شاعر او لیکوال کور کښې جنګ وکړي نو نېغ پیرخانې ته ځي او هلته تر هغې پروت وي چې  مسئله ئې نۀ وي حل شوې
پېر خانه د مزدوزو د پاره شيلر هاوس ؤ
د پیر صاحب ژوند د ډېرو خوشحالو او غمونو نه ډک ؤ ورسره د تګ راتګ پۀ وجه راته معلومه شوه چې دے د دیني علم حاصلولو د پاره دارالعلوم دیوبند ته رسېدلے ؤ.. دغلته د خپل خوږ او مخصوص ترنم پۀ وجه ترې د هغه وخت د دارالعلوم مشران متاثره شوي وو.. مولانا حسېن احمد مدني به ځان سره جلسو او جلوسونو له بوتلو.. د سکول تعلیم ئې هم باقاعده تر شپږم جماعته پورې حاصل کړے ؤ.. خو سیاسي هلو ځلو او مختلفو سټېجونو باندې د ازادۍ ترانو ترې تعلیم نیمګړے پاتې کړو..یوه ورځ ئې راته پۀ خپله وئیل چې زۀډېر داد د کاره ایستےیم.. وروستو ئې پښتو آنرز او پۀ پرائیوېټ توګه اېف اے کړې وه څۀ موده پۀډسټرکټ بورډ کښې نوکر شوے ؤ خو پۀ نري رنځ اخته شو چې د دې پۀ وجه ئې نوکري پرېښودله. پۀ هغه زمانه کښې د ټي بي علاج داسې خاص نۀ ؤ او ډېر پۀ قسمت به ترې بنده بچ کېدۀ خو د خداے تعالی فضل ؤ چې پیر صاحب د بلا د خولې نه روغ راووتو
یوه ورځ مې ترې هغه د چا خبره د سحر پۀ بانګ کښې نوې ټپه واورېدله چې وئیل ما به وړومبۍ شاعري پۀ اردو کښې کوله.. ما ترې څوڅوځله د اردو کلام اړرولو فرمائش کړے ؤ.. خو وئیل به ئې هغې کښې دومره څۀ خاص نۀ وو بس نظریاتې غونده ترانې به وې او ما به پۀ خپل اواز کښې داسې وئیلې چې خلق به ترې متاثره کېدل.. دا به ئې هم وئیل چې بس لکه د لېونو به مې شعرونه لیکل او خلقو ته اورول ګني نو نن به چرته لوړ افسر وم.
پیر صاحب نۀ صرف د یوښۀ شاعر پۀ حېث مردان او نوره پښتونخوا کښې شهرت لرلو بلکې ادب ساز هم ؤ.. مردان او نورو ځایونو کښې موجودو ادبي انجمنونو کښې د فعاله کردار ادا کولو سره سره ئې خپله هم دوه ادبي ټولنې جوړې کړې وې. رحمان ادبي ټولنه ئې تر ډېرې مودې چلولې وه.. پیر صاحب داسې شاعر ؤ چې پۀیو وخت به ئې ادبي او اولسي شاعري کوله.. د غزلونو او نظمونو سره ئې د چاربېتې پۀ مېدان کښې هم کار کړے دے.. پیر صاحب تر اوږدې مودې د رحمان ادبي ټولنې سربرست ؤ او مشهور د چاربېتې شاعر عبدالواحد ټېکدار ئې صدر ؤ.. د پیر صاحب چاربېتې کۀڅوک ولولی نو هغه دا فېصله پۀ اسانه کولے شي چې هغه پۀ چاربېته کښې دَ موضوعاتي بدلون پۀ حواله ډېر کار کړے دے.. شېرعلي باچا به وئیل چې پۀ چاربېته کښې د یو شاعر د شاعرانه مقام اندازه لګي بلکې داسې به ئې وئیل چې د شاعر زور پۀ چاربېته کښې معلومېږي..
کۀ پۀ دې حساب وګورو نو پیرګوهر واقعي چې ډېر زورور شاعر ؤ ولې چې د شېرعلي باچا پۀ قول مقصدي او زورورې چاربېتې ئې لیکلي دي..
