د کهارادر نه تر چرلسټنه

By Gull Yousafzai - May 11, 2020

  1. ـــــــ "" زېرے "" ـــــــ ‼د کهارادر نه تر چرلسټنه ‼ فرهاد یوسفزے لالا ته په دغه نایابه ډالۍ د زړۀ له تله اومبارکې ورکوم خدائ اوکړې چې د پښتو او پښتنو د پاره ګټور اوګرځې ـ د کرنطين په دې ساه ډوبي او غمژني ماحول کښې د خوشحالې زېرے دے چې د فرهاد یوسفزے لالا نوې ټولګه, " د کهارادر نه تر چرلسټنه " چاپ شوه. په دې سفرنامه کښې به تاسو د امريکې د ځنې سترو ښارونو او د نړۍ د پنځو شپګو ملکونو سره سره د اوه سمندرونو سېل هم کوئ. د هاغه هېوادونو تاريخ, جغرافيه, رسم رواج او نور ډېر معلومات په کښې لوستې شې. # # نوټ, د مېلاوېدو درک يونېورسټي بک خېبر بازار پېښور سټار بک پي. ار. سي ماکيټ مردان #نوټ‼شاعرانو ادیبانو دانشورانو ادب ذوقه او نیژدو ملګریو ته خبر دے چې د ډالۍ په طمع نه شئ په داسې کړکیجن حالاتو کښې کتاب لیکل او چاپ ته سپارل د فېسبوکې او دربارې شاعرانو د وس کار نه دے نیژدی ملګریو ته هم کتاب په بعیه میلاویږې ټولو ادب ذوقه ملګریو مینه والو ته حواست دے چې د شاعر لیکوال د حوصله افزائۍ د پاره د هغه کتاب په بعیه اخلۍ ـ ستاسو ورور زین العابدین مومند پیښور

Print Friendly and PDF

Author Name: Gull Yousafzai

Total Articles : 3

Total Hits: 2015