اب ، اوبۀ

By Admin Pukhto.Net - Apr 19, 2020

 

د اب ، اوبۀ د خوب منظوم تعبيرونه

 

 

احتمال  به  دَ  امېد  وي  پۀ  منام  کښې

چې نيولې دې اوبۀ  وي پۀ يو جام کښې

 

دغه جام کۀ درنه مات شي او چُور چُور شي

نو دَ ښځې يا بچي مرګ به  ظهور شي

 

خوب کښې ګرمې اوبۀ څښل کۀ بيمـاري وي

نو  سړې  اوبۀ  نوشل  صحت  يابي  وي

 

دَ  خوږو  اوبو  تعبير  به رْزق حلال  وي

يا  دَ  علم  پۀ  دولت  به  مالا مال  وي

 

دَ  تروو  اوبو   تعبير   جعفر   ښودلے

پۀ حاجت ، جدال  ، الم  يې  دے  ويستلے

 

دَ ليدونکي پۀ تعبيـر کښې به محنت وي

دا دَ  مالګې  اوبۀ  څښکل به مشقّت  وي

 

آب  ګنده  کۀ  دې  پۀ  برخه  شي  ناولي

آفتونه  دَ  ګردون  شُو  ستا  پۀ  ؤلي

 

کۀ  پۀ سطح  دَ  اوبو  هسې  چلن  وي

اعتقاد  به  ملابس  دَ  روح  بدن  وي

 

کۀ پۀ خوب کښې دې لۀ پوزې اوبۀ  لاړې

رَب به تا لۀ پُوره خلاص کړي کۀ يې غواړې

 

پۀ جامه کۀ  درنه  تْوې دَ پوزې آب شي

نو تعبير دَ نر فرزند به دَ دې خواب شي

 

او  کۀ  دغه اوبۀ پرېـوځي  پۀ  زمکه

نو  تاويل ئې  دې  جينۍ  ښکلې  نازکه

 

جَل وهلے کۀ سېراب  شولو  پۀ  آب  کښې

دراز  عمر ئې  تعبير  شي  پۀ  دا باب کښې

 

لارې  چارې  دَ  معاش  به  شي  روانې

چې  پۀ  کور کښې  دې  اوبۀ  وي  فراوانې

 

پۀ  اوبو  کښې ځان  ليده  فتنه  او  غم  دے

او دَ  ډک  منګي  تعبير   ورکړه ، کرَم  دے

 

آب خانه کۀ چرته جوړه کړې پۀ خوب کښې

ستا ثانې به چرته نۀ وي پۀ شومتوب کښې

 

بل تاويل  دَ  آب  خانې ،  بده  عورته

حرام  خوره  ، جادوګره ،  بد سيرته

 

کۀ دَ  شنو اوبو تعبير  پۀ رنځ  طويل  دے

نو دَ  زيړ رنګې اوبو  هم  دا  تاويل  دے

 

علامت ئې پۀ تعبير کښې وي دَ شخړو

دَ  وُلاړو  ، ګنګخړو  او  دَ  خړو

 

خيام يوسفزے

Print Friendly and PDF

Author Name: Admin Pukhto.Net

Total Articles : 14

Total Hits: 4860