ما چې هر ځل پیرګوهر لیدلے نو ډېرې عجیبه عجیبه او خوندورې خبرې مې ترې اورېدلي دي. اکثر به ئې د غلام سرور لالا خبرې کولې چې ډېر پۀ خوند خوند به ئې د هغۀ واقعات بیانول.. بیا وروستو ئې پۀ غلام سرور لالا روغ کتاب هم چاپ کړے دےچې "ژوندے انسان" نامه ئې ده د هغۀ د ژوند واقعات ئې دومره پۀښۀ انداز کښې بیان کړي دي چې د یوې طویلې خاکې ګمان پرې کېږي.. د غلام سرور لالا واقعات ورته یاد وو او ما د دۀ نه اورېدلي وو صرف دوه واقعات ئې ما د نورو نه اورېدلي دي لکه یوځل راته ډاکټر اسرار صاحب وئیل چې چا خپل کلام تنقید ته وړاندے کړے ؤ نو لالا غلام سرور وئیل چې دې شاعر ما نه اوښ پټ کړے دے ولې چې پۀ دغه کلام کښې د اوښ ذکر ؤ.. او م ر شفق صاحب وئیل چې یوځل د سید تکریم الحق خبره شروع شوه چې "روغ لېونے " د هغۀ تخلص ؤ نو غلام سرور لالا ووې چې دے هډو روغ لېونے نۀ دے.. روغ لېونے خو زۀیم چې سرټیفائیډ لېونےیم درې ځله پاګل خانې ته رسېدلےیم او روغ ترې راوتلے یم.. بیا ئې ووې کۀ دغه میا صاحب لېونے ؤ نو مړز به ئې څنګه لاس کښې ګرځولو.. نورې اکثرې خبرې ما د غلام سرور لالا د پیرصاحب نه اورېدلي وې.. لکه یوځل ئې وئیل چې یو محفل کښې چا د نوموړي شاعر عبدالله استاد د نوښار دا شعر ووې :
پېدا کۀ عبدالله وې پۀ قدیمه زمانه کښې
شاهانو به د نوم د پاره ځان سره ساتلو

ټولو ناستو شاعرانو ووې چې ډېرښۀ شعر دے خو غلام سرور لالا ووې دا هډوښۀ شعر نۀ دے.. بیا ئې ووې یا هلکه! تاسو شاعران د دې بادشاهانو نه څۀ غواړئ چې خامخا ورپورې ډډې مږئ.. پۀ خپله د لوږې مرئ او خوبونه د بادشاهۍ وینئ..
دا ئې هم ووئیل چې یوه ورځ ورسره ما د یو پروفېسر صاحب تعارف کولو چې دا ډبل اېم اے دے نو لالا وړومبے طنزیه خندا وکړه او بیا ئې ووې زۀ مو د سره یونیورسټي نۀ منم او تۀ راته د اېم اے ګانو خبرې کوې.. زۀ به ئې هله ومنم چې لکه زما درې ځله پاګل خانې ته لاړ شي او روغ راشي.. د غلام سرور لالا کردار ډېر مشهور دے.. مشهور چاربېتې شاعر عبدالواحد ټېکدار پۀ خپله چاربېته کښې هم ستائیلے دے :
کۀ چېړې ئې د جامو دې پکښې خېر نیشته دے
تارونه ئې بربنډ دي پکښې دېر نیشته دے
بابو صاحب قسم دے کانټه تار غونده دے

پیرګوهر د یوښۀ شاعر پۀ حېث ډېر شهرت لري او تل ئې پۀ خپلو نظمونو، چاربېتو او غزلونو کښې جنګ نه نفرت او د امن سره مینه ښکاره کړې ده هغه د جنګونو او شرونو خلاف ؤ لکه چې وائي :
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شي
او داسې ډېرې نمونې د هغۀ د کلام نه پېش کېدلے شي خو چې کله ئې خپل مشهور نظم "امن" ولیکلو نو پۀ دې نظم ورته د شاعرِِ امن خطاب ورکړے شو.. پۀ دې نظم کښې د یو شاعر او لیکوال لۀ خوا د امن پېغام ورکړے شوے دے.. پیر صاحب چې به دا نظم پۀ کوم خوند رنګ اورولو نو بنده به ئې سم نشه کړو.. دې نظم پورې تړلې یوه خبره دا ده چې یو تقریب کښې چې پخوانے مارشلائي صدر ضیاءالحق شریک ؤ.. پیر صاحب دا نظم اورولے ؤ او هغۀ له ئې دومره خوند ورکړے ؤ چې هغۀ هم ورته شاعر امن وئیلې ؤ دا ئې هم ورته وئیلي وو چې پۀ دې نظم تۀ هر څنګه ایوارډ غواړې مونږه ئې درکولو ته تیاریو.. خو پیر صاحب ووې زما هیڅ ایوارډ نۀ دے پکار خو زما دا نظم دې مختلفو ژبو کښې ترجمه شي او پۀ سرکاري مېډیا دې وچلولے شي چې د هغې سمدستي تعمیل وشو..اودپیر صاحب "امن" نظم پۀ ګڼو ژبو کښې ترجمه کړے شوے او نشر شوے ؤ..
