ګلونه د ژوند رنګونه دي

By Amanullah Nasrat - May 02, 2020

ګلونه د ژوند رنګونه دي

ليک ... امان الله نصرت

ګلونه د الله ج د قدرت نښې او د ژوند رنګونه دي چې زړونو ته مينه, سکون او خوښي وربښي او انسان ته خوږ احساس ورکوي, ګلونه د ښکلا او ښايست سمبولونه دي چې چاپيريال پرې رنګين او شاداب ښکاري او په خپله شاوخوا سيمه کې خوږې او معطرې وږمې خوروي   ډير دردمن, مړژواندي او نيمه خوا زړونه د ګلونو په ليدلو د خوښۍ احساس کوي او سکون او ارامي ورته پيداکېږي
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي خپلې باغچې, دېرې, حجرې او د کورونو غولي په بېلابېلو ګلونو او موسمي بوټو ښکلي کوي او ډيری خلک ېې د ميلمنو په خونو او د خپل خوب په کوټه کې ځای په ځای کوي, پښتانه ځوانان ګلونه د پګړيو په ولونو کې ږدي او پېغلې ېې په زلفو او وربلونو کې ټومبي او  دغاړو امېلونه او د لېچو بنګړي ترې جوړوي عاشقان ېې خپلو معشوقو او دوستان يي خپلو ملګرو او زړه ته نږدې کسانو ته د مينې او د محبت د اظهار په پار  وروړي
ځيني خلک د ناروغانو د پوښتنې په وخت ناروغ ته د ګلونو ګېډۍ ورکوي او همدغه راز په غونډو او محفلونو کې يي مشرانو او مېلمنو ته دهرکلي مننې او نازونې او نمانځنې په دود ډالۍ کوي
کله چې د يوه هېواد مشران او لوپوړي چارواکي بل هېواد ته ورځي نو کوربه هېواد ېې په ګلونو هرکلی کوي او ماشومان او زده کوونکي پرې د تازه ګلونو پاڼې شيندي
په ځينو سيمو کې د ناوې موټر په تازه ګلونو پوښي او د نکاح د مراسمو او کيک پرې کولو سټيج په ګلونو او رڼاګانو ښکلی کوی

په ډېرو ځايونو کې د ناوې لار  په ګلپاڼو فرشوي او د ناوي په خونه کې او د پالنګ شاوخوا د ګلونو امېلونه ځړوي,   د دولتونو او حکومتونو لوړپوړې چارواکې د خپل ملک دننه او يا د نورو ملکونو د ليدلو په مهال د شهيدانو او نورو تاريخي مشرانو په قبرونو د احترام او درناوي په خاطر د ګلونو ګېډۍ ږدي او په دې توګه د خپل عقيدت څرګندونه کوي  پېغلې په بامونو او د انګړ دننه د کشمالو او نورو ګلونو بوټي کري او د هغې روزنه او پالنه په ډېره مينه او ځانګړي شوق کوي کوي شاعران چې د طبيعت له ښکلا او رنګونو سره فطري مينه لري په خپلو اشعارو او ليکنو کې د ګلونو د ښايست او ارزښتونو یادونه کوي او هغه په خوږو او زړه راښکونکو لفظونو ستايي
عبدالرحمن مومند بابا وايي

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره چې پښو کې به دې خار شي

ملنګ جان بيا ويلي چې
زړه زما د ازادۍ په شمال خوري 
لکه ګل چې د اوبو په سر سمسوري

يو بل شاعر وايي
لکه ګلونه د سپرلي ښکلي شي
ښکلي چې وخاندي بيخي ښکلي شي
زما يو غزل دی چې

راشه چې ستا د غاړې هارکړم د نارنج ګلونه
په تور وربل درته کتار کړم د نارنج ګلونه
سترګې دې ګل شونډې دې ګل پخپله ګل ېې اشنا
ستا په زلفانو څله بار کړم د نارنج ګلونه

په پښتو سلګونو لنډيو کې هم د  ګلونو ذکر او ستاينه شوې او په ډېرو خوږو لفظونو پکې ګلونه  ياد شوي دي لکه دا يو څو   لاندې لنډۍ
چې ګل دې راکړ په خندا شوې
زه دې له ګله په خندا خوشاله شومه

