د رياض تسنيم سره مرکه

By Gull Yousafzai - May 09, 2020

د ګران لیکوال شاعر او ادیب ښاغلی ریاض تسنیم صیب سره دغه مرکه د وریت پښتون په دیره کښې ښاغلي حاجي فضل حکيم عندليب

 

فضل عندلیب — ګرانه تسنیم صیب د پښتنو ادبي دیرې وریت پښتون ته ستړی مه شې 

ریاض تسنیم — عندليب صېب خېرونه دې وي ټولو ملګرو ته سلامونه

 

فضل عندلیب — کور دې ودان-تسنیم صیب -د مرکې په سر کې که خپله پيژندګلو د لوستونکو سره وکړئ نو غوره به وي

ریاض تسنیم — مننه-زۀ پۀ قبيله مومند اؤ پۀ ذات سيد يم- خپل کلے مې ځناور چينه مومند ايجنسي ده-پېدائش مې دپېښور دے اؤ اوس پۀ کراچۍ کښې مېشته يم-دشعروادب سره تعلق لرم يوڅو پاڼې مې تورې کړې دي

 

فضل عندلیب — مننه تسنیم صیب رب مو راته ژوندي لره–ستاسو کوم چاپ اثار هم شته؟

ریاض تسنیم — زما تر اوسه دشاعرۍ دوه مجوعې ..دا کوم رنګ مې کشيدکړے،،اؤ،،چندڼ،، اؤ دخوشال خټک دشاعرۍ انتخاب دمنتخب خوشال،، پۀ نوم چاپ دي

 

فضل عندلیب — ډیره مننه تسنیم صیب -چې نطر وکړم نو په ځلمو غزل لیکونکو کې معیاري غزل لیکونکي د شمیر دي-چې زه پکې تاسو هم شمیرم-په لنډو ټکو کې راته لیکلی شئ چې د معیاري غزل ځانګړتیاوې کومې کومې دي؟ 

ریاض تسنیم — عندليب صېب دمعيار خبره خو وروستو راځي اول خو يو شاعر له دا کتل پکار دي چې هغه دغزل مزاج هم پېژني؟اؤ دهعۀ دغزل دپاره موزون دے؟ بل دمعياري غزل دپاره ضروري ده چې شاعر دغزل تاريخ واره اؤ مسلسله مطالعه کړې وي اؤ دتکنيکي خوپيو نه علاوه ئې دغزل پۀ ژبه مکمل عبور وي اؤ داساتذه و پۀ فني مهارتونو خبر وي اؤ دخپل عصر آګهي هم لري

 

فضل عندلیب — منم يې تسنیم صیب-یعنې که نن سبا وګورو هر لیکوال غزل لیکي خو د غزل خواږه پکې نه وي–د غزل د جوړښت په هکله خو تاسو یو څه راته اوايئ؟کوم کوم لوازمات ورله پکار دي؟ 

ریاض تسنیم — دهرڅۀ نه اول فني اؤ تکنيکي خوبۍ پۀ نظر کښې ساتل پکار دي-دويم اهمييت دموضوع دے چې آيا شاعر سره دوېنا دپاره خۀ شته هم؟ دريم اوچت تخيل اؤدفکر بلندي ده_اؤ ددې هر څۀ نه اهم مترنمه ژبه اؤ تغزل دے

 

فضل عندلیب — قربان مو شم تسنیم صیب تاسو د موضوعاتو خبره وڅیړله-نو که فکر وکړې نو مونږ نویو لیکوالانو ته مشوره ورکوو چې مطالعه وکړئ-نو دا ورته د څه د پاره دا مشوره ورکوو؟چې د شعر جوړښت یاد کړي؟که خبره د جوړښت شي نو دا خو مونږ هره ټولنه او ادبي نشستونو کې د جوړښت نیمګړتیاوې په ګوته کوو-او که موخه مو د موضوعاتو لټون وي نو بیا ورته څه خلک ادبي سرقه وايي -په دې هکله ستاسو څه نظر دی؟ 

ریاض تسنیم — عندليب ضېب موضوع يوه هم نوې نۀ وي داظهار ظرز نوے پکار دے اؤ ددغې شي لټون دمطالعې نه بغېر نا ممکن دے شاعري خۀ پېغمبري خونۀ ده دا خوکسب کمال دے اؤ دا دکومو خلقو اعتراض ته چې تاسو ګوته اونيوه دغه غريبانان د کوهي چيندخان دي