ما به اکثر دا سوچ کولو چې پیر صاحب دومره غریب نۀ دے نو بیا وادۀ ولې نۀ کوي او دوه څلورځله مې ترې تپوس هم کړے ؤ. خو هر ځل به ئې زما سوال داسې ګول مول کړو چې بیا به مانه هم دا هېر شول ځکه چې دې سوال سره به ئې یوه ډېره ښکلې او حېرانونکې خبره کوله.. لکه یوه ورځ ئې وئیل چې مړه زما وادۀ پرېږده.. ما ته چا وې بډه بېره کښې د شېخ ملي دفتر دے دا به څنګه پېدا کړو او ما ته چا د هغه سړي نامه هم ښودلې ده.. اکبر نامه ئې ده او د کلي پۀ لوے سړک د شوې ونې لاندې پۀ پوزکي ناست وي خلقو له حجامتونه کوي.. بل ځل ئې وئیل اکبر حیات کاکاخېل ته مې وئیلي دي چې د خوشحال بابا هغه ورکه مسوده پېدا کړه اکوړي کښې یو دېګمار دے د هغۀ سره ده پۀ درې زره روپۍ ئې خرڅوي.. جانے نوم ئې دے ګني نو تۀ ورپسې ورشه چې سړے مو د ګوتو ونۀ وځي خو اخر یوه ورځ مې ورته غوټ ووې.. پیر صاحب مسودې پرېږده زما د سوال جواب راکړه نو وې وئیل یا هلکه زۀ شریف سړےیم.. د خپلې مرضۍ ژوند تېروم.. زۀ خو وایم کۀ تاسو زما منۍ نو کومو شاعرانو چې ښځې نۀ دي کړي هغوي دې بېخي د وادۀ نوم نۀ اخلي او کۀ چا کړے وي نو هغوي دې ورته څۀ بهانې جوړې کړي ځانونه دې ترې خلاص کړي.. او اے پۀ ایمان چې زۀ د وادۀ کړو نه ډېرښۀ ژوند تېروم..
پیر صاحب چې به کله وزګار شو نو د انګرېزۍ او پښتوټکي به ئې خپلو کښې جنګول او د هغې نه به ئې خپلې څۀ معنې راوېستلې.. بیا به ئې د هغې پۀ بنیاد دعوی کوله چې دا ټکي زمونږ نه انګرېزانو خپل کړي یا پټ کړي دي.. لکه هغۀ به وئیل زمونږ د "مېچن" نه انګرېزانو مشين جوړ کړے دے او "ډکشنري" د کش نړۍ ده ولې چې پاڼې اړوې نو کش کش کوي.. شېکسپئیر ته به ئې شېخ پیر وئیلو او کلے ئې ورله بډه بېره خوښ کړے ؤ.. پیر صاحب د شاعرۍ نه علاوه نثر هم ډېر لیکلے ؤ چې زیاتره به طنزیه مزاحیه ؤ.. کله کله به ئې دشلماني، سېلاني او ځیني نورو قلمي نومونو هم لیکل کول.. پۀ قلمي نومونو لیکونو کښې به ئې ډېر پۀ ازاد مټ تنقید او طنزومزاح لیکل.. د هغۀ طنزیه او مزاحیه لیکونه تکلونو ته نزدې نزدې وو..