ماته د پېغلې کور معلوم دی
د بام په سر ېې کشمالي کرلي دينه

ګلونه ډېر دي خدای دې ډېر کړي
زه په وربل کې د شړشم ګلونه ږدمه

ګلاب له اصله شهزاده دی
رامبېل چنبيل ېې نوکران نيولي دينه

ګل د ګلاب بوی د سنځلې
سيوری د ولې څنګ د يار مزه کوينه

ما ته د سېورې ګلان راوړه 
دا پچکي ګلونه نمر وهلي دینه

ګل مې په لاس کښې مړاوې کېږي
د پګړۍ ول دې سستوه پکښې یې ږدمه

 دا ګل پۀ لاس درته ولاړ یم
یا مې ګل واخله  یا رخصت راکړه چې ځمه

په لوړو غرو د خدائ نظر دی
په سر يې واؤرې وروی بیخ کې ګلونه
د گل دہ ذات پوشتنہ وکڑہ
غنچہ ترے، ھلہ جوڑوہ چی اصل وینہ
د گلاپ تش دیدن پکار دی
خیر دی ازغی کہ چار چاپیر ورسرہ وینه
نن دهغی جینۍ واده دی
 چی له وربل ېې  بوراګان ګلونه وړینه
ګوره چی وار دی خطا نه شی
 دګلو لخته دی په سر ولاړه یمه

خاونده ما ګل د ګلاب کړې  
چې د جانان په غېږ کښې پاڼې پاڼې شمه
که په ښایستو کی وفا وی د پلۍ ګل به په پوڼډونو خر څیدنه

په پښتو سندرو کې هم وخت په وخت  دګلونو يادونه او ستاينه شوې او پښتنو سندرغاړو په خپلو خوږو اوازونو کې د ګلونو په اړه ويل شوي شعرونه په ډېره مينه او شوق زمزمه کړي دي چې يو څو بيلګې ېې په لاندې ډول دي
لاړ شه پېښور ته کميس تور ماته راوړه
تازه تازه ګلونه درې څلور ماته راوړه

يا داچې
بيا به د سيند په غاړه نه کرم ګلونه
چې وخت ېې راشي رانه ی يوسي سيلابونه 
يوه بله سندره
ګل دې په زلفو باندې باندې کتار دي
دواړه چشمان دې محبوبا ګل د انار دي
 توبه توبه ګل دې په زلفو
يوه بله سندره کې د نارنج ګل يادونه په لاندې ډول شوې
لاس راکړه جانانه ځه چې ننګرهار ته ځو
سيل به د نارنج وکړو ښکلي لاله زار ته ځو
او د استاد ګل زمان يوه خوږه سندره وه چې
په ګل غونډۍ کې د ارغوان د ګل مېلې دي 
يوه بله ولسي سندره مې ډېر پخوا اورېدلې وه او اورېدونکو زياته خوښوله
رېديه ګله ګله رېديه ببوجانې ته دې وړمه
يوه ډېره پخوانۍ مشهوره سندره را په ياد شوه چې
ګل بشرې راشه ګل دې واخله نور مه شکوه ګل
دا غنچه دې بس دی نور مه شکوه ګل
  د ګلونو په ليدو او خوندورو او معطرو وږمو زړونه د خوښۍ احساس کوي او د انسان اروا او دماغ پرې تازه کېږي,  په پارکونو او د سيل او تفريح په ځايونو او لارو او سرکونو کې د ګلانو شتون د سيمي رنګونه او ښايستونه يو په دوه کوي او د ليدونکو د خوښۍ او رواني سکون لامل کېږي
مونږ په نړۍ کې او همدغه راز په خپله خواوشا او چاپېريال کې بېلابېل ګلونه وينو او پېژنو چې د ځينو نومونه په لاندې ډول دي
ګلاب,   نرګس,   انارګل, نارنج ګل , کشمالي,   شبو,   ارغوان,   نسترن, چنبېلی,   رامبيل, زنبق,  رادکراني,  داودي , غاټول,   فرشي,  بنفشه, رعنا, صدبرګ , مڼې ګل, انځر ګل, شړشم ګل, ریدی, پيروت ګل, شقايق,  بادام ګل, سنځل ګل, سوسن, مرسل,  لمر پرست,  ادم چهره,  اهار ,   مارګريټ,   مينا,   ختمي ګل,  مريم ګلی,  ګل ګندم,  کوکب, پلۍ ګل,   اطلس,  تاج خروس,  هميشه بهار, ياسمين,  سنبل, شنډي ګل, مرجان,  ميخک,  شاه پسند , ياس,  شمع دان, جعفر ګل, ارکيده,  کامليا, ماګنوليا,  ليمونيوم,  شکرپاره,  ګل عروس,  ګل ميمون,  ايستوما,  فريزيا,  بوارديا,  ګل ادريس,  مرغ بهشتي,  ګل زعفران,  اماريليس,  ساکورا, قلب خونين, رز, نيلوفر, ګازانيا او نور
فباي الاء ربکما تکذبان

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 906