دا ادیرې دا مقبرې

By Feroz Khan Afridi - Apr 21, 2020

دا ادیرې دا مقبرې

 

دا مضمون ما د دستار مجلې د پاره زما مستقل کالم د خلیج غږ جولاي ۲۰۰۵ کښې لیکلې وۀ

کله چې بنده سترګې پټې کړي نو په زمکه د هغۀ وجود د خاؤرو په ډېري بدل شی، په ژوند کښې د جائیدادونو مالک د مرګ نه پس په دوه ګزه زمکه کښې ځائے شی، هم دغه د فنا او بقا عمل دے، چې د دنیا سره راغلے او تر اخره به دومدار وی

 

جائینگے جب یہاں سے کچھ بھی نہ پاس ہوگا 

دو گز کفن کا ٹکڑا تیرا لباس ہوگا

 

د هر وطن د خلقو د ژوند ژواک دودونه دستورونه جدا جدا دی، د هرې خطې ابادی خپل مړی د خپلو مذهبی رسوماتو او عقائېدو په رڼا کښی سنبهالوی، ځینې خلق مړی سوزوی، ځینې خلق مړی ښخوی 

ځینې ئې په کمرو او غارونو یا بیابان کښې هم دغسې کېږدی، او د مارغانو، ځناورو او خشراتو د سخومې ذریعه وګرځی

 

مسلمان خپل مړی په زمکه کښې ښخوی .په مشترکه توګه د زمکې یوه ټکړه بیله کړی او په هغې کښې خپل مړی د خپلو مذهبی رسمونو او عقائیدو په طریقه ښخوی، د ډېرو قبرونو دغه تکړې ته ادیره یا مقبره وئیلے شی، پښتانۀ د خپلو مړو په حواله ډېر زیات حساس دی

 

د دنیا نور قومونه خپل مړی هم په هغه وطن کښې ښخوی په کوم وطن کښې ئې چې د ژوند ورځې شپې تېرې کړې او اخری سلګۍ اخستې وی، ولې پښتانۀ خپل مړی خپل د پلار نیکه وطن ته رسوی او هم هلته ئې تورو خاؤرو ته سپاری، ځکه چه د پښتون وګړی د خپل وطن سره بې کچه مینه ده، لکه چه احمد شاه ابدالی وئیلی وۀ،

د ډیلی تخت هېرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلې پښتونخواه د غرو سرونه

 

زمونږ د عصر خبره ده، چه کله افغانان وروڼه د مهاجرت په پائې کښې بیرته خپل وطن ته تلل، نو د ځان سره ئې د ناصر باغ کچه ګهړۍ او نورو ډېرو ادیرو نه خپل شل کلن ښخ شوی مړی راؤباسل او د هغو باقیات ئې خپل وطن ته یوړل

 

په خارجی هېوادونو بلخصوص په امریکه او يورپي ملکونو کښې مېشته مسلمانانو ځان له خپلې خپلې ادیرې دی او په بیعه د قبر ځائے اخلی او خپل مړی پکښې دفن کوی- ولې پښتانۀ دهر ځائے نه خپل مړی خپل ټاټوبی ته رارسوی او په خپله خاؤره کښې ئې ښخوی

 

د پښتون وګړی د پاره دا خبره یو پېغور ګڼلے شی چه د هغۀ ورور عزیز مړے دې په بل هېواد کښې ښخ شی، د مړی په راؤړلو کښې بلا ډېرې ستونزې او مشکلات وی، ډېر خرڅ پرې کېږی، ځکه نور قومونه اکثر خپل مړی نۀ راوړی

 

خو پښتون وګړی داسې ضد لری چه تر څو پورې ئې خپل مړے یو ځل خپل کور ته نۀ وی راؤړې،  د هغۀ زړۀ او ذهن ته ارام نۀ راځی او هلته ئې ذهن او زړۀ ارام ومومی چې کله ئې په خپل لاس، په خپله ادیره کښې ښخ کړي، پخواه به د نړۍ نورو قومونو هم د پښتون قوم په څېر د خپل وطن،کلتور رسمونو رواجونو سره هم دغسې مینه او عقیدت لرلو خو اوس د مادیت زمانه ده او د خلقو رویې، مزاجونه او احساسات په نورو ترجیحاتو بدل شوی دی