پیر صاحب کۀڅۀ هم د عمر پۀ لحاظ مشر سړے ؤ خو پۀ سینه کښې ئې یو مست او شرارتي زړۀ لرلو..یوځل ورته ذهن ته یو زبردست خیال ورغلے ؤ او پۀڅو قسطونو کښې ئې یو مضمون لیکلے ؤ چې پۀ ادبي دنیا کښې ئې لوے انقلاب راوستے ؤ.. دغه مضمون کښې پیر صاحب انکشاف کړے ؤ چې هغۀ یو داسې مشین ایجاد کړے دے چې هغې ته کله یو بوډا واچولې شي نو اخوا به ترې ځوان جان هلک راوځي.. دا پۀ اصل کښې د پیر صاحب خپل ارمان ؤ او یواځې د پیر صاحب نه د هر چا دا خواهش وي خو ټول پوهه دي چې تېر شوے عمر بیرته نۀ راګرځي خو پیر صاحب ئې د راګرځولو هڅه کړې وه
بحر حال وړومبۍ مرحله کښې ئې فېصله کړې وه چې د پښتو مشران شاعران کوم چې هغه وخت ژوندي وو لکه سمندر خان سمندر او امیر حمزه خان شینواري ئې غوره کړي وو چې دوي به پۀ وړومبۍ مرحله کښې مشین ته ورواچوو او بیرته به ئې ځوانان کړو.. حمزه صاحب چې د دې نه خبر شو نو ډېر خوشحاله شو او وئیل ئې خداے تعالی دې پیر صاحب پۀ خپل نېک مقصد کښې کامیاب کړي هغۀ وئیل ما داسې یو شعر هم لیکلے دے :
ستا پۀ لاس کښې واګي د وختونو دي
بیا مې هغه تېر وختونه راوله

دا ئې هم ووئیل چې ما د یو حکیم نه اورېدلي وو چې د هزارې پۀ غرونو کښې داسې یو بوټے شته وړې وړې دانې ئې دي هغې ته "ځوان دانه" وائي او څوک چې دغه دانې وخوري نو ورسره ئې د سر وېښتۀ تورېږي او پرېوتې غاښونه بیا کېږي دۀ ووې زۀ ورپسې د آلائي او نورو غرونو کښې ډېرګرځېدلے وم خو ما دغه بوټے نۀ دے موندلے خو ښۀ ده چې پیر صاحب هډو مشین ایجاد کړو بس چې کله زړېږو نو پیر صاحب به مو بیاځوانان کوي.. ولې بیا پیر صاحب ډېر پۀ چل هنر د خپلې خبرې نه واوړېدو.. د لوے حکمت نه ئې کار واخستو.. د دغه قسط وار مضمون پۀ اخره کښې ئې ووئیل چې ما د حکیمانو نه واورېدل او عامه خبره دا ده چې پۀ هر سړي او ښځه کښې دېرش څلوېښت فیصده صفات مشترک وي.. او زمونږه دې مشرانو چونکې د سړیتوب ژوند تېر کړے دے نو هسې نه چې مشین ته ئې ورواچوو او اخوا ترې نه د ځوانانو پۀځاے پېغلې جینکۍ جوړې شي.. حمزه صاحب چې د دې نه خبر شو نو ډېر ئې وخندل او وې وئیل زمونږځواني پکار ده دې سره مو کار نیشته چې به رانه څۀ جوړېږي.
د حمزه صاحب دې خبرې سره رایاد شو یوه ورځ راته پیر صاحب پۀ ټوقوټوقو کښې وئیل تاسو چې کله حمزه صاحب له د بابائے غزل او سمندر صاحب ته د ملک الشعراء خطابونه ورکړل نو مونږه زر عبدالواحد ټېکدار له د بابائے چاربېتې خطاب ورکړو چې مونږ سره دې هم پۀ مردان کښې یو بابا وي دغه وختونو کښې صوابۍ هم د مردان ضلع کښې وه عبدالواحد ټېکدار صاحب خپله لویه چاربېته هډو د پیر صاحب د نامې نه شروع ګړې ده.
حمزه کۀ د پښتو د غزل پلار غوندې دے
ګوهرځکه د امن طلبګار غوندې دے
ګوهر دے د بچپن نه د سامراج برخلاف
ملګرے د ناتوانه تل د راج برخلاف
د غېرو پۀډاکټر دے د علاج برخلاف
لړۍ کښې د پیرانوڅۀ سردار غږندې دے
ګوهرځکه د امن طلبګار غوندې دے

پیرګوهر به اکثر خو ځان مشغول ساتلو خو بیا هم چې کله به ځان له شو نو قِسم قِسم خیالي منصوبې به ئې جوړولې او کله کله به ئې هغې ته عملي جامه هم اغوستله لکه یوځل ئې دعوی کړې وه چې زۀ مردان کښې پۀ شمسي روډ روان وم چې دې کښې قلندر مومند صاحب سره د خپلو ملګرو روان ؤ او دې کښې ئې پۀ ما ډز وکړو نو زۀ خداے تعالی بچ کړم. قلندر صاحب ته ئې هم خط لیکلے ؤ چې هغه ئې ډېر بې قراره کړے ؤ او پیر صاحب به ښۀ بې غمه د دې نه خوندونه اخستل.
