په اسلام کې د علم او عالم مقام

By Amanullah Nasrat - May 01, 2020

په اسلام کې د علم او عالم مقام


امان الله نصرت


نن مونږ د هغه چا په شخصيت او اهميت غږيږو  او د وياړلي شان او مقام ستاينه او ځلونه يې کوو چې د پوهې او علم په برکت په ټولنه کې لوړ او ځانګړى ځاى لري او د خواږه نوم په اوريدو يې د انسان د فکر په څپو کې د يوه دردمن، سپيڅلي او مهربان انسان  ګلالى انځور او تصوير ترسيميږي


 رښتيا هم چې عالم او معلم د ډير درناوي، عزت او قدر وړ دى ځکه چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت رسول اکرم د معلم په درانه نامه وياړي او فرمايې انما بعثت معلما لاتمم مکارم الاخلاق، نو جوتيږي چې معلم د ډير لوړ او ستر مقام څښتن دى  او علم د انسان هغه ستر وياړ، امتياز او فضيلت دى چې د هغې په سبب يې د ځمکې پر مخ د الله ج د خليفه لوړ مقام ترلاسه کړى او د ملايکو په ځاى چې شپه ورځ د الله ج په ذکر او ستاينه بوختې دي انسان ته د اشرف المخلوقات دروند پټکى پر سر شوى او ددنيا د خلافت اعزاز او وياړ يې تر لاسه کړى دى


هو معلم او عالم د يو ستر، سپيڅلي او عظيم انسان او لوړشخصيت نوم دىچې د څمکې پر سر يې هيڅوک د سيالۍ وړ او جوګه کيداى نه شي، معلم او عالم يوه داسي وياړلې او د قدر وړ هستي ده چې خپله سوځي خو نورو ته رڼا ورکوي ,  نړۍ ته ښکلا، ځلا او برياوې وربښي او د معرفت رنګينې او زرينې وړانګې او نوراني پلوشې خوروي٠ هغه وګړي او ټولنې چې د علم په رنګينو رڼاګانو ښکلې او سينګار وي او هغه ملتونه او ولسونه چې د علم او پوهې په وسله سنبال وي د ژوند د حقېقي نيکمرغۍ، سرلوړۍ او سعادت خاوندان وي خو هغه ټولنې چې هلته د علم  او عرفان د ډيوو رڼاګانې تتې او د تعليم او معارف کاروانونه يې ټکني او پر ټپه ولاړ وي په حقېقت کې مړه، ړانده او د ژوند له ټولو خوښيو او ښيګڼو بې برخې وي او ژوندي په مړو حساب 

يوه شاعر څه ښه ويلي


چې له علم و معرفته خبر نه وي

هغه خلک وي ژوندي په مړو حساب

چې د پوهې ډيوه نه لري په لاس کې

هغه قام به وي هميش خانه خراب


او په بل ځاى کې وايي


د انسان ښايست په علم و په کمال دى

په پوهنه کې ښکلا ده هم جمال دى

چې په علم اراسته نه وي جاهل وي

په صورت که هم ښايسته وي تور ديوال دى


او ستر صوفي شاعر عبالرحمان مومند وايې چې


زه رحمان حلقه به ګوش د هر عالم يم   

             که اعلى دى که اوسط دى که ادنا


نو راځۍ چې د علم له نوراني او ځلاند کاروان سره ملګري شو، راځۍ چې د معارف روښانه مشالونه د هيواد په ګوټ ګوټ کې خواره او وځلوو ، راځۍ چې خپل ځوان کول ا و راتلونکى نسل داسې وروزو چې په وينو کې يې د مينې، عاطفې ، انسان دوستۍ او هيواد پالنې سره ورګډ شي او د جګړو، نفرتونو، تعصب، وينو تويولو، او فسادونو په ځاى انساني خدمتونو ته ملا وتړي اخپله زخمي زخمي او په وينو لمبيدلې خاوره او لوټې لوټې وطن د نړۍ د ترقۍ، تمدن او خوشحالۍ له کاروان سره ملګرى او له ګران هيواد څخه يوځل بيا د نړۍ د ښکلاګانو او ځلاګانو کور او د نړۍ ناوې جوړه کړي


Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5438