پوهنه رڼا ده ... امان الله نصرت

By Amanullah Nasrat - May 01, 2020


پوهنه رڼا ده

 

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم يم

که اعلی دی که اوسط دی که ادنا

عبدالرحمن مومند

                         

لکه چې ټولو ته معلومه ده ښوونه او روزنه هغه ځليدونکې رڼا ده چې د رنګينو او زرينو وړانګو په برکت يې انسان کولاى شي د ژوند له رښتينو ښيګڼو او خوښيو څخه برخمن شي او د نيکمرغۍ او پرمختګ حقيقي او ګلاليو پړاوونو ته ورسيږي

هغه ټولنې او هيوادونه چې هلته د علم ډيوې مړې او د معارف کاروانونه ټکني وي هلته بدمرغي او تيارې خپل تور او خونړي وزرونه غوړوي او وګړي يې په لسګونو کلونه د تمدن او ترقۍ له بهير نه وروسته پاتې کيږي

چيرته چې د بيسوادۍ او ناپوهۍ تورې بلاګانې حکمراني کوي او دمعارف د مشالونو رڼاګانې يې تتې اود ښوونځيو او پوهنځيو دروازې يې تړل شوې وي هلته ولږه، فقر، بدبختي، ناروغۍ، فسادونه، دښمنۍ، ترهه ګرۍ او قسم قسم غميزې او ناورينونه خپريږي او د زندانونو دروازې پرانستل کيږي، خو هغه ټولنې چې هلته د علم او پوهې ډيوې بلې او روښانه وي او ساينس او تکنالوژۍ پکې د لوړتيا او پرمختيا پړاوونه وهلي وي وګړي يې کولاى شي چې په کائناتو حکومت وکړي، اسمان څکي سياري تسخير کړي، د مريخ پر بام ګامونه کيږدي او د يوې مدني او متمدنې ټولنې په جوړولو بريالي شي

علم رڼا ده، علم ښکلا ده او علم هغه ستره پانګه او سرمايه ده چې د انسانانو او انساني ټولنو بقا، ارتقا او خيرو فلاح په هغې پورې تړلې شوې ده ځکه خود اسلام مقدس دين علم په هره مسلمانه ښځه او نارينه فرض کړى او فرمايلي يې دي چې، طلب العلم فريضة على کل مسلم و مسلمة په يوه بل روايت کې راغلي چې نبي کريم ص فرمايلي چې د قيامت په ورځ به د عالمانو د قلم رنګ او دشهيدانو وينه تلل کيږي د عالمانو د قلم رنګ به دشهيدانو له وينې دروند وي، له حضرت عثمان رض نه روايت دى چې رسول اکرم فرمايلي، خيرکم من تعلم القران و علمه بهترين له تاسو نه هغه څوک دي چې قران کريم ياد کړي او نورو ته يې اوښايي

په اسلام کې د علم مقام او ارزښت له دې نه هم جوتيږي چې الله ج د خپل استازي د بعثت لړۍ له لوستلو څخه پيل کړه او د اسماني وحې لومړني ټکې چې د بشري نړۍ په ستر لارښود حضرت محمد مصطفي ص د مکې د حرا په غار کې نازل شول هغه  د اقرا با سم ربک الذي خلق ، الخ  مبارک الفاظ وو چې معنى يې ده  ( ولوله د هغه رب په نوم چې د ټولو شيانو خالق او پيدا کونکى دى، ولوله د هغه رب په نامه چې لوى او کريم دى هغه خداى چې د قلم په زريعه يې علم وښود او انسان ته يې هغه څه زده کړل چې پرې نه پوهيده ) ، په يوه بل ځاى کې ستر رب په قلم او د هغه په ليک سوګنديادوي او فرمايي چې،  ن@ والقلم و ما يسطرون@ چې له دې نه هم په ډاګه کيږي چې په اسلام کې علم او تعليم خاص او لوړ ځاى لري او پرته د علم او پوهې له وړانګو او رڼا انسان د ژوند رښتينې منزل او معراج ته نه شي رسيدلاى،  ام المومنين حضرت عايشې رضي الله تعالی عنها فرمايلې چې د ډېوې له رڼا څخه ګټه واخلۍ دې ته مه ګورئ چې ډېوه د چا په لاسونو کې ده

نو هر مسلمان ته ښايي چي دديني علومو تر څنګ ساينس او تکنا لوجۍ ته هم مخه کړي او د وخت له غوښتنو او ايجاباتو سره سم نوي نوي انکشافات او اختراعات وکړي، د ژوند په بيلابيلو برخو کې څيړنې او پلټنې وکړي او په اقتصادي، نظامي، زراعتي، طبي، صنعتي او نورو ټولو ساينسي څانګو کې له پوره پوهې او نوښت څخه برخمن شي

 

نو راځۍ چې د خپل ړنګ او زخمي زخمي وطن د بيا رغونې، پرمختګ او عمران لپاره خپلو ګلاليو بچيو ته د ټوپک او کوتک په ځاى کتابونه او قلمونه په لاسونو کې ورکړو او د هغوى د ځلانده او روښانه راتلونکې لپاره د ښوونځيو او پوهنځيو دروازې پرانيزو، راځۍ چې د هيواد د ځوان کول په سالمه روزنه او علمي پالنه کې يوه شيبه هم له غفلت نه کار وانخلو او د خپلو علمي او معنوي کدرونو په روزلو او د ښوونيز او روزنيز بهير په پياوړي کولو سره د خلکو له زړونو د دښمنۍ، تعصب، او نفرتونو مراندې پرې کړو او په وينو کې يې د مينې، عاطفې او ورورګلوۍ سره ورګډ کړو، راځۍ چې ديني او دنيوي علومو ته ارزښت ورکړو او له زانګو څخه تر قبر پورې د علم په لاسته راوړلو کې له بې پروايۍ نه کار وانخلو، راځۍ چې د خپل راتلونکي نسل د تاندو او تنکيو ګل غوټيو په سالمه او موثره روزنه کې مسئولانه ګامونه واخلو او پرينږدو چې زمونږ ګلالي اولادونه د بيسوادۍ او ناپوهۍ په غموونکو تيارو کې لوى او د خپل ولس د اوږو پيټى شي٠  راځۍ چې ديوه خپلواک، پرمختللي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړيدو لپاره د پوهنې د بڼ تاندو ګلغوټيو ته د اوبو په ځاى د زړونو وينې ورکړو تر څو د همدغو نازنينو ګلڅانګو په روزلو ګران او خوږ وطن له روان ويرجن، تاوجن او کړکيچن حالت نه را اوباسو او افغانان يو ځل بيا د يوه مهذب، مترقي او سرلوړي ولس په څير د نړۍ په تاريخ کې و ځلوو او د نورو له خيرات او احتياج څخه خلاص شو، د همداسې يوې ځلانده، روښانه او ډاډمنې راتلونکې په هيله خپله ليکنه په لاندې څلوريزه بشپړوم

 

د مريخ پر  بام يې کيښودل ګامونه

د سپوږمۍ زړه کې يې جوړ کړل محلونه

اى نصرته داد علم برکت دى

چې انسان کوي هوا کې پروازونه


امان الله نصرت 

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Amanullah Nasrat

Total Articles : 56

Total Hits: 5115