دغه شان پیر صاحب به د ځینو پخوانو مشاعرو حالات هم ډېر پۀ خوند خوند بیانول لکه یوځل ئې وئیل چې صوابۍ ته یوې مشاعرې له تلي وو دا مشاعره د شېرعلي باچا پۀ صدارت کښې وه.. دې کښې یو چاربېتې شاعر خپله چاربېته شروع کړه پۀ مینځ کښې به د هغۀ مرۍ وچېدله او اوبۀ به ئې پکښې څښکلې خو چاربېته هډو د ختمېدو نه وه.. دې کښې د مازیګر اذان شروع شو نو هغه شاعر ووې وروڼو تنګېږئ مه اوس ایله زما چاربېته نیمې ته ورسېده زر زر مونځ وکړئ او بیا راځئ تر ماښامه به دا چاربېته سر ته ورسي پیر صاحب وئیل چې ما خو څادر پۀ سر واچولو او غلے غوندې مې مېځان بس ته ورسولو ځکه چې هغه زمانه کښې به د مازیګر مونځ نه وروستو صوابۍ نه مردان ته بسونه نه تلل کله چې بس روان شو او داسې لږ غوندې مزل مو وکړو نو د شېرعلي باچا اواز مې ترغوږو شو چې ومې کتل نو څۀګورم چې هغه هم راتښتېدلے ؤ او د بس پۀ ګېټ کښې ئې ځان ځاے کړے ؤ.
د پیر صاحب دلچسپ واقعات ډېر دي او هره خبره او کار کښې به ئې خپل رنګ ښکاره کولو..یوځل زۀ ورغلے وم ورسره مې خبرې کولې ناڅاپه پیر صاحب د خودکلامۍ انداز کښې ووئیل زۀ حېران یم چې تاله اوس کوم یو کتاب درکړم.؟ما ورته ووې ولې پیر صاحب دوه کتابونه مو چاپ کړي دي څۀ.؟ ماله دواړه راکړه نو پۀ خندا کښې ئې راته ووې کتاب یو دے خو رنګونه ئې دوه دي یعني500 کتابونو کښې نیم پۀ سور رنګ کښې دي او نیم پۀ شین رنګ کښې.. اوس زۀ حېران یم چې تاله د کوم رنګ کتاب درکړم..ځکه چې سرو له سور کتاب ورکوم او شنو له شین ورکوم.
د پیرګوهر سره ما یوه ډېره تفصېلي مرکه پۀ کال 1992ء کښې د غازي اخبار د پاره کړې وه چې هغه د بد قسمتۍ نه ورکه شوې ده او د ډېروګرځېدو باوجود هم پۀ لاس رانغله.. پۀ دغه مرکه کښې ترې ما تپوس کړے ؤ چې تاسو مسلم لیګ کښې څنګه او ولې شامل شوي وئ نو راته ئې وئیلي وو چې ما پۀ مسلم لیګ کښې څۀ کول خو ماماګانو راته وئیل مسلم لیګ کښې شامل شه دوي اقتدار کښې دي نو تربوران او نور زورور به درنه جائېداد قبضه نۀ کړے شي..ډاکټر اسرار صاحب او اندېش شمس القمر د دې ګواهان وو خو بیا راته پیر صاحب وروستو ووئیل چې کۀ دا خبره چاپ نۀ کړې نو ښۀ به وي ځکه نو ما چاپ نۀ کړه
دې نه علاوه یو رېډیايي پراجېکټ کښې چې ما کار کولو نو هم درې ځله مو دے راغوښتے ؤ..یوځل مو د عید میلادالنبي مشاعرې له او دوه ځله مو د دۀ نه انټرویوګانې اخستې وې چې پکښې دوي یوځل نعت شریف او دوه ځله مزاحیه نظمونه اورولي وو.. د یوې انټرویو پۀ دوران کښې ورته ما خواست کړے ؤ چې پیر صاحب کۀ خپل یو منفرد کلام راته ووایئ نو ښۀ به وي.. پیر صاحب چې راته پۀ دغه موقعه کوم کلام اورولے ؤ نو د هغې څو شعرونه ما ته تر اوسه یاد دي چې واقعي داسې شعرونه ما ډېر کم اورېدلي دي.
