د ابراهيم علیه السلام د خوبونو تعبيرونه

By Admin Pukhto.Net - Apr 20, 2020

د ابراهيم علیه السلام د خوبونو تعبيرونه

 

کُنيّت يې پۀ سبب دَ دستر خوان وو

ابراهيم خليلُ الله ابو ضيفان وو

 

روئيت يې ابتلا ، ثابت ايمان شي

علامت پۀ اِنْتِفـاع يې دَ انسان شي

 

عبادت و بزرګي يا اطاعت  وي

دَ خليل لېدۀ دَ خېر و برکت وي

 

پېشګويۍ به يې خلل دَ اضطرار شي

چې خليل دَ نجومي دَ خوب مدار شي

 

پۀ تعبير کښې علامت يې دَ شفا وي

چې خليل دَ رنځورانو مسيحا وي

 

دَ خليل پۀ خوب کښې نور هم تاويلات دي

دَ دښمن دَ زېر کولو پکښې زيات دي

 

بل تاويل يې دَ رَه حج اکبر دے

چې چا ؤلېد نو بې کچه  بختور دے

 

کله کله يې تعبير پۀ طلاق کېږي

دَ لېدونکي پۀ زامنو اِطلاق کېږي

 

مُصاحب يا همسري کۀ دَ خليل وي

ولايت او مرتبه يې بيا تاويل وي

 

بل تاويل يې دَ زامنو بد خوئي ده

چې پلارانو لره لويه سر خوږي ده

 

خيام يوسفزے

 

ابو ضيفان/کنيه/مېلمنو والا

اظطرار/بې چېني

مدار/منحصر يا ملاحظ


Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4750