 

په عربي ملکونو کښې د مړی ژوندی زیات مسؤلیت او کار د حکومتی چارواکو په ذمه وی. هر کله چه په عربو کښې مړے وشی نو د ښار بلدیه او محکمه صحت د ملکی قانون تر مخه دغه ذمه واری په لاس کښې واخلی او د حکومت په خرڅ دا هر څۀ تر سره کوی

 

پخواه به دلته هم د هر قوم قبیلې ځان ځان له ادیرې او مقبرې وے خو اوس د عربو په هېوادونو کښې دا ټول کارونه په اجتماعی توګه د یوې منصوبې لاندې کېږی، په کلو او ښاریو کښې د زړو ادیرو نه دېوالونه راتاؤ کړی او په دغه ادیره کښې مړی ښخول بند کړی او بیا څو کاله وروستو دغه ادیره هواره کړی او پارک هسپتال یا سکول د رفاه عامه د پاره جوړ کړی

 

نوې ادیره د ښاریې نه دېرش څلوېښت کلو میټره لرې جوړه کړی او د بلدیه د منصوبو لاندې د اول نه دلته په کافی تعداد کښې په قطار او په ترتیب قبرونه کنستل شوی وی. چې زمکه ضائع نۀ شی 

هر کله چې مړے وشی نو بیا ئې د مړی د کورنیو د غړو سره په مشوره په خپل تحویل کښې واخلی او د عزیزانو سره څنګ په څنګ تر اخری تدفین پورې دا ټول کارونه تر سره کوی،  مړے چې تر څو پورې ښخ شوې نۀ وی نو د هسپتال په مرده خانه کښې پروت وی او کورونو ته ئې نۀ راوړی

د ټولو دا کوشش وی چې مړے زر تر زره ښخ شی او دغسې د دنیا په کارونو کښې یو ځل بیا شامل شی. او د شکر کلمه اووئي چې الحمدالله د الله مال وۀ او الله واخستو،  خو د بده مرغه په پښتونخواه کښې د عربو په مقابله کښې د اديرو او مقبرو ډېر بد حال دے. د سؤونو کالو راسې جوړې ادیرې او مقبرې هم په هغه ځائیونو پرتے دی، په دغه ادیره کښې هېچا ته هم د مړو د قبرونو شناخت نۀ وی خو بس په ادیره بلوڅېدل ورته عېب ښکاری

 

دغه ادیرې به د لارې،  سړک او عېن چې د ښار په مینځ کښی وی او ډېره په ارزښتناکه زمکه به بې ترتیبه او بې ځایه قبرونه جوړ شوی وی خو حکومت د داسې قسمه کارونو او منصوبو ذمه واری نۀ اخلی، کله کله د مړی وارثان د مړی سره د مرګ نه وروستو د دعا او د عقیدت په توګه په خپله حجره یا جماعت یا کور سره نزدې پټی کښې ښخ کړی چې بیا وروستو پرې  پښېمانه وی

 

په قبائیلي سیمو کښې په زړ‎و ادیرو لوئ لوئی ځنګلونه او ونې بوټی ولاړ وی او هېڅوک هم ترې  یو ډکے نۀ شکوی ځکه چې د ادیرې احترام کوي یا په مقبره کښې خخ ولي بابا نه په زړۀ کښې ډارېږی

د خلقو په شعور کښې دا وېره پرته وی چې کۀ دا شین لرګي پرېکړو نو کېدے شی چې ولی بابا درته زیان درورسوی،  خلق د حقوق الله او حقوق العباد پروا نۀ لری خو د باباګانو په معامله کښې خپل ذهن بدلولو ته تیار نۀ وی

مونږ لیدلی دی چه په قبائیلي سیمو کښې اوس هم په ادیرو او مقبرو کښې لوئې لوئې ځنګلې د ښۀ علامت په توګه ولاړې وی چې د ادیرې د بزرګۍ نښخه ګڼل کیږی

 