ګل پۀ هر حال کښې ګل وي چې خوشبویي ورکوي
یا د کمڅۍ د لاندېیا د کمڅۍ د پاسه
بې اتفاقه خلق لکه چرګان جنګېږي
یا د ټوکرۍ د لاندې یا د ټوکرۍ د پاسه
د زورآورو یاري د زمرکټۍیاري ده
یا زمرکټۍ د لاندې یا زمرکټۍ د پاسه
بې نظریي سیاست هډو معنی نۀ لري
یا د کرسۍ د لاندې یا د کرسۍ د پاسه

پۀ کال 2009 ء کښې کله چې د سوات حالات خراب شوي وو او د دغه ځاے اوسېدونکي د مردان جلاله او شېخ یسین ته راغلي وو او دغلته کېمپونه ورله جوړ شوي وو نو دغه دواړه کېمپونو ته د پښتو مشاعرو ریکارډ کولو له تلے وم د جلاله کېمپ نه د واپسۍ پۀ موقعه د اندېش صاحب او پیر صاحب سلام ته حاضر شوے وم اندېش صاحب بیمار ؤ نو هغۀ سره ډېر ایسار نۀ شوم او پیر خانې ته ورغلم.. پیر صاحب حسبِ عادت قمیص ویستے پۀ کټ کښې پروت ؤ د سوات د خلقو حالات مې ورته بیانول.. دغه وخت د کمرې سره نزدې یو سپے هم پروت ؤ کله چې مونږ ورغلو سپي هیڅ غم غرض ونۀکړو.. خو کله چې ما پیر صاحب ته د سوات د خلقو د بې ارزۍ او بې سروسامانۍ ذکر وکړو چې ډېر معتبر او معزز خلق مې پۀ دې ګناه ګارو سترګو ولیدل چې پۀ خپلو لمنو او ټوپو کښې ورېژې وړلې.. مونږ سره تلي یو ملګري انجنئېر سېف الله جان د دوي څو فوټوان هم ویستلي وو.. کله چې هغه پیر صاحب ولیدل نو سترګو کښې ئې اوښکې وګرځېدې بلکې راتوے هم شوې.. بیا ئې پۀ غریو نیولي اواز ووې د دې نه غټه بدبختي به نوره څۀ وي چې د یو خداے تعالی یو رسول او یو امام منونکو یو بل ووژل،ژوبل کړل او در پۀ در کړل. دې کښې زۀ د مازیګر مونځ له جومات ته تلم خو چې څنګه مې دوه قدمه واخستل نو سپے راپسې شو او باقاعده حملې ئې راباندې کولې.. ما ورته وې پیر صاحب دا ولې.؟ نو پۀ خندا کښې ئې جواب راکړو دا څۀ د عام سړي نه د شاعر ادیب او د شاعرِامن سپے دے.. دا سپے هم لکه زما حساس دے څۀ اوشو کۀ ژبه نۀ لري.. زۀ د امن سندرې وایم.. د جنګ جګړو ذکر دلته نۀ کېږي نو ځکه چې تا د جنګ او تباهۍ روداد وړاندې کړو نو پۀ دۀ دا هر څۀ بد ولګېدل.. کۀ وس ئې اوشو نو بغېر د چیچلو دې نۀ پرېږدي او اخر دا چې د هغۀ پۀ مرسته مې ترې ځان بچ کړو.
هغه پۀ رشتیا شاعرِامن ؤ. تر دې چې د سپي ئې هم د جنګ نه نفرت ؤ او د جنګ جدل او تباهۍ پۀ خبرو ئې طبیعت خراب شوے ؤ.. زۀ چې پیر صاحب نه رارخصت شوم نو پۀ لاره مې ځان ډېر ملامته کولو ولې چې د سپي ئې د جنګ پۀ خبرو دا حال شوے ؤ نو دے به پۀ دې خبرو اورېدلوڅومره دړدېدلے وي دغه احساس اوس هم ما ته کېږي الله دې ئې وبخښي

Print Friendly and PDF

Author Name: Pukhto.Net

Total Articles : 9

Total Hits: 231