د اچار/مخلل د خوبونو منظوم تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 20, 2020

د اچار/مخلل د خوبونو منظوم تعبيرونه

 

مسئلې پېدا کوي دَ ساه  نالۍ ته

زښت زيانونه رسوي دا وَ مرۍ ته

 

دَ اچار خوراک خو اور دے  وَ معدې له

وايه تۀ يې خورې نقصان له کۀ فائدې له؟

 

خوراکي دانه را اوباسي پۀ مرۍ کښې

اچارونه بنده ګېر کړي په خوارۍ کښې

 

شک يې نشته دے پۀ خونداو پۀ چسکۀ کښې

همېشه سړي ته څۀ جوړ شي پۀ څۀ کښې

 

که پۀ خوب کښې دَ اچارو نه خوند اخلي

لاس لۀ خپلې عقيدې به پۀ ژوند اخلي

 

يا پۀ لار دَ رفاقت کښې بې ننګي ده

يا تعبير يې دَ بې ذاتو اشنايي ده

 

پۀ اسراف دَ اسراف خويو دلالت شي

دَ بدانو پۀ صحبت هُم کنايت شي

 

خيام يوسفزے

 

 

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4522