هسې ديوالونو ته خبرې دي

By Gull Yousafzai - May 02, 2020

غزل

 

زۀ د یو داسې اذیت غیږه کښې ساه اخلمه
چې کله کله وس د ځانه هم دعا اخلمه
ډېرې خبرې دي چې ماپکښې ثواب اوګټو
ډېرې خبرې دي چې زۀ پکښې ګنا اخلمه
څنګه بۀ زۀ د ژوند پۀ منډه کښې کامیاب نۀ یمه
چې دعــــا ګانې مـې د مور او د بـابـا اخلمه
ستا یادیدو سره بدل شي کیفیت مې د ژوند
پۀ ماڅۀ چل کیږې نامۀ چې کله ستا اخلمه
بیا بۀ ښپیمانه ئې د عشق پۀ دې ازغنه لاره
زه هـر قدم ګورے د خپل زړۀ پۀ رضا اخلمه 
ډېره ده ګرانه که بیا خپلې زندګۍ تۀ جوړشم
دا چې پۀ سر باندې غمونـــه ده دنیا اخلمه
نقيبه دلته په هر لور د وينو تږي ګــــرځي
د دې وحشت د ښاره ځم چرتـــه پنا اخلمه

نقيب يوسفزے

Print Friendly and PDF

Author Name: Gull Yousafzai

Total Articles : 3

Total Hits: 2008