 

فضل عندلیب — کور مو ودان تسنیم صیب-یو ادب د ژوند د پاره دی بل ادب د ادب د پاره—تاسو یقین کوم چې ادب د ژوند د پاره ګڼئ؟نو معنا يې دا شوه چې ادب د اولس د پاره دی–نو بیا په شعر او نثر کې لفظي مشکل خوښي کول-پکار دي؟که هم دغسې ګران ګران ټکي چوڼ کوو او شعر یا نثر لیکو نو بیا مونږ د خپلې ادبي نظريې خلاف نه یو لګیا؟؟او دداسې ادب ژوند او اولس ته څه ګټه وي؟؟ 

ریاض تسنیم — عندليب ضېب!دا ديوتخليقکار پۀ ذهني رجحان اډاڼه لري چې دهغۀ دخوښې لفظيات کوم کوم دي -دغه دهغۀ داسلوب برخه ګرځېدلي وي-ځکه نو هغه مجبور وي چې هم دغه لفظيات په پکاروي کۀ هغه اسان وي اؤ کۀ ګران-مثالونه ئې دغالب اؤ کاظم خان شېدا پۀ شکل موجود دي

 

فضل عندلیب — اسلوب څه ته وايي؟لږه رڼا پرې واچوئ؟ 

ریاض تسنیم — پۀ اسانو ټکيو کښې ديو تخليقکار دذهن عېن مطابق اؤ دخوښې هغه لفظيات چې هغه ئې دخپل مافي الضمير داظهار دپاره هر ځائې اؤ هر وخت پکاروي هغې ته اسلوب وائ

 

فضل عندلیب — مننه تسنیم صیب-د شاعرۍ د پاره عملي عشق ته اړتیا وي کنه؟او ستاسو په اند د حسن او جمال معیار څه دی؟او ښکلا یا ښایست یوه اضافي خوبي ده؟ 

ریاض تسنیم — وروره زماخو دا ايمان دے چې د ښې شاعرۍ دپاره دغوښې اؤ هډوکو نه جوړ ديو ښائسته بې مثال انسان سره يو زور داره عشق بېخي ضزوري دے نورې خبرې فقط پۀ کتابونو کښې خوند کوي—–دحسن معيارهغه دے بس چې زړۀ ته پرېیوت ————————( سودا جوترا حال هے ايسا تو نهين وه—–کيا جانئے تونے اسے کس آن مين ديکها)

 

فضل عندلیب — قربان مو شم تسنیم صیب-په شعر کې د انقلاب او نظريې خبرې ډیرې لولو-تراوسه خو داسې مذهب یا نظریه نشته چې د نړۍ د ټولو انسانانو د پاره په مجموعي توګه قبوله وي-له دې کبله کوم ادب چې د کومې نظريې یا فلسفې د پاره ولیکلی شي محدود وي–
تاسو افاقي ادب کوم یو ګڼئ؟او په ځانګړې توګه د غزل په نازکه ملا دا رنګ موضوغات پیټی نه دي؟؟ 

ریاض تسنیم — دهرژوندي اؤ فکري بالغ تخليقکار څۀ نا څه نظريه ضرور وي دآفاقي ادب مطلب دانۀ دے چې ګني پۀ شا ئې نطريه نۀ وي-اجتماع پخپله پۀ وجود کښې نۀ راځي بلکې د فرد نه جوړيږي-نظريه يوه هم محدوده نۀ وي-فرق صرف دطرز اظهار دے دا اوس پۀاديب اډاڼه ده چې هغه پۀ څومره هنر دفرد مسئلې له داجتماع شکل ورکولے شي

 

فضل عندلیب — کور مو ودان تسنیم صیب—عاشقي او شاعري څه دین نه دی چې مکمل شوی-جدیدیت خو به راځي -خو جدیدیت ځنې خلک مغربي فکرونو خپلولو ته وايي-او ماده پرستي چې چرته زوروره شي نو هلته د شعر قدر کمیږي-په مغربي ټولنو کې نورې هنري څیړنې خو ډیرې کیږي خو شعري ژور والی او خوږلت چې کوم مشرقي ټولنو کې دی ځکه دی چې دلته روحانیت جذبه او فطرت ته نزذې والی ډیر دی-نو که څوک وايي چې زمونږ شعر د نړیوال معیار نه دی نو دروغ نه وايي؟وجه خو يې ښکاره ده چې زمونږ ادب نړیوال لوستونکي ته نه رسي–نو بیا ولې مونږ د هغوي ادبي اصناف له (ازاد نظم)او نور په خپلو لوستونکو ورتپو؟؟ 