کۀ هر څو عقیدوی تصور ئې بد هم دے خو بیا هم د ځناورو، ماحول او اب و هوا د پاره ښۀ کار دے، په دغه ادیرو او زیارتونو کښې خلق د لرې لرې غرونو ځنګلو نه راوړلی لرګی جمع کوی،  یوے، سپاره جغ او بېلچې، کودالے پکښې لکه بطور امانت پراتۀ وی. او هېڅ بلوڅه پرې نۀ کوی. دا بیله خبره ده چې په ښاریو کښې خو غلۀ  اوس د جماعتونو نه هم پکښې  او بلبونه راکوزوی او په بازار کښې ئې خرڅوی

او دغسې په مشترکه قومی زمکو چې د ادیرو د پاره مخصوصه شوې وی قبضې کوی او په خپل تصرف کښې ئې راولی، حکومت ته پکار دی چې دا ټولې ادیرې او جماعتونه او عید مصلې په سرکاری تحویل کښې واخلی او د ښاریو نه بهر دمنصوبې لاندې یو لویه مشترکه ادیره جوړه کړی او خلق پابند کړي چې خپل مړی هلته ښخوی او دا ټولې زړې ادیرې څۀ موده بندې وساتی او بیا ئې د سکولونو پارکونو او هسپتالونو د پاره په کار راولی

 

د دې سره به په ښاریو کښې ارتوالې هم راشی،  فضا به هم خوشګواره شی، او د خلقو د اسانۍ د پاره به سرکاری پارکونه هسپتالونه او سکولونه هم جوړ شی،  ځینې خلق به وائی چې ګنی په دې ادیرو او مقبرو کښې زمونږ د پلار نیکه هډوکی خوندی دی او یاتاریخی اهمیت لری نو بیا خو دا ټول کائینات، زمکه ، اسمان،غرونه سیندونه او دا ټول وطنونه تاریخی هم دی او د اهمیت وړ هم دی ، ژوندي خلق به ورله ګوتې هم نۀ وړی؟ او نۀ به ئې پکار راولی؟

 

د هر مسلمان بائید دا عقیده وی چې مړے یو ځل په زمکه کښې ښخ شی نو د هغې غوښې او هډوکی د خاؤرو سره خاؤرې شی او د جزا او سزا تعلق ئې د روح سره پاتې شی،  او روح هسې هم په قبر کښې نۀ وی، او کۀ بالفرض  دا وی ھم نو د دنیا سره ئې تعلق نۀ وی

 

هسې هم دويم او دریم نسل ته د خپلو پلارانو او نیکونو د قبرونو هېڅ څۀ نښه نشانی یاده نۀ وی او کۀ فرض کړه چرته د بادشاهانو او باباګانو قبرونه پاتې هم وی نو د هغوي نسل به په دغه قبرونو څۀ کوی؟

پکار دا ده چې د ژوندی انسان د ژوند د اسانتیاؤ او انسانی خېر ښېګړې د پاره موجود هر یو شے پکار راوستې شی، دا بادشاهان په ژوند هم د لامحدوده جائیدادونو او زمکو او سرو سپینو مالکان وو او په مرګ هم په جرېبونو مقبرو او مزارونو کښې پراتۀ دی بل طرفته خوار ژوندی انسانان ئې د مزارونو په درونو او دروازو کښې پراتۀ دی ، د سر د پټولو سیورې ئې نشته د تاج محل په لیدو۔ یو شاعر څۀ ښکلې شعر وئیلے دے 

ایک شاہنشاہ نے اپنی دولت کا سہارا لے کر

ہم غریبوں کی محبت کا اُڑایا ہے مزاق

 

مذهبی ټهېکدارانو په ژوند هم خوار اولس د استحصال په ژرنده دل کړې دے او د مرګ نه پس ئې هم په عقیدوی رسو  او پړ‎و داسې تړلې دے چې هم د دوئی په قبرونو او مزارونو کښې د حال او مسقبل فالونه لټوی،  دا ټولې تیارې به د علم په مشالونو رڼا کېږی

 

فيروز افريدي 


Print Friendly and PDF

Author Name: Feroz Khan Afridi

Total Articles : 2

Total Hits: 328