د اډرکي د خوبونو منظوم تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 20, 2020

د اډرکي د خوبونو منظوم تعبيرونه

 

 

پۀ تعبير کښې لۀ ادابو نه آغاز دے

پۀ اجمال کښې مې تفصيل بويه اعجاز دے

 

پۀ معمول کښې اډرکي نه پس هر وخته

منت بـار دَ پاک سبحان اوسه نېک بخته

 

پۀ سنّتو کښې تعقيب دَ  پاک رسـول کړه

پۀ ادابـو کښې دا ټول پۀ ځان قبول کړه

 

چې پَرچار دَ حکمتونو عريضه کړم

پۀ تعبير کښې به پۀ ځان يې فريضه کړم

 

امامان چې تعبيـرونه واړه کاندې

کۀ يې نْغوَږې ټول به کېږدم ستا دَ وړاندې

 

دَ آروغ تعبير پۀ اصل کښې حُرمت شي

يا تعبير به يې پۀ چارو دَ عِلّت شي

 

پۀ آروغ کښې کۀ طعام دَ خُلې نه ځينه

وخت اخر به دَ لېدونکي دَ خوب وينه

 

اډرقې کۀ چرته ترْيو وي يا ګنده وي

پۀ ګفتار کښې به ملحوظ وَته خطره وي

 

خيام يوسفزے

 

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4818