ریاض تسنیم — اصل خبره داده چې ړوند تقليد دهر څيز مضر وي -خپل ادبي اکابرين هغه خلقو ته دکم معيار ښکاري چې چا خپل ادب يې پۀ سنجيدګۍ سره نۀ وي لوستلے کۀ چا صرف يو خوشال خټک هم پۀ سنجيدګۍ سره ولوستۀ هغه به بيا دا قسم سوچ نۀ کوي-تر څو چې دادبي اصنافو خبره ده نو دبلې ژبې اصناف خپلې ژبې ته راؤړل هيڅ عېب نۀ دے پلکې دفراختيا خوبي ده-غزل هم دبلې ژبې نه راغلے وۀ خو اوس د غزل نه بغېر پښتو شعر نيمګړے دے

 

فضل عندلیب — مننه کوم ګرانه تسنیم صیب–ځنې سترو لیکوالو لکه حمزه بابا ازاد نظم ته شعر نه ویلو-او ګڼ استادان ملګري مې د نثري نظم په هکله هم واوریدل چې شعر يې نه ګڼي -تاسو په دې هکله څه نظر لرئ؟؟ 

ریاض تسنیم — خبره دشعري صنف دخوبۍ اؤ خرابۍ يا منلو اؤ نۀ منلو نۀ ده خبره دشاعر دتخليقي قوت ده-کۀشاعر غېر تخليقي اؤ پۀ ذهني توګه شنډ وي نو بيا خو دغزل اؤ پابند نظم هم خیر نۀ وي اؤ کۀ شاعر ذهني زرخېزوي لري نو بيا دازاد نظم اؤ نثري نظم سره هم انصاف کولے شي

 

فضل عندلیب — قربان مو شم تسنیم صیب-شاعر له خپل مقام پخپله ټاکل پکار دي؟که ټاکي يې نو د نفسیاتي ستونزو سره مخ کیږي-شاعري خو عشق دی او عشق کې مقامونه نه وي-ستاسو په نظر د شاعر ادبي مقام به څوک ټاکي؟ 

ریاض تسنیم — دشاعر مقام دهغۀ هاغه لوستونکي ټاکي څوک چې دشعر فهمۍ اؤشاعر فهمۍ دعوه لري خو ددې سره سره هر ښۀ شاعر ته خپله هم دخپل مقام احساس وي -مثالونه ئې دخوشال اؤرحمان دشاعرانه تعليو پۀ صورت کښې موجود دي

 

فضل عندلیب — جارموشم وروره-تاسو ماشاالله د پښتو ادب لوستنه کړیده-تاسو حمزه بابا صوفي شاعر ګڼئ کنه؟او چې په ادبي چاپيرچل په وسنو ورځو کې ځغلنده نظر واچوو-نو په ژوندو لیکوالو کې درته کوم صوفي شاعر ښکاري؟ 

ریاض تسنیم — عندليب صېب!يوعملي صوفي وي اؤ بل هغه وي چې صرف دتصؤف پۀ مروجه اصطلاحاتو ګوزاره کوي-پکار ده چې اوس مونږه دحمزه شنواري سره دا دتصؤف ټوقې پرېږدو اؤ هغه دښۀ غزلګو پۀ حېثيت سره ثابت کړو

 

فضل عندلیب — تسنیم صیب ولې تصوف د غزل په لمن کې نه ځایګي؟ 

ریاض تسنیم — نور دغزل پۀ لمن رحم پکار دے

 

فضل عندلیب — کور مو ودان-تسنیم صیب پخوا شاعرانو به جانشین او شاګردان لرل-دا لړۍ نزدې نزدې ختمه ده-تاسو خو چرته د چا استاد نه يئ؟؟او دې د شاګردۍ او استادئ لوبې ته په کوم نظر ګورئ؟ 

ریاض تسنیم — دايماندارۍ خبره داده چې خپل ځان دهر معقول سړي شاګرد ګڼم خو داستاذۍ طاقت نۀ لرم چې خپل ځان راته بې هنره بې هنره ښکاري

 

فضل عندلیب — مننه تسنیم صیب-زه پوهیږم چې ستاسو نیټ کې ستونزه ده-یو سوال باید وکړم چې سوچه نقد څه ته وايئ؟دا نن سبا چې کومه د قافیو او ردیفونو د جوړولو عمل روان دی دا نقد دی؟فکري نقد چې چرته نه وي نو هلته ادب وده کولی شي؟ 

ریاض تسنیم — سوچه نقد هغه وي کوم چې پۀ علمي بنياد اؤ اعتدال اؤتوازن سره وکړے شي اؤ فکري نقد خو ديوې ژبې دادب دپاره دآکسيجن کار ورکوي

 

فضل عندلیب — کور دې ودان تسنیم صیب-په پښتونخوا او نورو پښتنو سیمو کې د میدیا او نورو لارو د څه خلکو نه ادبي بتان جوړ شوي هره خبره يې دلیل ګڼلی کیږي-او وجه يې ښکاره ده چې مونږ د کتاب ازار وهلي یو-ددې خلکو د لاسه پښتو ادب د جمود ښکار شوی نه دی؟؟او تاسو ادبي غاصبان په صفتي او عملي توګه کومو کسانو ته ویلی شئ؟ 

ریاض تسنیم — عندليب صېب! دفېض شعر دے-
–(اک طرزتعافل هے سووه ان کو مبارک—اک عرض تمنا هے سو هم کرتے رهين ګے)
-هغوي به خپل کار کوي مونږ په خپله لاره وهو-دا ادبي غاصبان پۀ هر دور کښې پاتې شوي دي-خو ريشتوني فنکار خپله فريضه جاري ساتلې ده

 

فضل عندلیب — ګرانه تسنیم صیب-میډیا د ادب اصل روح ته زیان رسولی کنه؟کوم ادب چې خپریږي دا د هغه خلکو وي چې رسنیو او میدیا ته لاس رسی لري-او د میدیا او رسنیو له کبله د کتاب په طلب کې کموت نه دی راغلی؟دا اوسنی میدیاي یلغار د ادب په ګټه تمامیږي که په زیان؟ 

ریاض تسنیم — دمېډيا اهميت پۀ خپل ځا ئې دے اؤ دکتاب اهميت پۀ خپل ځائې-پۀ مغرب کښې دمېډيا ديلغار باوجود هم دهېري پوټر داخستو دباره خلق پۀ قطار کښې ودرېږي -فرق صرف دمهذپې اؤ غېر مهذبې معاشرې دے

 

فضل عندلیب — مننه تسنیم صیب-مونږ ځان له خپلو قامي حالاتو هیڅکله غاړې ته کولی نه شو-د یو حساس انسان او شاعر په توګه تاسو له مودو نه د کراجئ په خاوره ژوند کوئ-تاسو راته دا ویلی شئ چې د کراچۍ پښتون نن سبا د ژوند په کوم ډګر ولاړ دی؟ 

ریاض تسنیم — پښتون کۀ پۀ هر ځائې کښې وي خوار دے-دکراچۍ پښتون د معاشي بد حالۍ سره سره پۀ نورو محاذونو هم جنګيږي چې يو پکښې دبې وطنې اؤ غېر محفوظه مستقبل شديد احساس دے

 

فضل عندلیب — ډیره ډیره مننه ګرانه وروره تسنیم صیب—تاسو که د وریت پښتون د دیرې پښتنو ته کوم پیغام لرئ نو شریک يې کړئ؟ 

ریاض تسنیم — پۀ خپله ژبه اؤ خپل قام همېشه فخر کول پکار دي–دوريت پښتون ددېرې ټولو ملګرو ته نېکې پېرزوئنې

 

فضل عندلیب — ستاسو په ورورولئ ویاړو-او ویاړو چې ستاسو په څیر د نظر لرونکي هم زمونږ د دیرې غړیتوب لري–په زوند مو برکت شه-او تاسو به یو ځل بیا هم دلته د مرکې د پاره راولو
ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند ژوند

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Gull Yousafzai

Total Articles : 3

Total Hits: 149